مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-03-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کرکیټ : کوچیانو پروان ته ماتې ورکړه

راحیله جواد

 کرکټ په روانو سیالیو کې لغمان پکتکا ته او  کوچیانو پروان ته ماتې ورکړه
د کرکټ هغه ولایتي سیالی چې د افغانستان دختیځ ننګرهار ولایت په دوو لوبغالو ( بهسودو، مارکو) کې روانې دي، څلورو لوبډلو له یوه بل سره لوبې وکړې چې په ترڅ کې د بهسودو په لوبغالي کې د کوچیانو او پروان ولایت ترمینځ ۱۵ اوریزه لوبه وشوه. د لوبې له پیل کیدو وړاندې چې پچه(ټاس) واچول شوه، د پروان کپټان وګټله او د کوچیانو لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. نومړي لوبډلې په ټولو پنځه لسو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوزیدو سره ۱۰۳ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د لوبې ګټلو لپاره ۱۰۴ منډې هدف وټاکه.

ورپسې چې کله د پروان ولایت لوبډلې توپوهنه پیل کړه، دوی په اخري پنځلسم اور کې د ټولو لوبغاړو په سوزیدو سره ۶۵ منډې جوړې کړې او دا لوبه یې کوچیانو ته ووبایلله. پدې لوبه کې مسلم ترټولو ښه لوبه وکړه. نومړي ۲۵ مندې جوړې کړې او یو لوبغاړی یې هم وسوځوه.

اخوا په مارکو لوبغالي کې هم د پکتیکا او لغمان ولایت ترمینځ ۳۰ اوریزه لوبه وشوه، کله چې د دواړو لوبډلو کیپتانانو ترمینځ ټاس واچول شو، د پکتیکا کیپتان وګاته او لغمان ته یې د لوبې کولو بلنه وکړه. لغمان په دیرشو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۶ منډې هدف د پکتیکا ولایت لوبډلې ته وټاکه. د لمانځه له ادا کولو او د ډودی له خوړلو وروستو چې د پکتیکا ولایت لوبډلې لوبه پیل کړه، دوی د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۳۱ منډې جوړې کړې ، دوی پدې کې پاتې رغلل چې دټاکل شوو ۱۴۶ منډو هدف ته ځان ورسوي او لوبه د لغان ولایت په ګټه تمامه شوه. پدې لوبه کې ښه لوبه شاپور وګړه، د په ۲۴ منډې جوړې او دوه ویکټې یې هم واخیستې.

د کرکټ په اړه بله خبري موضوع:

دافغانستان ځوانانو کرکټ اکاډمي لوبډله چې د تیرې فبروری میاشتې ۱۹ نیټه باندې هندوستان ته تلي وه، هلته یې په نوي دهلي کې د هند د بیلا بیلو کرکټ کلبونو لوبډلو سره لوبې وکړې او په ۶ لوبو کې یې ۵ وګټلې یواځې یوه یې وبایلله. دافغانستان ځوانانو کرکټ لوبډله به نن ماښام ۶ بجې بیرته افغانستان ته راستانه شي. پدې هکله د کرکټ بورډ اجراییوي مشر نسیم الله دانش وویل چې کرکټ بورډ غواړې چې په افغانستان کې د کرکټ د شخصي کرکټ لوبډلو او شخصي اکاډ میو ته هم وده ورکړي. ده زیاته کړه چې هغه لوبغاړي چې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې توانایي ولري، کرکټ بورډ به یې په ملي لوبډله او هم به ورته په نورو اړونده لوبډلو کې ځاې ورکړي. دانش له ټولو هغو کسانو نه مننه وکړه چې د کرکټ شخصي لوبډلې یې جوړې کړي او لدې لارې نه د افغانستان کرکټ ته وده ورکوي.

همداشان د افغانستان ځوانانو کرکټ اکاډمی مرستیال شفیق الله ستانکزي هم پدې خوښي وښوده چې لوبډلې یې په هندوستان کې ښې بریاوې ترلاسه کړې. ستانکزي زیاته کړه چې د افغانستان لوبغاړو لپاره د اړینه وه چې د هندوستانیانو په شان د کرکټ له لوبغاړو سره لوبې وکړي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery