له هراته په یوه نوی رانیول شوي موټر کي کابل ته رهی وم ډیر ګروم نیولی وم او دعاوی می کولې چې خدای مي د واشیر له غلو نه په خیر تېر کړي په ټوله لار کي مي شونډې رپیدې او په همدې چرتونو او دعاوو کي خدای په خیر کندهار ته ورسولم اود شکرونو په اېستلو شوم موټر مي کښته ګیر ته واچوی او د دیخوا هاخوا په منظره شوم ،د سړک پر غاړه تلویزیونونه پر ونو ټا لۍ واهلې او د پیتو کولمی لکه ماران د ونو پر ښاخو راتاو شوي وې په لیدو خندا راغله او د ځان سره مي سر وښوراوه او و مي موسل .
د جادې د سړک دوو خواوو ته ډیر خلک راټول شوي وه او د هغو بیا د خندا خولې خلاصي پاته وې
- هاها، هاها...
ما له ځان سره ورو وویل:
څه خبره ده! په همدی چرتونو کي پر ځان شکي غوندي شوم په هینداره کي مي وکتل خپل کالي او موټر مي له نظره تیر کړ ،دیخوا هاخوا مي وکتل ،لاندی شونده می را مخته شوه او چرتو کی لاهوشوم.
نا ببره زما د موټر پر بانټ د شلاخی شړک شو د دی سره سم د ولاړو خلکو خولې بیا اتومات خلاصي او خندا پورته شوه
- هوهوهو....
ژر می بریک ونیوی او په غوسه له موټره راتا شوم، د غوسې او حیرانۍ نه په ډکو سترګو مي ولاړو خلکو ته وکتل د ټولو خولی ویتی پاته وې :
- هاها هوهو....
د ځینو لا له خندا اوښکی بهیدې، چاچا لا خولې ته پټوان تنبه کړی وه او چاچا لا پر بډوډی لاسونه ټینګ نیولي وه، په وارختایي مي دوري هوري وکتل د موټر و مخی ته یو جګ سړی ولاړ ووچی د اوږدو کالو پر سر یې غوړه زړه اوږده صدرۍ اغوستې وه، غټي غټي موزې یې په پښو وې، اوږده ماش و برنج ږیره یې لرله، د ترافیک سره فیته لرونکې خولۍ یې په سر وه اویوه غټه د آس شلاخه یې په لاس کي وه.. ما هغه ته په هېښتیا سره وکتل هغه د موټر له بانټه یو بل شړک ویست. زما زړه کي وګرځیده نه چی زما له موټر سره د پلارپلار تربګني لری که څه ؟
نو په درد اوغوسه می هغه ته وویل:
- ولي وروره څه خبره ده!
هغه بیله دی چی څه ووایې شا ته یې اشاره وکړه:
هلته می یوه نوی جوړه شوی سیمنټی پایه چی په سر یې د ترافیک اشاره نصب وه او چراغونه یې شنه او سره کیده تر سترګو شوه
زما د کتو سره سم بیا خندا پوړه شوه:
- هاها هوهو.....
د خندا دا غلغلې او د شور دا ازانګې زه هم لکه په اور چي اوبه واچوی غلی کړم او دخلکو سره می په وقفه توګه په خندا پیل وکړ.
هاها..... هه ، هه،هه هه
شلاخی والا ته لکه د سرکس جوکر ، هر موټر زمری ایسېدۍ او د شلاخی خوند یې ورڅکۍ خو بودهګان همداسی تیریدل هغو خپله شلاخه موټرانو ته ډالۍ کړې وه، ما په حیرانۍ د هغه نه وپوښتل:
- ته څوک یې؟
هغه د غوږو شا وګروله او په ترخه موسکا یې په غرور وویل:
زه د ترافیکو ستر جنرال یمه!
ما د هغه دخولۍد سرې فیتې په لیدو سر وښوروه او د لمر سوځلي تندي په ګونجو کي ډوب شوم.
(دا سترجنرال سهار وختی په خپل زوړ بی بریکه بایسیکل دی سیمنټی پایی دفتر ته راتی په همدی اشاره خپل باسيکل پر رسی ټینګ تړی، تر ماښامه ولاړ وی ،د تورو هیندارو موټرو ته عسکری سلامی کوی، پوه موټروانان یو څه په لاس کی ورکوی او نویو ته بیا د شلاخی په زور دا نوې اشاره ښیی او ماښام په همدې بایسيکل ستړی ستومانه کورته سودا وړی....)
د ځان سره می ورو وویل: دا د بین الملل یوه اشاره هم غنیمت ده یوه ستر جنرال ته یې دفتر ،دیوان او تنخواه برابره کړی ده!!!!
نو زه هم د هغو سره په خندا شوم
ها ها.. هو هو.. هی هی...
اوس چی ګورم بین الملل په زرهاو داسی اشاری جوړی کړی دی خو جنرال ورسره ولاړ نه وی نو ځکه زه اوس هم کړس کړس خاندم
آّ، آّ ،ها، ها ، ها ، هو، هو ، هو
خو څوک نه راسره خاندی !!!