مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-04-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د نر بچیان

محمد نعمان دوست


د سړک دواړو غاړو ته خړ ټانکونه ولاړ وو، پر سر یې درنې ماشیندارې نصب وې او شپیلۍ یې مخامخ غره ته سیخ کړې وې.

د ماشیندارو شاته تنکي زلمیان ګوته په ماشه دریدلي وو او د دواړو سترګې  په غره نښتې وې.

دا د جلال اباد ـ اسعداباد لویه لاره ده ، چې له شنو پټیو تیریږي او د غنمو شنه فصلونه یې باد ته اتڼونه کوي.
په موټر کې ناست یوه سړي وویل : له دغو غرونو کله – ناکله پر سړک ډزې کیږي ، ځکه د ملي اردو سرتیرو دلته مورچلې نیولي دي .

بل غږ کړ: د نر بچیان دي چې ډزې کوي ،  که دوی نه وي وطن رانه پردي نیسي.
دوی خپلو کې په  همدې موضوع خبرې کولې ، خو زه بل فکر کې تللی وم. ماته د ننګرهار ګوشته ولسوالۍ یادیده .

پر دغه ولسوالۍ دا څو یم ځل دی چې پاکستاني پوځونه ځمکني او هوایي بریدونه کوي ، خلکو له ویرې کورونه پرې ایښي دي او که بریدونه همداسې روان وي نو د ډیورنډ کرښې ساحه به نوره هم پراخه  شي .

ځان سره مې ویل کاشکې دا ( د نر بچیان ) او زموږ کورني ځواکونه لاسونه سره ورکړي او پر ګوشتې برید کونکیو ته هم خوله ماتونکي ځوابونه ورکړي ، هغوی خو هم پردیان دي کنه!

   جلال اباد،د وري ۲۷مه ، ۱۳۹۰

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery