دخپریدو نیټه : 2011-03-06 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
نوروزى
ر. ځواکمن
نوي کال ته لا څو شپې پاتې وې، چې د کلي هلکانو په بيړه بيړه د ماښام خواړه تر ستوني کړي وو او د کلي مخې ته له خپلو اوږدو لکړو سره راووتل. د سترګو په رپ کې يې يوه ته د پېري کالي ورواغوستل او هغه داسې چې دواړه لاسونه يې ورباندې جوښت پورته کړل او سپين څادر يې ورنه تاو کړ. په بډه کې يې ورته دوه لرګي له يوې او بلې خوا نه ومنډل د غاړې کميس يې ورباندې کښته وښوياوه او لستوڼي يې د بډې لرګيو ته ورواغوستل. بل يې له ځانه مير کنډول جوړ کړ. د وزې له وړيو يې ږيره کېښوده او د ژوندۍ پيشو له لکۍ څخه يې تاو راتاو غزېدلي ويروونکي بروتان کېښودل. نورو يوازې زړې کاسې او جامونه په لاسونو کې ونيول او ماته يې تش جوال چې بې له غلې يې دروندوالى له څلورو منو لږ نه و، په ډنګرو اوږو راپه شا کړ. ميرکنډول چې د سپين لنګوټي يو ول يې له غاړې تاو کړى و له خپلې اوږدې لکړې سره دمخه شو، پيرى يې تر شا له ځان پسې روان کړ او موږ ورپسې شوو. لومړى مو د کلي د يوې شتمنې کونډې د کور ور وروواهه. له هغې خوا غږ شو: څوک يې؟ په دې توره شپه څه غواړې؟ ميرکنډول ورغږ کړ:د خداى حق غواړو،د ژمى له تورو بلاګانوپه امن پاته شوى يي ور بيرته کړه! ور بېرته شو. درنګ ساعت ته بيا په شتمنې کونډې ابۍ لړزه لګېدلې وه اوکله چې يې د کوټې په غولي کې د پيري ګډا ګانې هم وليدې نو نږدې و چې، په جوال کې دومره غله واچوي چې د نوروزي څلو ر چرګان پرې پيرودل کېدلاى شول، خو ميرکنډول د ((ياهو)) په چيغه بيړه وکړه او ژر له کوره راووتلو...!
١٣-١١-١٣٦٧ل