مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-04-20   مخپرونکئ : 127 - دبېنوا لیکوال - کندهار

اوباما باید د پوځیانو د وتلو څرنګوالی روښانه کړی

ژباړه: لېمه غفوری

سرچینه: USA Today
ژباړه: لیمه غفوری

 

اوباما باید د افغانستان څخه د امریکایی سرتیرو د وتلو په اړه جزیات ورکړی.

 

د امریکا د ولسی جرګې مشر جاون بیونر پر ولسمشر اوباما ږغ کړی چی د افغانستان څخه د امریکایی سرتیرو د وتلو څرنګوالی روښانه کړی.

بیونر د امریکا د یوه دوه ګوندیز پلاوی سره نن په افغانستان کی د پوځی مشر جنرال ډیویډ پټریوس او په دغه هیواد کی د امریکا سفیر کایرل ایکنبیری سره ولیدل.

اوباما تیره اونۍ د د اسوشیټیډ پریس ورځپاڼی سره په یوه مرکه کی ویلی وو چی د افغانستان څخه به د امریکایی پوځیانو وتل د راتلونکی جولای په میاشت کی پیل کیږی، او دا چی نموړی به په دې اړه د پوځی مشر پیټرویس څخه سپارښتنی تر لاسه کوی.

بوینیر وایی چی په افغانستان کی د امریکایی پوځ د بریاوو په اړه د جنرال پټرویس خبری هغه کمزوری او بدلیدونکی ښیی.

نموړی وویل: ؛ د امریکایی پوځیانو هر ډول راوتل باید د سیمی د حالاتو څرنګوالی ته په کتلو سره ترسره سی، نه د سیاسی محاسبو پر سر، او زیاتوی: ؛ که چیری د اوباما اداره د جولای په میاشت کی له افغانستان څخه د پوځیانو را ایستل پیل کوی، نو دا هم باید څرګنده کړی چی پروګرام او محتوا به یی څه ډول وی، او دا باید روښانه سی چی دغه عمل به څرنګه پر هغه شوی پرمختګ چی تر اوسه په دغه هیواد کی سوی دی ناوړه اغیزه و نه شیندی.؛

د امریکا د کانګریس غړو د ولسمشر کرزی سره هم د امنیت د ښه والی او د یوه دیموکراتیک حکومت د جوړولو په برخه کی د هغه د هڅو په اړه خبری وکړې.

بوینیر په بهر کی د هغه شپږکسیز پلاوی مشری په غاړه لری چی د تیری اونۍ په پای کی یی عراق او تیره دوشنبه یی پاکستان ته سفرونه وکړل.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery