لیکوال: حنان حبیبزی
سرچینه: دده بلاګ
نیټه: د سپټمبر ۱۸، ۲۰۱۱ کال
عام خلک غلي کړی،زورواکي خبرې کوي
پیژند
په دې شنیزه ( تحلیلي ) لیکنه کې هڅه شوې ده چې د پروپاګنډ په موخه او اغیزو خبرې وشي او دا چې رسنۍ څه ډول د دولتي اشخاصو پیغامونه خپلو لوستونکو، اوریدونکو یا لیدونکو ته رسوي .
د ټولنې د غړو یو پوړ چې یوې رسنۍ ته د حقایقو د ترلاسه کولو په نیت غوږ باسي، د همدغې رسنۍ د ناسمې ژبې د کارولو له کبله ناسم مالومات تر لاسه کوي، او په دې توګه دغه راډیو، ټلویژون، اېنټرنیټ پاڼه یا ورځپاڼه زیار باسي چې خپل اوریدونکی د یوې ځانګړې ډلې د غړو ملاتړ ته وهڅوي.
دغه داسې بیلګه ده چې د پروفیسر ګالټنګ (۲۰۱۱) په وینا د ناسمې ژبې د کارونې له کبله رسنۍ خپل راپور فاسدوي. تاسو به لیدلي وي چې د هرې رسنۍ په ویبپاڼه، خبري ساعت یا سرټکو کې بیا بیا ویل کیږي چې پلانکی سړی، ډله، ټولنه، حکومت، چارواکي، داسې وايي یا هغه بله ډله هغسې وايي. د' وايي' د ټکي مانا داده چې یو شمیر اوریدونکو، لوستونکو یا لیدونکو ته تاسو د بل چا پیغام ورساوو.
د ' وايي' ټکی همدا راز دا مانا لري چې دغه شخص، اداره یا دولت رښتینی دی، ملاتړ يې وکړئ او په دې توګه رسنۍ یا خبریال دهمدې شخص، ادارې یا دولت د اواز په توګه راڅرګندیږي، او د هغه پیغام په ټولنه کې خپروي. د پوسته رسان او ددغسې رسنۍ یا خبریال ترمنځ توپیر دادی چې پوسته رسونکی یو اوږد واټن وهيي او بل ته د پیغام د رسولو لپاره تر لیرې لیرې ځایونو سفر کوي، او په څو ساعتونو، ورځو یا اونۍ کې پر کاغذ لیکل شوی د یوه سړي خبره بل ته رسوي، خو تړلې رسنۍ دغه پیغام د ټیکنالوجۍ په مټ د خلکو یوې لوې ډلې ته رسوي.
بې پرې ژورنالیزم دا نه دی چې یو خبریال ولاړ شي او د جګړې د دوه ښکیلو غاړو نظرونه او غږونه خپاره کړي او ځان په دې قانع کړي چې دادی د دواړو غاړو نظرونه مو خپاره کړل، نور اوریدونکو .... تاسو پوهیږئ او قضاوت مو.
بلکې، بې پرې خبریالي په دې راټولیږي چې څه ډول ژبه مو وکاروله او دغه دواړه غاړې مو په کومو ټکو کې معرفې کړې. د بیلګې په توګه یوه ډله مو په دې ټکو لکه بي رحمانه برید ، خونړی برید، ترهګر برید ، ظالمانه برید او داسې نورو سره معرفي کړل ، نوسم لاسي پوښتنه پیدا کیږي چې د هغې بلې ډلې لپاره چې په همدې جګړه کې ښکیل وه او وسله يې کاروله ایا ورته ټکي لرئ؟
په دې لیکنه کې دا نه وایم چې یوه رسنۍ دې د ښکیلو غاړو نظرونه نه خپروي، بلکې دا وایم چې ددواړو ډلو نظر باید خپور شي خو ژبې ته دې پام وشي، او د ژورنالیزم د ارونو سره سم دې دواړه ښکیلې غاړې وړاندې شي.
سوله ییزه خبریالي ( پیس ژورنالیزم) په دې برخه کې ډیر ټینګار کوي چې د یوې ډلې او بلې په اړه د ناسمې او ناکره ژبې کارول ستونزه نه اواروي بلکې د رسنۍ په توګه یوه اداره په کړکیچ کې ښکیلوي.
د همدې لپاره دا ډیره اړینه ده چې د رسنیو کارکونکي او اوریدونکي د ژورنالیستي کار په محتوا کې د پروپاګنډ ژبه وپیژني او د سیاسي وینا او رسنیز راپور ترمنځ توپیر وکړی شي . دلته، ددې لپاره لومړی د پروپاګنډ پر مانا غږیږو او وروسته یوې یه دوه بیلګو ته ستنیږو، بیا طبعا یوې پایلې ته هم رسیږو.
پروپاګنډ څه دی ؟
هغه مفکوره یا نظرونه چې له قصده غوره کیږي او په دې موخه خپریږي چې یو چا، یوې ډلې، یا یو دولت ته ګټه ورسوي او یوه بله ډله،شخص، یا حکومت زیانمن کړي، هغه پروپاګنډ بلل کیږي. پروپاګند ددې لپاره رامنځته شو چې د خلکو فکرونه او نظرونه اداره شي او تل د رسنیو له لارې تر سره کیږي ، هغه رسنۍ چې د خلکو یوې لويي ډلې ته د رسیدو وړتیا لري ، هغوی د خلکو دغه ډله د یو څه په ضد یا د یو څه ملاتړ ته تشویقوي.
ډیری پوهان وايی چې هر ډول اغیزناک کمونیکشن، یا خبرې پروپاګنډ دی خو ځینې نور بیا وايی چې پروپاګنډ یوازې سیاسي نظريی ته ځانګړی دی او د قدرت خاوندان يې په واک کې د پاتې کیدو لپاره ترسره کوي. ځینې خلک لکه د هټلر د پروپاګنډ د وزیر ژوزف ګوبيلز په اند پروپاګند بد شی نه دی. خو د پروفیسر فیلیپ ټایلر(۲۰۰۵ ) او پروفیسر یوهان ګالټنک (۲۰۱۱) په څیر پوهان په کلکه له پروپاګنډ سره مخالفت لري او وايي چې د ناسمو مالوماتو د لیږد رالیږد سبب ګرځي او حقایق تر پښو لاندې کیږي.
پروپاګنډ داسې یوه هڅه ده چې د خلکو نظرونه پرې بدلیږي او د ټولنې غړي د ناسمو مالوماتو په ترلاسه کولو سره له رښتیاوو لیرې پاتې کیږي او سیاسي ژوند کې تیر ویستل کیږي. د پروپاګنډ مسول هڅه کوي چې خپل شخصي فکر د عامو خلکو مغز ته ولیږدوي او ددې لپاره یوه ځانګړې ژبه کاروي، دغه سړی له یو باصلاحیته دریځ څخه، لکه د یوې رسنۍ ، یوې ادارې یا یوې حکومتي څانګې په استازیتوب خبرې کوي او ځان رښتینی معرفي کوي،خو په حقیقت کې دی یو شخص وي او بي له شکه دریځ یا مقام يې دهغه خبرو ته د اغیزمنتیا بڼه ورکوي. ددې لپاره چې خبرې يې لا نور اغیز ولري ، پروپاګنډ کونکی، ډول ډول لارې چارې کاروي چې اوریدونکي پیدا کړي.
دا سړی هڅه کوي چې خپل ځان اتل وښيي او مخالفه ډله ظالمه وښيي، د جګړې پر مهال ددغې موخې د ترلاسه کولو لپاره داسې ټکي لکه بیرحمانه، خونړی، قتلعام، ظالمانه ، وحشي دښمن، جنایتکار او نور کاروي چې خلکو ته مقابل لوری ملامت کړي او ځان پاک وښيي.
که د افغانستان بیلګو ته وګورو نو پرته له کوم ثبوت څخه چارواکي د خلکو د احساساتو د پارولو یا خواخوږۍ د جذبولو لپاره د ګاونډیانو،یا لږ تر لږه د یوه ګاونډي لاسوهنې یادوي، په داسې حال کې چې د دغو چارواکو معاش هم د یو بهرني هیواد له خوا برابریږي، خو خپل ځان هیوادته وفادار معرفي کوی او بله ډله بیوفا.
هر سړي ته پکار دي چې دغه لارې چارې وپیژني او، له یو لوی دریځ څخه د خپریدونکو خبرو ماناوو او ټکو ته وګوري چې څه ډول ټکي چیرته او د چا په اړه کارول شوي دي او څه ډول ټکي چیرته او د چا په اړه کارول شوي دي.
د رسنیو هر راپور یا د سیاستوالو هره وینا یو مخالف لوری لري چې په نښه کیږي، اوریدونکی باید پوهه شي چې دا کوم ټکي او کوم مهارت دی چې ویناوال يې دعامو خلکو د نظر د خپلولو لپاره کاروي. پروپاګنډ کونکي هڅه کوی چې نه یوازې د عامو خلکو نظر بدل کړي بلکې ددوی پر سیاسي، او ټولنیزو پریکړو اغیز واچوي.
حکومتي پروپاګنډ
حکومتي چارواکي او ویندویان دا دنده لري چې څه ډول حقایق پټ کړي او غلط مالومات خپاره کړي. له قوي پوښتنو تیښته کوي او هغه څه وايي چې له وړاندې يې د خپرولو لپاره چمتو کړي وي.
حال دا چې یو څو تنه افراد د حکومتي امکاناتو په کارولو سره د خپل قدرت او شتمنۍ پر ساتنه اخته وي، خو پخپلو ویناوو او خبرو کې ځانونه د حکومت کولو یوازیني حقداران معرفي کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د پروپاګنډ ترڅنګ په لسګونو زره ځواکونه د هیواد په بیلابیلو برخو کلیو، بانډو، ولسوالیو او ښارونو کې خپاره وي، خلک په وسلو، په الوتکو ، په هوايی بمباریو ، په خارجي ملاتړ، دولتي امکاناتو او نورو لارو ګواښوي او په زوره يې دهغو اشخاصو ملاتړ یا وفادارۍ ته رابولي چې کنټرول يې په لاس کې دی.
رسني هم په دې بهیر کې همدغه پیغامونه خپلو اوریدونکو یا لوستونکو ، لیدونکو ته ورکوي او، خپلو اوریدونکو ته وايي چې ددغو ظلمونو، فساد، بیثباتۍ او ګډوډۍ سره سره دغه افراد چې په قدرت کې دي تاسې يې ومنئ او هغه بله ډله چې ددوی قدرت ته ګواښ پیښوي ،مه منئ. په داسې حال کې چې داد رسنیو دنده نه ده، خو د هغو قراردادي رسنیو دنده ښايي وي چې له دولتي یا دولت ته ورنژدي ادارو څخه مالي ملاتړ ترلاسه کوي، یا له هغوی سره مخامخ اړیکي لري.
په رسنیو کې ددولتي پروپاګنډ یوه بیلګه
د طلوع ټلویژون د سپټمبر د پنځلسمې راپور ، د یو پولیس انځور وښود چې د امریکا پر سفارت د طالبانو په برید کې وژل شوی دی. د طلوع خبریاله وايي ، ' بخاطر نجات مردم و همکارانش ...... جان خود را قربان کرد'۱.
ددغو څو پر له پسې قوي ټکو په کارولو سره خبریالې یو سیاسي شعار ورکړی او پریکړه کړې چې خپل شخصي نظر پر اوریدونکو یا لیدونکو وتپي، ځکه چې ددې ټکو د ثبوت لپاره دغلته کوم داسې انځور یا عیني شاهد چې ددې خبره ثابته کړي، نه دی ښودل شوی. دلته پوښتنه راولاړیږي ، دې څه ولیدل چې رښتیا هم دې سړي ( پولیس) یو ځانمرګی بریدکونکی ددې لپاره کلک نیولی وو چې خیر دی که دی ووژل شي، خو چې خلک او ددغه سړي نور همکاران خوندي پاتې شي. دا له اټکل یا ګومان پرته بل څه نه دي چې خبریالې کړی دی او ګومان یوازې او یوازې د شخصي نظر زیږنده ده چې حقیقت نشو ورته ویلی.
د 'جان خود را قربان کرد' په کارولو سره خبریالې هڅه کړې ده چې له وژل شوي پولیس سره د خپلو اوریدونکو او لیدونکو خواخوږي پیدا کړي او مقابل لوری ظالم وښيي چې داد ژورنالیزم له معیارونو سره سم کار نه دي، ځکه چې بیطرفي پکې له منځه ځي .
ددې راپور منتقدین ښايي نور پسې اخوا لاړ شي او ووايي چې دې پولیس د خلکو دفاع نه کوله او لکه څرنګه چې خبریالې ویلي دي، د خپلو همکارانو او هغو افرادو دفاع کوله چې ده ته يې معاش او تنخوا برابروله . او د همدې معاش په بدل کې دی پر دغه دنده ګومارل شوی وو. د همدې لپاره د ژورنالیزم هره اداره یو ځانګړی مسلکي لارښود لري چې خبریالانو ته يې دا پوهه ورکړي چې یوه خبري کیسه څه ډول خپلو اوریدونکو، یا د ټولنې یو شمیر غړو ته ورسوي.
په هر حال کې باید ددې خبریالې هغه تورونه په زړه وای چې د بیلابیلو سیمه ییزو او نړیوالو ادارو له خوا پر پولیسو لګیدلي دي. دا مهمه نه ده چې هغه تورونه په دې راپور کې یاد شوي وای کنه، مهمه داوه چې لیدونکو یا اوریدونکو ته کره مالومات ورکړل شي.
ان د بشري حقونو د نیویارک میشتې ډلې د نوی راپور له مخې چې له دې پیښې دوه ورځې وړاندې خپور شوی دی، د متحدو ایالاتو په ملاتړ جوړ شوي نوي سیمه ییز پولیس په ورته جرایمو ککړ بلل شوي دي۲. دې حقیقت ته په کتلو سره یو خبریال نشي کولی چې پریکړه وکړي چې یو پولیس خپل ځان د خلکو لپاره قربان کړ.
ځکه چې د پولیسو لیکو ته ځوانان د مالي ستونزو له کبله ورځي ، هلته د بهرنیو هیوادونو په ملاتړ یو منظم معاش ورکول کیږي. همدا دلیل په همدې راپور کې د وژل شوي پولیس د کورنۍ او ماشومانو په ښودلو سره خپله خبریالې په ناخبره توګه وړاندې کړی دی چې له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کوي.
د وژل شوي پولیس د کورنۍ ښودل ښه خبره ده، خو ددې مانا دانه ده چې وژل شوي پولیس رښتیا هم له هیواد او خلکو سره بې کچې مینه لرله، ځکه چې ددې مینې کوم ثبوت نشته دی. خو دا خبره ښه روښانه ده چې هغه پولیس د روزګار بله لار نه درلوده او د پولیسو په لیکو کې يې ځانته کار پیدا کړی وو چې هغه له هیواد او خلکو سره مینه نه بلکې دغه دنده تر ډیره دهغه د ژوند لپاره د وسایلو د برابرولو سرچینه وه.
همداسې د دوم پولیس په اړه، هیڅ داسې شواهد په دې راپور کې نه وو چې د خلکو لپاره يې ځان قربان کړی وي. که تاسو ښه پام وکړئ نو د دوم پولیس پلار وايي چې زوی يې د حکومت لپاره قرباني ورکړه نو حکومت هم باید پام وکړي او د هغه کورنۍ ته مالي ملاتړ ورکړي. خلک او حکومت دوه بیلې سرچینې دي، خو خبریاله بیا هم خپلو لیدونکو ته وايي چې دې پولیس د خلکو په دفاع کې ځان وواژه.
وروسته، بیا د کورنیو چارو د وزیر خبرې، یو مخ دولتي پروپاګنډ دی ، پرته له دې چې د ټلویژون استازې د نړیوال ملاتړ سره سره د حکومت ناغیړي او کمزوري تر پوښتني لاندې راولي ،هڅه کوي چې له حکومت سره مرسته وکړي چې خپل پیغام کټ مټ خپور کړي، او مقابله ډله د ټلویژون لیدونکو او اوریدونکو ته یوه جنایتکاره او ترهګره ډله معرفي کړي ، پداسې حال کې چې د ټلویژون د ارویدونکو یا لیدونکو ترمنځ داسې خلک ښايي وي چې هغوی د مقابل لوري ملاتړ کوي.
د ټلویزون خبریاله په دې کې پاتې راغلي ده چې هغه چاپیریال تشریح یا انځور کړي چې ددغسې بریدونو سبب ګرځي، او هغه حالات تر پوښتني لاندې راولي چې د حکومت وسله والو مخالفینو ته لار برابروي چې دغسې بریدونه وکړي.
د زړونو او ذهنونو جګړه
د رسنیو د پراخ او بې کچې ملاتړ سره سره دولت او نړیواله ټولنه په دې کې پاتې راغلې ده چې د عادي افغانانو زړونه او ذهنونه وګټي. که تاسو عادي خلکو ته غوږ کیږدئ نو ټول خلک له حکومت څخه شکایت لري.
دغه خلک بیلابیل څه لکه په دولتي سیسټم کې پراخ فساد، بي عدالتي، بیثباتي او د جګړې غځیدل د دلایلو په توګه وړاندې کوي او پر جیګپوړو دولتي اشخاصو تور لګوي چې رنګینې ماڼۍ يې په کوردننه او بهر جوړې کړي او د نړیوالو مرستو په برکت يې میلیونو ډالر شتنمني پیدا کړې اوبیايي بهرنیو هیوادونو ته لیږدولې چې له هیواد او خلکو سره خیانت دی۳.
دا هغه څه دي چې د خلکو او حکومت ترمنځ يې سیاسي او اقتصادي فاصله رامنځته کړې ده او له دې حالاتو څخه طالبان او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند پوره پوره ګټه اخلي.
دغه راز، بهرنی یرغل ، د افغانانو تاریخ ، پښتني ( افغاني) ننګ او غیرت، د ناموس او خاورې دفاع، صلیبي جګړه هغه ټکي دي چې طالبان يې پخپلو ویناوو کې کاروي او له دې لارې هڅه کوي چې خلک خپل ملاتړ ته رامات کړي.
د طالبانو حماسي ترانې او په دغو ترانو کې دبهرنیو او کورنیو عسکرو په ضد ویناوې ډیر تنکي ځوانان دېته مجبوري چې د طالبانو ملاتړ وکړي یا لږ تر لږه خواخوږي ورسره وښيي. دغه ترانې مخامخ دعادي اوریدونکو پر مغزونو اغیز کوی او ددوی نظر بدلوي.
په دې لړ کې یو شمیر نړیوالو او کورنیو رسنیو طالبان د ترهګرو په توګه کټ مټ هغسې ونومول څرنګه چې يې دولتي اشخاص نوموي او د هغوی فعالیتونه يې هغسې راپور نکړل لکه د حکومت اود ناټو فعالیتونو ته چې څه ډول پاملرنه کیږي. خو بیا هم وسله وال جنګیالي په دې بریالي شول چې خلکو ته خپل پیغام ورسوي.
طالبانو دخپلې ځانګړې ټرمینالوجۍ او سیمه ییزې ژبې ( پښتو) په کارولو سره وکولی شول چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د زړونو او ذهنونو هغه جګړه چې د رسنیو له لارې يې پیل کړې وه، له ماتې سره مخامخ کړي.
د ملکي افغانانو وژل اوهوايي بمبارونه، د پوځي عملیاتو پر وخت د بهرنیو ځواکونو په مخ مخ کې د افغان پولیسو او پوځ سرښندنې او د شک پر بنسټ د سیمه ییزو خلکو ځورول ، کورونو ته يې اوښتل یا د ښځمنو پلټل( تلاشي کول)، ګونټانامو او داسې نور څه چې له بهرنیو او کورنیو ځواکونو څخه د طالبانو په ضد د جګړې پرمهال کیږی. هغه څه دي چې طالبانو ته يې زښت ډیر مواد برابر کړل چې پخپلو ویناو او ترانو کې يې وکاروي او د بهرنيو او کورنيو پوځونو په ضد عام افغانان ولمسوي.
دا تر ډیره دې پوري اړه لري چې یو څوک کومه ژبه کاروي، د پروپاګنډ ژبه يې کومه ده، ایا پر ځايی خلکو هغه ژبه څه اغیز لري او کنه؟ طالبان چې په سیمه ییزه ژبه غږیږي او خپل پیغام په یوه ژبه وړاندي کوي، په دې پوهیږي چې څومره ګټه يې ور رسولې ده.
پایله
د یوې ډلې نه، د یوې، پروپاګنډ ارومرو اغیز شیندي او په ټولنه کې د خپلو همفکرو شمیر ډیروي. خو پروپاګنډ هغه وخت منفي بڼه غوره کړه چې د شلمې پیړۍ په پیل کې د هټلر په مشرۍ جرمني د مخالفو ځواکونو د ذهني بیثباتۍ لپاره د ژوزف ګوبيلز په مشرۍ د پروپاګنډ وزارت پر کار پیل وکړ او د هټلر د ظلمونو په مقابل کې يې د خلکو د ذهنونو د کنټرول په موخه دروغجنې خبرې خپرولې چې د عادي جرمنیانو ذهنونه د مخالفو ځواکونو له اغیز څخه خوندي کړي .
ګوبيلز د هټلر له نژدې ملګرو څخه یو وو، مخکې له دې چې حکومتي دنده تر لاسه کړي، دخبریال په توګه يې کار کاوو. دی د یو فصیح ویناوال په توګه مشهور وو چې خبرو به يې پر اوریدونکو ډیر ژر اغیز اچاوو ، د همدې لپاره نوموړی د پروپاګنډ د وزیر په توګه وګومارل شو. ده به تل په نژدې راتلونکي کې د بریاوو خبرې کولې او تر پایه يې ماتې نه منله.
په اوسنۍ نړۍ کې هم معاصر حکومتونه او په جګړه کې ښکیلې غاړې ویندویان او د رسنیو کمیسونونه او ریاستونه لري چې نوم يې بدل دی خو دنده يې هماغه د عامه ذهنونو کنټرول دی.
دغه ویندویان او د رسنیو د کمیسونونو مشران تل د خبریالانو کیمرو او مایکونو په وړاندې ( خبري کنفرانسونو کې) راڅرګندیږي او د نوو مالوماتو په خپرولو سره مخالف لوری ګواښوي۴.
ددغوویندویانو دنده دا وي چې څه ډول اصلي مالومات ( حقایق) پټ کړي او له وړاندې چمتو شوي ناسم مالومات د رسنیو غړو ته ورکړي. دوی ته د همدې لپاره معاش ورکول کیږي چې لږ تر لږه د مالوماتو هغه برخه خپره کړي چې ددوی د ادارې په ګټه وي.
کله چې خبریالان دغسې یوې غونډې ته غواړي موخه دا وي چې یوازې هغه څه خپاره شي چې دغه ویندویان یا د رسنیو د کمیسونونو مشران يې په دې غونډه یا خبري کنفرانس کې وايي، او په دې توګه یو شمیر خبریالان په همدې مالوماتو بسنه کوي او د دغو چارواکو غږونه جوړیږي.
د بیلګې په توګه ، ارومرو به مو اوریدلي وي چې کله ناکله سپینه ماڼۍ یا پنټګان اعلان کوي چې د پلانکۍ ډلې یا هیواد د مشر یا ویاند خبرې يې تر څیړنې لاندې نیولي دي او په دې اړه به رسمي نظر لږ وروسته ووايي. دوی دغه وینا یا خبرې د هغو رسنیزوعلمي لارو چارو ( میتډز ) په مټ شني ( تحلیلوي) چې د رسنیزو، سیاسي خبرو او هر ډول لیکلي ، غږیزو او انځوریزو ویناو لپاره پوهانو رامنځته کړي دي، دا بیلا بیل ډولونه لري چې ډیری يې په متن کې د ژبې پر بڼې، د ټکو پر غوراوي او د ټکو د کارونې پر ځایونو تمرکز کوي.
که یو څوک د دغسې یو خبري کنفرانس یا غونډې پر هدف پوه شي یا په دې وپوهیږي چې وینا وال پخپلو خبرو کې څه ویل غواړي، یا د څه ډول ژبې، ټکو په کارولو سره يې څه وویل، یايي د چا په اړه څه ډول ژبه وکاروله، نو دده پر نظر هیڅ اغیز نشي شیندلی ( دده نظر نشي بدلولی) ، او دغه ډول یو خبریال کولی شي چې بې پرې پریکړه وکړي.
ددې لپاره دغه مساله د خبریالانو لپاره مهمه ده چې د پانګوالۍ په اوسنۍ صنعتي نړۍ کې د شخصي سيکټور کنټرول د حکومت په لاس کې دی،ځکه چې شتمن د چاروـــ واګې په لاس کې لري، داسې یو ځواک نشته چې پوښتنه وکړي چې دا شتمني دوی له کومه کړه. خو دغه ډول اشخاص د قدرت د ترلاسه کولو په نتیجه کې شتمني او بیا پر بازار کنټرول پیدا کوي. ساده بیلګه يې ګازګروپ یا دېته ورته کمپنۍ دي چې د افغانستان په لویو ښارونو کې د انحصارونکي رول په هڅه کې دي، د رسنیو په برخه کې هم ورته بیلګې شته دي.
زورواکو پراخې هڅې کړي دي چې د رسنیو ازاد مارکیټ او د وینا ازادي پر پوځي او امنیتي تاوتریخوالي او پر رسنیو د پانګونې له لارې زیانمنه کړي او د خپلو مفکورو لپاره پيریدونکي ( اوریدونکي، لوستونکي او لیدونکي ) پیدا کړي، او په دې توګه د پروپاګنډ لپاره په مارکیټ کې تشه رامنځته کړي.
هسې هم د پروفیسر چامسکي ( ۲۰۱۱) په خبره د رسنیزې ټیکنالوجۍ (اېنټرنیټ، ای فون، ای پډ او نور ) نړیوال اوښتون سیاسي او اقتصادي اشخاصو ته لار برابره کړه چې د پروپاګنډ له لارې واکمني وکړي، لویه تیرویستنه چې هیڅکله په بشري تاریخ کې نه ده پیښه شوې۵. هغه وخت چې د مارکیټ کنټرول د زورواکو لاسته ولویږي او د حقایقو ځای غولونکي مالومات ونیسي ، نو په دغه سیمه یا هیواد کې خلک د پروپاګنډي ټولنې غړي بلل کیږي.
په دغه ډول ټولنه کې خلک فکر کوي چې که اوسني واکمن ــــ اشخاص له واکه لیري شي، بیا نور څوک نشته چې تشه ډکه کړي. دا هغو پراخو سیاسي تبیلغاتو ( پروپاګنډ) ته یو ټولنیز غبرګون دی چې واکمن يې د عامه فکرونو د جذبولو لپاره هره ورځ ترسره کوي، هغه واکمن چې اقتصادي او سیاسي کنټرول يې په لاس کې دی. پروپاګنډه ټولنه د متحدو او انحصارونکو رسنیو مجموعه ده چې د نظر ورته والی لري اوله اغیزمنو اشخاصو سره چې سیاسي کنټرول يې په لاس کې دی مخامخ په اړیکو کې ده.
دغسې یو رسنیز چاپیریال دېته لار برابروي چې پر عامو خلکو ( د رسنیو پر اوریدونکو، لوستونکو او لیدونکو ) د پانګوالۍ په نامه یوه سیاسي او اقتصادي بي عدالتي وتپل شي، ډیموکراسي بیثباته شي، شتمنۍ او قدرت یوازې د یو څو اشخاصو لاسته ولویږي. نو ددې لپاره اړینه ده چې خلک د هرڅه په اړه پوښتنې ولري او تر اغیز لاندې رانشي، حقایق پخپل ښار، کلي او چاپیریال کې ولټوي.
پای.
نوټ
1. Tolo, T V. (2011), policemen (online) available -http://www.youtube.com/watch?v=tvQ6ib8tF4Y&feature=share (Accessed: 17.09.2011).
2. PAN. (2011), Local police guilty of gross abuses: HRW (online), available, -http://www.pajhwok.com/en/2011/09/12/local-police-guilty-gross-abuses-hrw ( Accessed: 13.09.2011)
3. Peter. (2011), Corruption and the Afghan Police Go Hand In Hand (online), available -http://www.aussieviewsnews.com/2011/08/15/corrupt-afghan-police/(18.09.2011).---- or this link -http://www.guardian.co.uk/world/2011/jun/16/kabul-bank-afghanistan-financial-scandal
4. Habibzai, H. (2011), Libya: The propaganda war (online), available, -http://www.veteranstoday.com/2011/07/25/libya-the-propaganda-war/ (Accessed: 17.09.2011).
5. Chomsky, N. (2011), Propaganda and the control of the public mind, lecture (June, 2011), Harvard trade union, Massachusetts.