دخپریدو نیټه : 2011-05-03 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
انسان
عبدالهادی عارض
انسان سپیڅلۍ او خلاق موجود دۍ،چی نه یواځی په ځان جوړه ونه،بلکه د پرمختللي دوران سره دخپل دننه نړۍ کي دخپلواکۍ په سریزه کي د اندیښمنتیا دکاروان سا لار هم دۍ.
هو: په اندیښمنتیا کي هر څه ﺉ هم ښوونځۍ ده هم معبد دۍ، هم ایمان دۍ او هم علم،هم پیاوړتیا ده او هم عزمت،هم مینه ده اوهم آرمانونه له ځانه سره لری،او دخپل باندنۍد خوا و شا په پیژند ګلوي او په اثرښندونکو پیښوسره خپلي اندیښنی غني کوي،په پوهیدني او غښتلتیا سره دخپل تخیل لمن پراخه وي او په هغه کی د خپل هستۍ لټون کوي تر څو دخپل ځان او باندنۍ نړۍ پیښي وپیژني.
هو:هغه په هنرمندی سره هر څه په هره ګړي کي بیل بیل تصویرونه په خپل ذهن کي پرځای کوي.
هو:انسان د اندیښمنتیا او ویښتیا په ټولو امکاناتوسره دخلاقیت هغه ممتاز موجود دۍ چي دخیال دنړۍ معجزی د ملغلرو په څیر راغوڼډوي او دغه حیرانونکي معجزی په ځانګړی حیرانتیاو سره د عا لم،فیلسوف ویونکي،لیکوال،شاعراو انځورګر په بڼه د انساني ژوندانه ډګر ته وړاندی کوي ځکه دهغه تخیل د حیرت انګزه توکو څخه غوړیږي، هر هغه دخلاقیت کار چي هغه ءي سرته رسوي او هم د ژوندانه پرمختګونه دهغه د پاک روح جز ګڼل کیږي، دغه سپبڅلۍ او شریف روح په علم هنر سره د هر څه نه مخکي تر نورو شیانو دۍ، او لوړتره دا چي هغه بشري دوام لرونکۍ ژوند له هغه ځایه پیژندلۍ دۍ چي خپل ځان د ټو لنیزو اندیښنو جز ګڼي، ځکه نو خپل ځان په ټولنه کي او ټولنه په خپل ځان کي ویني اود انساني ژوندانه تمدن او پرمختګونه او د ټولنیزو اندیښنو وړاندی تګ د بشري تاریخ بیلګه بولي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱۴\۱۰\۱۳۸۸هجری شمسی