مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-04-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ادبي ټوټه

هېواد همت


زه د نړی هغه مجبور انسان یم چې حتا تاسو ته هم د خپلې مجبوری حال نشم ویلی ، خیر تاسو که زما په هکله هر ډول فکر کوی، هر نوم چې تاسو راکوی، هر قسم فیصله چې زما په حق کې کوی، هر ډول سزا چې تاسو راکوی زه ورته تیار یم.

د پښتنو رواج سره سم ننواتي منم، ناغه منم، خپله ګناه منم، خو پام چې یوه خبره دې نه منم، او ډیر ورسره خیال هم کوه چې له خولې مو را ونه وځي.

په مادي لحاظ  له تاسونه تر اوسه ما هیڅ ندي غوښتي، نه به يې در نه وغواړم، خو په معنوي لحاظ ما درنه مینه غوښتي، ها که زما دې هر څه پکار شي ستاسو څخه صدقه.

هغه احساس چې ستاسو لپاره زه لرم هغه دا دی چې ستاسو په خوښۍ خوښ شوی یم او په خفګان مو خفه شوی یم،فکر کوم چې دا به کافي وي چې تاسو ته وښیم چې څومره مینه در سره لرم.

شاید تاسو زما ددغه لیکنې په لوستلو سره داسې فکر وکړی چې زه به په لیکلو کې ښه ټکي رانغاړم او په حقیقت کې به داسې نه وم، خو یوه خبره په یاد ولره، زه اوس د پخوا په شان نه یم چې دومره حوصله دې ولرم او هر څنګه مضمون چې وغواړم بس جوړ دې کړم، نا اوس نه هغه حوصله لرم او نه هغه جذبه ، دا چې ستاسو لپاره کومو احساساتو مې په زړه کې ځای نیولی یوه وجه یې دا هم کیدای شي، چې ما نه غوښتل چې ارام ژوند دې وکړم ، ځکه داسې عادت شوی يم چې یو نارام احساس مې دې هر وخت په زړه کې وي. او پاتې شوله خبره د یو مضمون لیکل، زه یو مضمون یا هغه وخت لیکم کله چې ځان داسې ګوښه احساس کړم چې هیڅوک دې په دې نړی کې ونلرم او یا یې په هغه وخت کې لیکم کله چې تر وړاندې مې یوه بې انصافي ووینم او تر وس مې پوره نه وي چې يی مخه  ونیسم نو بیا د خپلې بې وسی ژړا قرارولو لپاره د يو مضمون په لیکلو خپل زړه ته ډاډ ورکوم

که ستا لپاره پکار نه راځم ، زه نه خفه کیږم که تاسو راته د انکار ځواب راکړی، ځکه چې انسان نیمګړی دی او پوره یو پاک الله دی، تاسو چې په هره لار ځی، هر منزل چې ځانته انتخابوی زه پرې هیڅ اعتراض نلرم، ځکه چې تاسو به هم د یوې روښانه راتلونکي فکرونه کوی او شاید هغه به زما په وجود کې د پوره کیدو وړ نه وي.

د چا خوښيږي چې یو داسې کار دې شروع کړي چې هغه په نیمه لار کې پريږدي، هر څوک هر وخت په هر ځای کې د خپلې هر کړنې پوره کیدو ارمان لري خو کله کله دې دنیا چارې نیمګړي پاتې کیږي، دا خبره ځکه کوم هسې نه چې تاسو فکر وکړی ، چې ده خو زما په هکله د لاټری ګمان کړی وه ، راځه پکې برخه واخله که دې وګټله خو ښه او که دې ونه ګټله لا هم ښه ده ، او لاټری عموما داسې وي چې هر څوک په ډيرو کمو امتیازاتو پکې برخه اخلي که نتیجه یې ورکړه ډيره خوښي لري او که هغو امتیازاتو کار ونکړو نو په خفګان هم نه ارزي. خو ستاسو له لاسه ورکول به زما لپاره د یوې لويې دنیا ړنګیدلو په معنا وي.

دې یو رنځور کله پر ځان پيرزو کیږي چې بې علاجه دې خپل منزل ته بیرته ستون شي خو ځینو ځینو انسانانو ته بیا پاک الله داسې رنځونه ور په غاړه کړي وي چې هغه د علاج وړ نه وي، هغه داسې لاعلاجه رنځونه وي چې انسان د مرګ تر اخیرې سلګۍ پورې کړوي، اوس تاسو باید زما په مطلب پوه شوي وی، چې زه څه غواړم تاسو ته ووایم.

شاید تاسو به ډير راته په غوصه  وی، او دا مطلب به مو زر زر لوستلای وي ، سم به پرې نه وی پوه  شوي ، نو له همدې وجهې د هغې خبرې  په  روښانو ټکو یادول دلته  ځکه  اړین  بولم، چې تر منځ مو سو تفاهم له منځه تللی وي ، او هغه خبره  داده  چې ، زما په مینه شک ونکړې.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery