مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-02-01   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

كركټ: افغانستان ټايلينډ ته ماتي وركړه

لودين

د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو ملي لوبډلې تايلينډ ته په يوه ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه.

دا سيالۍ نن د سلواغې په ١٢مه، د تايلينډ په پلازمېنه بنکاک کې پيل شوه، چې په کې د اسيا لسو هېوادونو برخه درلوده.

له ١٩ کلونو څخه د کم عمره ځوانانو د ملي لوبډلې روزونکى هستي ګل عابد وويل چې نن افغانستان خپله لومړۍ لوبه له کوربه هېواد تايلينډ سره وکړه.

هغه زياته کړه، چې د ځوانانو ملي لوبډلې پچه وګټله او لومړى ځل يې پخپله لوبه وکړه او په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې يې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ٣٢٦ منډې جوړې کړې.

د هستي ګل په وينا، د افغانستان له لوري افسرخان ډېره ښه لوبه وکړه او په يواځې ځان يې ١٣٠ منډې جوړې کړې.

دى وايي، چې دغه راز افتاب عالم په وروستيو شېبو کې ډېره تېزه لوبه وکړه او ٥٨ منډې يې جوړې کړې، يمين احمدزي ٤٤ او د شېر شېرزي د ٣٣ منډو په جوړولو بريالي شول.

د ځوانانو د لوبډلې روزونکي وويل، چې د تايلينډ لوبډله ورکړل شوي هدف ته ونه رسېده او ټوله لوبډله يې په يو دېرشم اور کې، په ٧٧ منډو وسوځېده.

هستي ګل زياته کړه، چې د افغانستان له لوري افتاب عالم درې، او نورالحق دوه مخالف لوبغاړي وسوځول.

نن په يوه بله لوبه کې نيپال متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه.

ټاکل شوې ده، چې د سلواغې په ١٤مه به افغانستان خپله دويمه سيالي له عمان سره ترسره کړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مسوولين وايي، چې د تايلينډ په سياليو کې د اسيا د لسو هېوادونه لوبډلې په دوو برخو وېشل شوې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په (الف) ډله کې هانګکانګ، قطر، ماليزيا، سينګاپور او بحرين او په (ب) ډله کې افغانستان، نيپال، متحده عربي امارات، عمان او تايلينډ شامل دي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery