په شرق الاوسط کې د قاسم قیصر لیکنه
ژباړه عبدالرحمن فرقانی
لومړۍ برخه
مشائې د شیعګانود دولسم امام سره په ( مستقیمه ) توګه ارتباط لري ، او دا د دې موجب ګرځي چې د مرشد رول لغوه شي .
دایران د وضعیت څخه با خبره سرچینې په ډاګه کوي ، چې د ایران د اسلامي جمهوریت د مرشد آیت الله خامنیی او د ایران د جمهور رییس محمود احمدي نژاد تر منځ اختلاف تفصلي او جزیی اختلاف نه ، بلکې دا اختلاف د هغو بسټیزه عقایدي او فکري قضیو پر سره اختلاف دی ، چې په ایران کې د اسلامي نظام د جوهر تر محور راڅرخیږي . او د مخابراتو د وزیر حیدر مصلحي ګوښه کیدل له دنده څخه د همدغه اختلاف اعلان شوی اړخ دی ، کوم اختلاف چې کیدای شي په راتلونکې مرحله کې نوره هم وده وکړي ، سره لدې چې احمدي نجاد د خامنیي د اوامر د تنفیذ ژمنه کوې .
دا سرچنې په ډاګه کوي ، چې د احمدي نژاد مستشار او د لور خسر ئې رحیم مشائي پدغه اختلاف کې بنسټیز رول لري ، ځکه چې مشائي یوه داسې سیاسي او فکري پروسه له ځانه سره لري ، چې د ایران د جمهوریت په راتلونکې او د هغه په فکري او سیاسي نظام باندې اغیزه کوي ، او دا پروسه په دې ولاړه ده او په دې باور ده چې د امام مهدي ( د شیعګانو دوولسم امام ) ظهور ډیر نږدې شوی دی ، او مشائي ورسره مخامخه رابطه لري !!، او دا کار د دې موجب ګرځي ، تر څو داسلامی جمهوریت د مرشد ( کوم چې د ایران د دستور پر اساس د امام مهدي نائب او ولی الفقیه ټاکل شوی ) رول لغوه شي . د پروسې دوهم اړخ په ایراني فکر او لید لوری کې د قومي بعد په را ژوندي کولو ټینګار کوي ، او په اسلامي اړخ باندې د دغه قومي بعد د وړاندیتوب بلنه کوي ، تر څو لدې لارې د ایران څخه بهر په اوروپا او امریکا کې د ټولو ایراني مهاجرینو سره رابطه پیدا شي ، او همدا راز پدې پروسه کې د امریکا او د اسراییلو سره د ایران د ستونزو د هوارولو په لور دحرکت غوښتنه کیږي .
او دا سرچینې زیاتوي : " د اسلامي جمهوریت ځینې مشران او دپاسدارانو ځینې مشران د احمدي نژاد دکار ټیم ته د ماسوني حرکت د لارې مندلو څخه خبرې کوي ، کوم ټیم چې د وضعیت دحاکمیت په هکله او د راتلونکې پارلماني او ریاستي انتخاباتو په هکله په کار بخت دی ، له کومه ځایه چې احمدي نژاد د دریم ځل لپاره د کاندیدتوب حق نه لري ، نو مشائي به په راتلونکو انتخاباتو کې اساسي کاندید وي ، او همدا راز د محافظو قوتونو په وړاندې د مواجهې لپاره په نوې ولسي جرګه باندې د برلاسیتوب اړتیا لیدل کیږي . کومه چې علي لاریجاني ئې رییس ، ورور ئې شیخ صادق لاریجاني د قضا مشر اود تهران د ښاروالی مشر محمد باقر او داسې نور ایراني مشرانو څخه تشکیل شوې ده ، چې د خامنی ملاتړي دي " .
خو د شیعګانو په فکر کې د امام مهدي حقیقت څه دی ؟ او احمدي نژاد د امام مهدی د ظهور لپاره او دهغه رابطې دطبعت لپاره چې دی ئې په اساس لدغه فکر سره تړاو پیدا کوي ، څرنګه کار کوي ؟ .
په اسلامي فکر کې په عامه توګه او په شیعي فکر کې په خاصه توګه د امام مهدي ظهور کومه نوې خبره نه ده ، د دوولس امامانو د مذهب لاریویان پدې عقیده دي ، چې امام مهدي د دغو دوولسو امامانو له نبیرې څخه دولسم امام دی ، او هغه د امام حسن العسکري زوی دی ، چې په۲۵۵ هجري کال کې زیږدلی او دی پینځه کلن ؤ ،چې پلار ئې وفات شو ، او شیعګان پدې اعتقاد دی چې امام مهدي لره دوه غیبدل دی ، وړ غیبوالی ، چې اویا کاله ئې ادامه درلوده ، او په دې موده کې لده سره د خلکو اړیکه د څلورو سفیرانو له لارې ټینګیدله !، او لوی غیبوالی چې د کال ۳۲۹ هجری نه تر نن مهاله ادامه لري ،او دا دغیبتوب دوره به پخپله د امام په ظهور پای ته رسیږي ، او پای ته ئې کوم ټاکلی وخت نه شته ، سره لدې چې شیعګان په دې اعتقاد دی چې په لوی غیب کې هم د امام سره د دهغه دمنونکو او لارویانو اړیکه په مختلفو وسایلو او له مختلفو لارو څخه ټینګیږي .
خو اهل سنت بیا بدې عقیده دی ، چې امام مهدي به په آخره زمانه کې ظهور وکړي ، او نوم به ئې محمد بن عبدالله وي ، نوم به ئې د محمد صلی الله علیه وسلم له نامه سره موافق او دپلار نوم به د محمد صلی الله علیه وسلم د پلار له نامه سره موافق وي . خو د شیعګانو د مهدي نوم محمد بن حس العسکري دی . د سنیانو دمهدی پیدایښت او ولادت به طبیعي ولادت وي ، او د سنیانو د قول پربنسټ په احادیثو کې داسې څه نشته ، چې د نورو عامو خلکو څخه د هغه په څه ځانګړتیا او امتیاز دلالت وکړي .
په اسلامي تاریخ کې ډیر داسې سیاسي او فکري حرکتونه راپیدا شول ، چې مؤسسینو ئې د ( امام مهدی ) داوه کوله، او دحکم او دوی ته د بیعت غوښتنه ئې کوله ، خو اکثریت د دغو حرکتونو له ناکامۍ سره مخ شول ، او همدا راز دامام مهدي په نامه ډیر حرکتونه او ګوندونه تاسیس شول ، خو د لومړی ځل لپاره د مهدویت مفکوره او د امام مهدي انتظار په یوه دولتي پروسه باندې بدلیږي ، څرنګه چې په ایران کې موږ ورته حالت ګورو ، د دغه جمهوریت د تاسیس له پیله د هغه موسس خمیني په دې باور دی ، چې دا به هغه هیواد وي ، چې د امام مهدي ظهور ته به شرایط برابروي ، او همدا راز امام خمینی بریالی شو تر څو د حجتیت مفکوره له منځه یوسي .
په ایران کې د انقلاب د بریا نه وړاندې داسې یوه ډله راپیدا شوه ،چې د مهدي د ظهور په انتظار ئې ایمان درلود ، او د امام د ظهور تر مهاله ئې په حکومت باندې د تسلط لپاره د هر راز سیاسي خوځښت څخه ډډه کوله ، دا خلک د حجتیانو په نامه باندې وپیژندل شول ، خو خمیني په دې ټینګار سره چې د امام مهدي انتظار د اسلامي حکومت په رامنځ ته کیدو سره شونی کیږي ، او همدا اسلامی حکومت به دهغه د ظهور لپاره شرایط چمتو کوي ، دغه مفکوره له منځه یوړه .
