دخپریدو نیټه : 2011-04-20 مخپرونکئ : 127 - دبېنوا لیکوال - کندهار
له ژونده تیښته
لیمه غفوری
لیکنه: لیمه
نن بیا د پرون په څیر ورځ ده، او هیڅ توپیر نه ورسره لری... هغه کار، هغه فکر، او هغسی بیړه او روحی نارامی...
ژوند ولی په داسی ډول تیریږی؟؟؟ کله چی کار په مخ کی کار لرم کوښښ کوم چی ژر ترسره سی او پای ته رسیدو ته یی لیواله یم، وروسته کار، لیوالتیا او بیړه پای ته ورسیږی... خو زه څه ترلاسه کړم؟
هیڅ... مګر یوازی هغه تکراری شیبی او د بیا مصروفه کیدلو انتظار...
کله چی بی کاره یم غواړم یوازی و اوسم او یوازی خپل د زړه درزی ته غوږ ونیسم...
خو نه پوهیږم ولی داسی کوم؟
نه پوهیږم ولی د نورو د لیری والی څخه خوند اخلم؟
نه پوهیږم ولی د ژوند څخه تیښته کوم؟