ادبي ټوته
کوم چاته چي مينه ټوکه ښکاريده، مينه يې صرف د نکلونو او کيسو خبره بلله ، مين ورته ټګ اسيده او په اوښکو پوري يي خندا ورتله ، په دې اند وه چي عشقي شعرونه سندري او دميني کيسې اوريدل يا ليکل دوخت بي ځايه تيرول دي .
کله به پدې فکر کي وه چي څوک څنګه دچا پر سترګو مينيږي او دهغه تر تاثير لاندي راځي، څنګه دخپل محبوب ليدو ته ليواله وي او دهغه په ليدو د زړه ناقراري قراره وي او سکون وربخښي .
تر اوږد فکر وروسته به يي د ځان سره وخندل او وبه يي ويل داخلک ليوني دي ليوني
خو نن............
خو نن هر څه بدل سوي دي هغه خپل پر پخوانۍ خبره نه دي ولاړ.
زياتره وخت خاموشه وي، دشپې تر ناوخته پوري په ځاي کي ويښ پروت وي او ډير وخت په فکرونو کي لاهو معلوميږي ، ددنيا له کارونو سره يي دميني مزۍ شليدلي دي ، په هره سندره کي خپل د زړه درد احساسوي، زړه هم پوره ملګرتيا نه ورسره کوي هر څه چي يي خوښه وي خپل په سر يي کوي، دزړه په انګړ کي يي دهغي ميني کډه اچولې ده او ډير وخت په دې انديښنه کي وي چي هغه څنګه خپله کړي
هغه مين سوي دي.......................