د خمیني او خامنیي او د اسلامي جمهوریت د نورو مشرانو د ویناګانو څخه د امام مهدي او مهدویت مصطالحات نه دي هیر شوي ، خو د ایران جمهوري ریایست ته د احمدي نژاد په را رسیدو سره دغې موضوع د هغه د هر راز سیاسي فعالیت چې د مهدي او مهدویت سره تړاو پیدا کوي ، عملي او سیاسي بعد خپل کړی دی . او د مهدویت د موضوع د څیړنې لپاره ځانګړی مرکزونه او څیړنیز ارګانونه جوړ شوي ، او احمدي نجاد قصدا په خپلو ویناګانو کې د مهدویت مفکوره منعکسه کوي ، آن تر دې چې ملګرو ملتونو ته ئې په خپله یوه وینا کې داسې وویل : " نننۍ معاصره نړۍ دې ته ډیره اړمنه او محتاجه ده ، تر څو ئې یو حقیقي ، کامل اومخلص انسان ، چې د نړۍ ټول ملتونه او ولسونه ورته په انتظار دي ، وژغوري او تر څو نړۍ د عدل ، انصاف او وروولۍ نه ډکه کړي ، " .
د احمدي نژاد په وینا کې د مهدویت داصطلاحګانو استعمال او شمول د لویدیځ ډیرو څیړنیز مرکزونو ، رسنیو او سیاسي چاپیریال ته د دغه اصطلاح استعمال او د اسلامي جمهوریت د سیاسي ، تکنالوژي او عسکري پروسې سره د هغې د تړاو په هکله ډیرې پوښتنې را پیدا کړې دي ، کومه پروسه چې د ایران اسلامي جمهوریت ئې په راتلونکې مرحله کې د تحقق لپاره کار کوي .
د ایران چارواکې او په تیره بیا هغه چې د احمدي نژاد ملاتړي دي ددغې پروسې د حقیقت او د هغې د ابعادو څخه ویره نه لري ،او په دې ټینګار کوي ، چې د احمدي نژاد په ویناګانو کې د( امام مهدي )، (مهدویت ) او ( صاحب الزمان ) د اصطلاح ګانو استعمال عفوي شکل نه لري ، بلکې دا پیغامونه د دې لپاره دي ، تر څو د ایران عامو خلکو ته او اسلامي او عربی کړیو ته دا د مهدویت ټاکل شوی پیغام و رسوي .
خو د ایران سیاسي ، عسکري او تکنالوژي پروسه د مهدویت په حکومت پورې څه تړاو لري ؟ او آیا د ایران اتومي پلان په دغه دیني پروسه پوره تړاو لري ؟ .
د ایران د اسلامي انقلاب د بریا له مهاله اوله کومه مهاله چې خمیني د اسلامی جمهوریت مرشد شو ، د شیعګانو په چاپیریال کې دا خبره او نظریه راپیدا شوه ، چې ګواکې خمیني به بیرغ امام مهدي ته سپاري ، او دایران اوسنی پوځ به دامام مهدي پوځ وي ، " نو پکار ده چې تر څو د شلو ملیونو کسانو پوځ جوړ شي، کوم چې د امام مهدي د ظهور نه وروسته به د امام مهدي په ملاتړ جنګیږي " . خوتر دې وړاندې چې خمینی بيرغ امام مهدي ته وسپاري د خمیني مړینه د ډیرو پوښتنو او اندیښنو لامل شوه ، نو بیا د دې خبرې لپاره کار او تبلغات وشول چې خامنیي به بیرغ امام مهدي ته سپاري ، ځکه چې دی د خراسان ( مشهد ) دی ، او د ځینو احادیثو پر بنسټ چې پکې راغلي دي : " د خراسان کوم سړی به امام ته بیرغ سپاري " . او همدا راز هڅه کیږي تر څو په اسلامي نړۍ کې هر لوی سیاسي تحول او صورتحال د امام مهدي د ظهور سره ارتباط پیدا کړي ، لکه په مکه مکرمه کې د جیهان عسکري پاڅون ، د صدام حسین په لاس د کویت اشغال او د خلیج جنګ او داسې نور سیاسي تحولات . خوپه ایران کې حکم ته د احمدي نجاد په را رسیدو سره په ډیر قوت سره داسې نوې مفکورې خپرې شوې ، چې ګواکې احمدي نجاد د امام مهدی له ملاتړیانو څخه دی ، او هغه به دایران جمهوریت د عسکري او تکنالوژي اړخه په داسې یوه اساسي مرکز باندې بدل کړي ، تر څو د امام مهدي د کار پیل لهمدې ځایه وشي ، او داسې ډیر کتابونه او نشرات خپاره شول چې د نجاد او امام مهدي تر منځ ارتباط څرګندوي .
د ایران او عربی هیوادونو په ځینو کړیو کې دا مفکوره را ولاړه شوې ده ، چې هغه څه چې په ایران کې تر سره کیږي ، په حقیقت کې د امام مهدي د ظهور لپاره د شرایطو د تیارولو هڅې دي ، او احمدي نژاد د دغې مفکورې په څرګندولو باندې پخپلو ویناګانو کې ټینګار کړی دی ، او ځینې کړې په دې اعتقاد او باور دي ، " چې د ایران اتومي لاسته راوړنه هم د امام مهدي د ظهور د پاره د چمتوالی یوه برخه ده ، ځکه چې د اتومی امکاناتو نه پرته د لویدیځ مقابله ممکنه نه ده ، او امام به د لویدیځ د سرمایه دارۍ د نظام په مواجهه کې وروسته لدې چې کمونیزم اواشتراکیت له منځه تللي ، نړۍ دیوه نوی معاصر نظام په بنسټ سمبالوي !!."
او په ایران کې د شیعګانو په ځینیو کړیو ډیر متخصص ، څیړنیز او پټ بحثونه جریان لري ، او هر هغه روایتونه او احادیث تر څیړنې لاندې نیسي چې د امام مهدی اړوند راغلي ، او بیا هغه په اوسنیو سیاسي پیښو باندې تطبیقوي ، او په نړۍ کې د هر سیاسی تحول سره دغو رویایتونو او احادیثو ته تړاو ورکوي . سره لدې چې ځینې لدغو تطبیقونو څخه دقیق نه خیژي ، خو حکم ته د احمدي نجاد په را رسیدو سره دا راز اټکلونه او توقعات خورا ډیر شوی دی ، او هغه څه چې په یمن کې پیښ شول ، یوه لدغه راز اشارو څخه ګڼل کیږي ، چې ډیر څیړونکی ورته ځیر شول ، ځکه چې د مهدي پوځ د ځینو احادیثو په اساس د یمنیانو څخه تشکلیږي ، او د حوثیانو سره ډیر داسې ځانګړی کتابونه پیدا شول ، چې د امام مهدی د ظهور او د هغه د نښو څخه معلومات وړاندې کوي ، او دا کتابونه د لبنان یوه عالم چې په قم کې اوسیږي چمتو کړي ، او هغه علي الکوراني دی .
او په سیاسي او ډګریزه کچه هر عقیده او باور چې پاسداران او د احمدي نژاد پروسه پرې تکیه کوي ، پدې ولاړه وي ، تر څو د امام مهدي د ظهور لپاره شرایط برابر کړي ، ځکه چې هغه به د شیعګانو د عقیده مطابق " د ځمکې پرمخ عدالت خپروی او ظلم به له منځه وړي ."
او احمدي نجاد په خپلو ډیرو ویناګانو کې لاسي په ډاګه کوي ، چې دی پخپل سیاسي تحرکاتو کې د امام مهدي له ځانګړی پاملرنې څخه برخوردار دی ، په خاصه توګه د امریکا په سفر کې ، چیرته چې په نیویارک کې ئې په یوه پوهنتون کې وینا وکړه !!. نجاد پخپله یوه وینا کې وایي : " دا بله موضوع چې پکې د امام له برکته برخورداره یوو ، هغه زموږ اتومي پروګرام دی ... ځینې هیوادونه د پینځه ویشتو کالونو څخه راپدیخوا زیار باسي ، چې اټومي تکنالوژي تر لاسه کړي ، خو دایران ملت د امام مهدي په برکت د دوه یا دریو کالونو په اوږدو کې د اتومي تکنالوژۍ خاوند شو ، پرته لدې چې چا ته تعهد او کومه ژمنه وسپاري .
دلیکنې پاتې برخه به ستاسې درانه حضور ته په بله برخه کې وړاندې کوو .