دخپریدو نیټه : 2011-03-01 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
د كندهار د باسكيټبال لوبډله په سياليو كي برخه اخلي
رفيع الله غورځنګ
د كندهار د باسكيټ بال منتخبه لوبډله په كوردننه د باسكيټ په سياليو كي برخه اخلي.
د كندهار د باسكيټ بال لوبډله د نوموړو سياليو لپاره چمتوالي نيسي.
يادي سيالي په كوردننه كي د هيواد د ټولو ولاياتو ترمنځ په كابل كي په لاره اچول كيږي.
پدي اړه د كندهار د سپورټ او بدني روزني امر محمدالله ګلالي داسي وويل.
(( تاسو ويني چي ګڼ شمير ځوانان په باسكيټ بال لوبه بوخت دي،او اوس ښه سوي ده.
مونږ اوس منتخبه لوبډله جوړه كړيده،او هغه پلازمينه كابل ته د سياليو لپاره استوو.))
بلخوا د واليبال د لوبي ګڼ لوبغاړي وايي چي واليبال لوبه نسبت نورو لوبو ته زياتو ورزشي تمريناتو ته اړتيالري.
هغه ددغه ولايت د المپيك د امريت چارواكو څخه د دوي لپاره د تورنمنټو د په لاره اچولو غوښتنه كوي.
(( دغه لوبه په افغانستان كي نوي لوبه ده،او زياتو تمريناتو ته اړتيا لري،نو زه د ټولو لوبغاړو څخه غوښتنه كوم چي دوي بايد ښه تمرينات وكړي.
او بل داچي امريت هم بايد دغه رشتي ته پاملرنه وكړي،هغه داسي چي دوي بايد كلني،او مياشتني تورنمنټونه په لاره واچوي.))
د المپيك امر ګلالي وايي چي دوي به د لوبغاړو د تشويق او هڅوني لپاره په نوي كال كي ورزشي پروګرامونه په لاره واچوي.
پدي روستيو كي د هيواد لوبغاړو په نړيوالو او كوردننه سياليو د ښه ځليدا ورسته د ډيري ځوانانو پام ځانته رااړولي،او اوس ګڼ ځوانان په مختليفو سپورټي رشتو كي يه ورزشي فعاليتو بوخت دي