مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-01-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کندهار د فوټبال د ژمنې لوبو كوربه وو

رفيع الله غورځنګ
داچي كندهار د دوهم ځل لپاره د فوټبال د ژمنې لوبو كوربه وو، نو په همدي خاطر مو پر هغو لوبو باندي ځغلندنه نظر اچولي دي.
څه باندي درې اووني ترمخه كندهار د فوټبال د فدراسيون د چارواكو پرلپسې هڅې او كوښښونه ددي لامل سو، چي د فوټبال ژمني لوبي په كندهار كي تر سره سي.
كه څه هم د فوټبال فدراسيون چارواكو ددي لوبو د تر سره كيدو لپاره پوره بودجه نه درلوده، خو ددغه ولايت د ولايتي شورا رئيس احمدولي كرزي د هغه لوبو ټول مالي لګښت پر غاړه واخيست او كندهار ته يي د دوهم ځل لپاره ددغو شان سترو لوبو د كوربتوب وياړ ورپه برخه كړ.
د فوټبال د ملي يوالي په نامه لوبي د جدي د مياشتي په ۲۷ مه نيټه پيل سوي.
په دغه لوبو كي د هيواد د اتو زونونو تكړه او اتلو ټيمونو برخه اخيستي وه.
په ياد تورنمنټ كي د هلمند لوبډله ، كابل ، هرات ، بلخ ، غزني، كاپيسا،بغلان او كندهار لوبډلو برخه درلوده.
په نوموړو سياليو كي يوسل او اويا لوبغاړو ګډون كړي وو.
ددغو لوبو لپاره د يك شنبه په ورځ د هيواد د بيلابيلو ولاياتو څخه لوبغاړي د كندهار ته راورسيدل.
بلخوا ددغو لوبو د رسمي پرانيستني او په لاره اچولو لپاره د هيواد د المپيك ملي كميټي رئيس ظاهر اغبر او يو شمير ورزشي چارواكې په وروستي پرواز كي كندهار ته سفر وكړ.
په هم دي ورځ د المپيك ملي كميټي رئيس ظاهر اغبر په يوه غونډه كي ټولو ورزشكارانو ته خپله وينا واورول،نوموړي ددغو سياليو د په لاره اچولو موخه او هدف د لوبغاړو ترمنځ د اړيكو ټينګښت او پياوړي كول په ګوته كړ.
نوموړي ورزشكاران د سولي سفيران وبلل او په خپلو خبرو كي يي وويل چي په كندهار كي چي له يوي خوا د ناامني نوم پورته كيږي ،نو بايد له بل پلوه د سولي بيرغ هم ورپيږي.
هغه د كندهاري لوبغاړو سره ورزشي اسانتياوو د برابرولو ژمنه وكړه.
بلخوا د جدي د مياشتي پر اوه ويشتمه نيټه د دوشنبه په ورځ ددغو لوبو پيلامه رسمآ د هلمند او كاپيسا لوبډلو ترمنځ وسوه، ددي لوبي د ليدني لپاره په سل ګونه نندراچيان احمدشاهي ورزشي لوبغالي ته راغلي وو.
ياده سيالي شپږ د يو په وړاندي د هلمند لوبډلي خپل په ګټه پاي ته روسيدل.
په هغه لوبه كي د هلمند ټيم څخه سيدبقيراغا وتوانيدي چي د خپلي لوبډلي د بريا ګولونه تر سره كړي.
ټاكل سوي وه چي ددغو لوبو په لړكي هره ورځ دوي دوي لوبي تر سره سي، نو ددي سره په دوهمه سيالي د هرات ټيم د بغلان لوبډلي سره د لوبي ډګر ته راووتي.
ددغي لوبي د ليدني لپاره ظاهر اغبر ، لوړ پوړي چارواكي ، د كندهار د ورزش او بدني روزني مسئولين ، او ګڼ شمير نندراچيان لوبغالي ته راووتل.
په نوموړي لوبه كي د هرات د لوبغاړو قوي مورال ددي لامل سو چي لوبه خپل په ګټه پاي ته ورسوي.
او د بغلان د لوبډلي ضعيفه لوبه او كمزوري حملي پايله داسوه چي بغلان لوبه پنځه د يو په وړاندي وبايللي.
حميدالله او محمد رفيع هغه لوبغاړي وو چي د هرات د لوبډلي بريايي يقيني كړه.
سه شنبه د جدي د مياشتي ۲۸ مه نيټه هغه ورځ وه چي كوربه ولايت كندهار او ميلمه كابل يو د بل سره ډغري وهلي.
دا د كوربه ولايت لومړني لوبه وه ، چي په زرګونو تماشاتيان يي د ننداري لپاره ميدان ته راغلي وه .
كندهاريانو په دغه ورځ له خپلو لوبغاړو څخه زياتي د بريا هيلي درلودي، خو د هغو هيلو ته كندهاري لوبغاړو منفي جواب وركړ.
په نوموړي لوبه كي د كندهار لوبډلي څخه د مصطفي ضعيفه شوټونه هغه څه وو چي د بريا سلنه يي د صفر درجي ته راټيټه كړه.
او د كابل لوبډلي څخه بيا د حفيظ الله او صديق الله د پرلپسي هڅو نتيجه هغه څه وو چي د خپل لوبډلي د بريا فيصدي يا سلنه يي د اوج نقطي ته پورته كړه، او لوبه يي پنځه د يو په وړاندي وګټل.
ددغي ورځي په دوهمه لوبه كي د غزني ټيم د بلخ لوبډلي سره د لوبي ميدان ته راووت.
كه څه هم د غزني ټيم د زياتو ورزشكارانو په خبره يو كمزوري ټيم بلل سوي وو.
خو هغه ټيم ټولو ته داوښوده چي ددوي په لوبډله كي ګډه همغږي او د لوبغاړو ترمنځ دوستانه فضا موجوده ده .
په ياده لوبه كي غزني لوبډلي يوګول وكړ او يو ګول بيا د بلخ ټيم تر سره كړ او لوبه يو د يو ګول په مقابل كي مساوي پاي ته روسيده.
ددغو سياليو په دريمه ورځ د هلمند لوبډلي د خپلي لومړي لوبي په ګټلو او د هرات لوبډلي هم د خپلي لومړي لوبي په ګټلو سره په دوهمه لوبه كي د سيالي كولو لپاره چمتو سوي.
د هلمند لوبډلي څخه د سيدباقير اغا لومړني هڅه هغه هڅه وو چي د يو ګول پايله يي له ځان سره ودرلوده ،او د خپلي لوبډلي لپاره يي لومړي ګول وواهه.
د هرات لوبډلي دوه افسيډ ګولونه بيل هغه څه وو چي د محمدظاهر له لوري افسيډ وشميرل سوه،او ګولونه ونه شميرل سوه.
خو هراتي لوبغاړو هغه افسايډونه ګول بلل او د لوبڅار لخوا يي هغه غلطه پريكړه په ګوته كړه.
او څو لحظي د لوبڅار او د هراتي لوبغاړو ترمنځ لفظې شخړي رامنځ ته سوي.
خو ددي افسيډونو ترڅنګ سمدستي هرات خپل لومړني ګول د محمدرفيع الله له لوري وواهه او لوبه يو د يو په وړاندي مساوي پاي ته ورسيده.
ددغي ورځي په دوهمه سيالي كي د بغلان لوبډله د خپلي لومړي لوبي د بايللو سره د كاپيسا ټيم سره بخت ازمويولو ته تياره سوه.
پدغه لوبه كي د بغلان لوبډلي بخت راسته سو او لوبه يي پنځه د صفر په وړاندي وګټل.
كه څه هم د كاپيسا لوبغاړو خپلي هلي ځلي د خپلي لوبډلي څخه ونه سپمولې خو د بغلان ټيم د مخكښ لوبغاړي لعل باچا د پرلپسي هڅو او كوښښونو نتيجه بيا هغه وه چي د بغلان لوبډله يي د بريا كرښي ته ورسول.
د بغلان لوبډلي څخه لعل باچا څلور ګوله وكړل او دده په مټ يي لوبډله د خپلي لومړي لوبي د بايللو څخه وروسته د بريا ليكي ته ورسيده.
ددي سره د كاپيسا ټيم دا دوهمه ماته وه چي پنځه د صفر په وړاندي ورسره مخ سوه.
بلخوا د جدي د مياشتي ديرشمه نيټه د پنج شنبه ورځ هغه ورځ وه چي د كندهار او د بلخ د لوبډلو نومان د ټولو كندهاريانو د ژبي پرسروو.
د كندهار او د بلخ لوبه چي د غرمي پر يوه بجه پيل كيدونكي وه لا ترمخه په زرګونه نندارچيان احمدشاهي لوبغالي ته راغلي وو.
د ملي وحت په نامه لوبو لپاره د كندهار څخه د احمدشابابا عالي ليسي لوبډله غوره سوي وه.
داچي كندهار خپله لومړي لوبه بايللي وو، نو ددغه ولايت د فوټبال فدراسيون د چارواكو له لوري دا پريكړه وسوه چي بايد شپږ تنه هغه لوبغاړي په احمدشابابا لوبډله كي ځاي پرځاي سي چي د لوبو لپاره پوره چمتو او په فوټبال كي وتلي نوم ولري.
خو د احمدشابابا روزونكي او لوبغاړو هغه ورسره ونه منل او يوازي يي د لوبي ډګر ته ورودانګل.
نو د فدراسيون د چارواكو او د كندهاري لوبغاړو ترمنځ د ګډي هماهنګي او همغږي نه شتون پايله هغه څه وو، چي د كندهاريانو هيلي يي د خاورو سره خاوري كړي.
د كندهار او بلخ ټيمونو ترمنځ لوبه د بلخ لوبډلي په په ګټه دوه يو پاي ته ورسيده، كه څه هم كندهار تيركال د زونونو ترمنځ په لوبو كي دريم سو خو داځلي په ډله ايزو لوبو كي له ماتي سره مخ سو او دوهم پړاو ته د لارموندني خوبونه يي په حقيقت وانه وښتل.
د نندارچيانو مينه هله د كندهاري لوبغاړو سره تمامه سوه چي كندهاري لوبغاړو لوبه وبايلل.
د لوبي څخه باندي شل دقيقي نه وي پاته چي داسي معلومه سوه چي كندهاريان لوبه بايلي ، نوددي سره نندارچيان له ميدان څخه ووتل او لوبه يي پريښوده.
بلخوا داچي د احمدشابابا لوبډلي ددغه ولايت د فدراسيون د مشرانو خبرو ته غوږ كښينه ښود ، نو ددغه ولايت د سپورټ او بدني روزني د امر له لوري د يوكال لپاره له لوبي كولو څخه منع سوه.
او نور به احمدشابابا لوبډلې ته د يو كال لپاره دا حق ورنه كړل سي چي د المپيك امريت ترڅارني خپل ورزشي فعاليتونه تر سره كړي.
پدي اړه د كندهار د سپورټ او بدني روزني امر محمدالله ګلالي داسي وايي.
(محمدالله ګلالي): ((د كندهار د احمدشابابا لوبډلي زمونږ او د فوټبال د فدراسيون د مشرانو خبرو ته غوږ كينښود، نو ځكه د المپيك امريت دوي ته د يوكال لپاره جزا وركوي))
ددي ترڅنګ په دغه ورځ د كابل لوبډله د غزني ټيم سره لوبه وكړه چي لوبه د كابل لوبډلي په ګټه پاي ته ورسيده.
په ياده سيالي كي د كابل ټيم څخه حفيظ الله دري كړله وكړل او د خپلي لوبډلي لپاره ښه وځليدي.
ددغو سياليو بهير د جمعي ورځي ته راورسيد، د يادي ورځي په لومړي لوبه كي تورلباسي له ژړ لباسو سره لوبي كولو ته تيار سوه.
په هغه لوبه كي هرات لوبډله د كاپيسا لوبډلي سره د لوبي ډګر ته راووته.
د هرات ټيم د كاپيسا لوبډلي سره د خپلي لومړي لوبي د ګټلو او ددوهمي لوبي د مساوي كيدو سره په دريمه سيالي كي لوبه تر سره كړه.
په نوموړي سيالي كي د حميد دوه ګوله ، د محمدرفيع يو ګول،او د علي اكا يو ګول ددي لامل سوه چي هرات لوبډله بريا ترلاسه كړي.
د جمعي د ورځي دوهمه لوبه د هلمند لوبډلي او بغلان لوبډلي ترمنځ پيل سوه،داچي كندهار خپلي ټولي لوبي وبايللي نو ځكه د نندارچيانو ټول پام د هلمند لوبډلي ته واوښوت.
د نندارچيانو د زيات تشويق پايله هغه څه وه ، چي هلمنديان يي د بريا كرښي ته ورسول.
او د هلمند ټيم څخه د وحيدالله دوه ازاد شوټونه بيا د ګول په وړاندي هغه هڅه وه چي راسآ د بغلان د ګول ټمبي ته ننوتل او د سيدباقيراغا او ظريف دوه ګولونه بيا هغه هڅي وي چي د هلمند لوبډلي په بري كي يي زياته مرسته وكړه.
د هلمند لوبډلي دغه بريا ددي لامل سوه چي د هلمند د لوبډلي نوم د ټولو كندهاريانو او هلمنديانو پر ژبه وليكل سي.
او د نندارچيانو هيلي او توقوعات له دغي لوبډلي څخه د پخوا په پرتله زيات سوه.
شنبه د ((دلو)) د مياشتي دوهمه نيټه راورسيده ، پدغه نيټه ټاكل سوي وه چي د كابل او بلخ لوبډلي يو د بل سره لوبه وكړي.
ياده لوبه د ماپښين پر يوه بجه او ديرش دقيقي پيل سوه ، او تر څلرو بجو پوري يي دوام ومونده.
د كابل او بلخ لوبډلي ددغو لوبو د ګروپي سيسټم اخيري لوبډلي وي چي يو بل سره لوبيدي.
په ياده لوبه كي لومړي ګول سيدمقصود تر سره كړ، او ورپسي حفيظ الله پدي بريالي سو چي د سيالي دوهم ګول ووهي.
خو د بلخ لوبډلي لوبغاړو هم خپلي هڅي ونه سپمولي او بريالي پدي وتوانيدي چي يو كول وكړي.
ياده لوبه دوه د يو په وړاندي د كابل ټيم په كټه پاي ته ورسيده ددي سره د كابل او بلخ لوبډلو سيمي فاينل يا پايلوبي ته لارپيداكړه.
ددي ترمخه د هلمند او هرات لوبډلو هم خپل بري پايلوبي ته پركنده كړي وو.
نوموړي څلور لوبډلي لومړي مقام ته كانديدي لوبډلي وي.
لوبغاړو د يوي ورځي له استراحت او تفريح څخه وروسته لوبي كولو ته ادامه وركړه.
سيمي فاينلونه يا نيمه پايلوبې په يوه ورځ تر سره سوي.
په نيمه پايلوبه كي د هرات ټيم د كابل لوبډلي سره او د هلمند ټيم د بلخ لوبډلي سره لوبي كولو ته چمتو سول.
سيمي فاينل د دوشنبي په ورځ د ماپښين پر دوي بجي پيل سو.
په لومړي سيمي فاينل د هلمند لوبډله د بلخ لوبډلي سره لوبه تر سره كړه.
د لوبي ترمخه د نندارچيانو زيات د بريا يقين د هلمند پر ټيم باندي وو.
د يادي لوبي د ننداري لپاره په زرهاوو تماشاتيان ميدان ته راغلي وو، او د هلمند لوبډلي زيات تشويق له ځان سره درلود.
د لوبي په لومړي نيمايي كي د هلمند لوبډلي يو تن سنټراف لوبغاړي وحيدالله زيرك زخمي سو، او لوبي پريښودلو ته اړ سو.
د لوبي لومړي نيمايي صفر د صفر په وړاندي مساوي پاي ته ورسيدل.
خو كله چي د لوبي دوهمه نيمايي پيل سوه د هلمند د ټيم تكړه ګولي عبدالقيوم زخمي سو.
د هلمند د ګولي زخميتوب د بلخ لوبغاړو ته داموقع برابره كړه چي د لوبي لومړني ګول ووهي .
د بلخ لوبډلي محمد پدي وتوانيدي چي ګول تر سره كړي او لوبه يو د صفر په اوړندي روانه كړي.
د هلمند لوبډلي ددي يو ګول د خوړو څخه داسي ښكاره سوه چي هلمند لوبه بايلي، خو هلمندټمي مخكښ لوبغاړي سيدباقيراغا او ظريف چي په زياته اندازه د ننداره چيانو له لوري تشويق كيدل درې ګولونه ووهل او د هلمند لوبډلي د لوبي د ګټلو وروسته پايلوبي يا فاينل ته ورسيد.
ددغو سياليو په دوهم سيمي فاينل كي د كابل ټيم د هرات لوبډلي سره لوبه تر سره سوه.
د يادي دوو لوبډلو د لوبي د ننداري لپاره په زرګونه تماشاتيان لوبغالي ته راغلي وو.
دغه دوه ټيمونه په اجمدشاهي لوبغالي كي يو د بل سره بخت ازمويلو ته تيار سوه.
د كابل او هرات لوبډلي لوبه د ريفري د شفيلاق په وهلو سره پيل سوه، او دواړو لوبډلو خپلي هڅي پيل كړي.
د كابل لوبډلي څخه مخكښ ، يا حمله كوونكي لوبغاړي صديق الله په خپلو نڅاګرو پښو باندي د هرات لوبغاړي ونڅول او د لوبي دوه ګوله يي تر سره كړه.
خو د كابل لوبډلي د حفيظ الله او سميع هغه دوي هڅي هم د هيرولو ندي چي د هرات په وړاندي په ګول بدلي سوي .
په نوموړي لوبه د كابل لوبډله وتوانيده چي لو به څلور د يو په وړاندي وګټي او پايلوبي ته ځان ورسوي.
