دخپریدو نیټه : 2011-02-03 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ای بي سي چینل : حسن مبارک وائې نور سټړی یم
سمیع الله ایلم، کابل
د ای.بی.سي (امریکایی چینل) له کرسټین امان پور سره د حسن مبارک مصاحبه:
يه مصر کی د ګډوډیو د پیل کیدو وروسته دا د بدمعاش حسن مبارک لومړی مصاحبه دی هغه هم په داسی حال کی چی حکومت په نړیوالو ژورنالیستانو د هر ډول فشار ورادولو په هڅه کی دی او د مصر دولتي تلویزیون یوی ژورنالیستی هم له خپلی دندی استعفی ورکړی او دلیل یی دا وو چی حکومت یی خبرونه سانسورول.
ژورنالیستی امان پور له مبارک سره د ۳۰ دقیقو ناسته لرله . پدغه ناسته کی مبارک له کاره زړه توري ښودلی او ویلي چی نور ستړۍ دی چی دنده مخته بوزي.
دالتحریر په څلورلاري کی د مظاهره چیانو سره د بدسلوک په اړه یی خپګان ښودلۍ او ویلی یی دی چی حکومت یی ددغو پیښو لپاره مسول ندی. او دیی نه غواړي چی مصریان یو له بل سره لاس په ګریوان وګوري.
مبارک دا مهال د حکومت نه پریښودلو لپاره دلیل ګډوډي بللی: که واک پریږدم، نو ګډوډي حتمي دی.
کله چی خبریاله امان پور ده ته د خلکو د کنځلو په اړه پوښتي نو وایی: زه اوس ددی شیانو پروا نلرم، زه د ملک په اړه فکر کوم، زه د مصر په اړه فکر کوم.
خبریاله امان پور وایی چی مبارک اوس مهال په ولسمشرۍ ماڼی کی- چی د زغزوالو ټانکونو، فوځیانو او خار دار تار په واسطه یی لار بنده شوی- له خپلی کورنۍ سره اوسیږي.
له مبارک سره د مصاحبی پرمهال جمال مبارک-د حسن مبارک ځوی چی فکر کیده د پلار ځایناستۍ به شي- هم لیدل شویدی.
حسن مبارک خبریالی ته د خپل ځوی په اړه ویلي چی هیڅ کله یی داسی اراده نه لرله چی خپل ځوی ته واک وسپاري.
امان پور ته یی د مصر سره دقول خبره هم کړی او ویلی یی دي چی: نه به تښتم، غواړم په مصر کی مړ شم، او مصر ته د کلونو خدمت خبره یی هم رامنځ ته کړی. خبریاله وایی چی کله یی د اوبامه په اړه خبری کولی نو په مبارک یو ډول لړزه لیدل شوی. مبارک ورته ویلي چی ده اوباما ته ویلي چی ته مصریان او ددوی کلتور نه پیژنی. که لری شم نو ګډوډي حتمي دی.
کله چی دده د احساس په اړه پوښتنه را منځ ته شوی نو دده ځواب وو: زه ډیر قوي یم، زه به ونه تښتم، زه به په مصر مړ کیږم.
په تلو تلو کی یی تاکید کړۍ چی ده نه غوښتل بیا واک تر لاسه کړي او یا هم جمال مبارک-د حُسن مبارک ځوی چی د مصاحبی پرمهال له پلار سره وو- ته لاره پرانیزي.