لودين
د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو ملي لوبډلې په تايلينډ کې د روانو اسيايي سياليو په پاى لوبه کې نيپال ته په ماتې ورکولو سره ددې سياليو اتل شو.
دغه سيالۍ لس ورځې مخکې د تايلينډ په پلازمېنه بنکاک کې پيل شوې، چې پکې د اسيا لسو هېوادونو برخه اخيستې ده.
له ١٩ کلونو څخه د کم عمره ځوانانو د ملي لوبډلې روزونکي هستي ګل عابد د وايي چې نن افغانستان په پاى لوبه کې نيپال ته ماتې ورکړه.
هغه زياته کړه، چې د افغانستان لوبډلې لومړى لوبه وکړه او په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې يې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ٢٠٠ منډې جوړې کړې او نيپال ته يې د٢٠١ منډو هدف وټاکه.
هستي ګل وويل چې نيپال دغه هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په ١٣٩ منډو وسوځېدله.