په كندهار كي د نورو ورزشي رشتو ترڅنګ د سنوكر د اوو ۷ په شااوخوا كي كلبونه هم خپل سالم ورزشي فعاليتونه تر سره كوي.
خو د سنوكر لوبغاړي ددغه ولايت د المپيك امريت د چارواكو څخه شكايت كوي چي ددوي لپاره يي سيالي په لاره ندي اچولي.
په دغه كلبونو كي په سلګونه لوبغاړي لوبيږي،خوهغوي ادعا كوي چي څه باندي دري كاله كيږي چي د سپورت اوبدني روزني چارواكو پدي برخه كي سيالي په لاره ندي ا چولي،او ورته يي پاملرنه نده كړي.
((المپيك امريت چارواكو دوه ،دري كاله تيريږي چي زمونږ لپاره سيالي په لاره واچوي،ترڅو ځوانان ورزش ته تشويق سي.
او المپيك چارواكي بايد په كندهار كي زمونږ لپاره د فدراسيون مشر وټاكي،مونږ مشر نه لرو او څوك رى هم نه راپكښي وهي.))
د كندهار د سپورټ او بدني روزني مرستيال مديراغا بيا وايي چي دوي د كلبونو په راجسټر او ثبتولو بوخت دي ،او تر دامهاله يي اووه كلوبه د المپيك امريت سره ثبت كړيدي،او غواړي چي ددغي لوبي لپاره د فدراسيون مشر وټاكي.
د هغه په خبره چي د نوي كال په رارسيدو سره به دوي د سنوكر تورنمنټونه داير كړي.
مديراغا(( مونږ د كلني نوملړ مطابق خپل ورزشي پروګرامونه په لاره اچوو،او د نوي كال په سركي به د سنوكر لوبي هم جوړي كړو.
مونږ اوس د كلبونو په راجسټر اخته يو،ترڅو د په كندهار كي د سنوكر فدراسيون فعاله كړو او مشر ورته وټاكو.))
بلخوا د سه شنبه په ورځ د يو سنوكر كلب افتتاح د پټي په پريكولو سره وسوه.
پدي ورستيو كي د هيواد سنوكر بازان په بهرنيو سياليو د ښه ځليدا لامل داسو چي د ځوانانو پام دغه لوبي ته راجلب كړي.