پاته دي نه وي چي د هرات لوبډلي د سليم ګول هغه هڅه زه چي د هرات لوبډله يي د شرمونكي ماتي څخه وژغورل.
د هرات لوبډله ددي ماتي څخه له ملي وحدت تورنمنټ سره مخه ښه وكړه.
د هرات لوبډله داځلي په داسي حال كي له ماتي سره مخ كيږي چي تيركال يي په دغه شان سياليو كي دوهم مقام ترلاسه كړي وو.
***********************************
ددغو سياليو پايلوبه راورسيده، په فاينل كي چي د هلمند لوبډله د كابل لوبډلي سره لوبيده، د سه شنبه په ورځ پر دوي بجي او ديرش دقيقي پيل سوه.
د لوبي د پيل مخكي ميدان ته په سلهاو زره نندارچيان راغلي وه.
د نوموړي لوبي لوبڅاري محمدظاهر حسيني پرغاړه درلوده، او حميدالله يوسفزي ، رضا محمدي او غلام حسين سخي بيا هغه څوك وه چي د لوبڅار سره د لوبي په ښه او منظم ډول تر سره كيدو كي مرسته كول.
د هلمند او كابل ټيم د لوبي له پيل څخه د كندهاريانو پر ژبه باندي د هملند د كابل بانك لوبډلي نوم پروت وو، او د لوړپوړو چارواكو ترڅنګ په لسهاوو زره نندارچيان د لوبي ليدو ته داغلي وه.
لوبه د لوبڅار په شفيلاق سره پيل سوه،او توپ د دواړو لوبډلو د لوبغاړو ترمنځ يو د بل د ګول په وړاندي وهل كيدي.
د هلمند لوبډلي سيد باقيراغا هغه وخت ونوسو توانيدي، چي ګول وكړي كوم وخت چي پر خپل وخت پاس ورته ونه رسيد.
ددي ترڅنګ د كابل ډلي حفيظ الله هم د پاس د قلت له امله ونه توانيدي چي ګول وكړي.
او د لوبي لومړي نيمايي بي له كوم ګوله مساوي پاي ته روسيده،
د لوبي دوهمه نيمايي د ميدانونو په توپير راپيل سوه، د دوهمي نيمايي څخه څو لحظي تيري سوي چي د كابل لوبډلي روزونكي وغوښتل چي د خپلي لوبډلي په لوبغاړو كي بدلون راولي.
د نوموړي لوبډلي تكړه لوبغاړي حفيظ الله له ميدان څخه ووت او پر ځاي يي پرويز لوبي ته داخل سو،
د پرويز يو تازه دمه لوبغاړي وو.
پرويز د هلمند لوبډلي د ګول ټمبي ودرومل او غلام حضرت د كابل لوبډلي پرويز ته پاس وركړ.
پرويز هغه پاس د سر په واسطه د هلمند د لوبډلي د ګول ټمبي ته ننيست ، او لوبه يي د كابل لوبډلي په ګټه يو - صفر روانه كړه.
د هلمند لوبډلو لوبغاړو د يو پينالټي د ترلاسه كولو څخه ګټه پورته نه كړه، او ازاد شوټونه او كارنرونه بيا هغه څه وه چي د هلمند لوبډلي په پرلپسي ډول ميس او ښه چانسونه يي له لاسه وركړل.
كله چي د لوبي د دوهمي نيمايي د پاي شيبي مخ په رانژدي كيدو سوي او داسي معلومه سوه چي هلمند لوبډله به لوبه بايللي نو د ځينو نندارچيانو له لوري په يو غيراخلاقي عمل سره دلوبي ميدان ته ډبري راوغورځول كيدي.
بلخوا د لوبي د وخت د پاي ته رسيدو سره سم دستي لوبه د كابل ډلي وګټل، او د دوهم ځل لپاره يي ددغه شان لوبو لومړي مقام خپل كړ.
ددي سره د هلمند ټيم دوهم مقام ترلاسه كړ.
د لوبي په پاي ته رسيدو سره پرګټونكو لوبډلو باندي جايزي وويشل سوي.
ددغه تورنمنټ د غوره لوبغاړي جايزه د هلمند لوبډلي څخه سيدباقيراغا ترلاسه كړه، سيدباقير پدغه سياليو كي د اوو ګولونو په وهلو سره ددغي جايزي وياړ ترلاسه كوي.
ددي ترڅنګ د ښه لوبڅاري جايزه بيا د كابل څخه راغلي لوبڅار ، محمدظاهر حسني، د كندهار څخه شافاروق اغا، او د كابل څخه نجيب الله مياكارګر وګټلي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery