دخپریدو نیټه : 2011-09-19 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ملا ښايسته
مصطفی صفا
طنز
له مدير تور ګل نه د ښوونځي د ټولو ښوونکو او زده کوونکو سترګه کيده ، تندی به يې ترېو نيولی ؤ او اوږد ډانګ به يې ورسره ګرځاوه، کله به چې په قار شو، پوچ او پر چاو به يې غږول، د ښوونځي په اداره کې به اکثره وخت د ده دناندريو غږ لګيده ، په ښوونځي کې داسې زده کوونکی نه ؤ، چې د ده له لاسه به يې وهل، ډبول نه وو خوړلي، کله به چې يوه زده کوونکي هم څه بېراني وکړه، ده به د ټولګي ټول زده کوونکي ورسره وهل.
...... مخامخ هر څوک بلا ته ترورۍ وايي، دی يې هم مخامخ مدير صاحب باله، مګر پسي شا به ټولو د ده د کوتکماريو له وجې مدير مورچک باله، ده چندان جالبه اوخطرناکه څېره هم نه درلوده.،ټيټکی سړی ؤ،دايم به يې خپله سپينه خولۍ په دا وچ تندي داسې ايښې وه،تا به سکه وې چې ددنيا ټول کبر دده ککرۍ ته راټول شوی دی،تېزه ګرځېدا يې عادت وه،په يوه پونده به يې ټول ښوونځي راوکاته، مديرچې څنګه له پښو چابک ؤ، همداسې په خبروکې هم له چا کم نه ؤ.کله به چې لږ زيات وغږېده، د خولې په دواړو وښکيو کې به يې ځګ ودرېد، او چې خبرې به يې ختمې شوې، د عادت له مخې به يې له جيبه دسمال راوايست ، په خوله به يې راتېرکړ او بېرته به يې به جيب ومانډه، دا يې لا څه کوې، تردې نه هم بدتر شو،هغه داسې وو چې په هغه وختو کې د ښوونځيوتکړه ښوونکو په نورو ځايو لوړو معاشونو سره دندې پيداکړې، چې دا وار په موږ هم راغی، ډير ښوونکي له لاسه ووتل، ها د چاخبره مديرمورچک د غم لايق يې په سپېره ډاګ پرېښود.
مديرخوارکي آخوا دې خوا ډېرې منډې وکړې، خوسم ښوونکي په لاس ورنه غلل،اخيرمجبورشو د کليو له جوماتونوڅخه يې څوملايان د تلليو ښوونکوپه ځای راوستل،په دې ملايانوکې يو ملاښايسته نومېدو، نه پوهېږم چې اصلي نوم به يې څه وو، خو دا نوم له ده سره ډير ښه لګيدلی ؤ، خدای خو شته همداسې کاکه ځوان ؤ، چې ليدا به دې، دواړې سترګې به يې په رنجوداسې په خوند تورې کړې وې، چې د غوږوپه خوا به يې هم يوه ليکه ورکړې وه، ښايي آ لکۍ دارې سترګې همدا ډول وي.
ملا ښايسته چې څنګه ښوونځي ته راوستل شو، د اووم او آتم ټولګيو د ديني مضامينو سربيره يې په دواړو ټولګيو کې د فزيک مضمون هم ور په غاړه کړ ـ په ديني مضامينو کې يوه اندازه ښه ؤ، مګر وار د فزيک راغی، په هغو خو هسې هم د ده ارواګۍ نه وه شکه، نو زده کونکو ته يې ددې مضمون پر ځای د پنج کتاب ځينې بيتونه پيل کړل ، د پنج کتاب د ورښودلو طريقه يې څه بل شان وه، هغه به يې په يو ډول سندريزو زمزمو سره وايه، د لوستلو پرمهال به يې سترګې پرې پټې کړې او داسې به ورسره زنګيدا،لکه ګردان چې کوي، خو اخېر تر دې پورې راورسېد، چې د زده کوونکو سره به يې عامې خبرې هم په زمزمو کې کولې، د ده دې بابولالو زده کوونکي تر سپږمو راوستل، څنګه به يې چې ملا ښايسته وليد، چې ټولګي ته را روان دی، نو سملاسي به يې د ټولګي تر کړکيو ځينې ټوب کړل او چې څوک به ورته پاتې شول، نو د سات ترپايه به ورته ويده شول، څو ورځې په همداسې ګړ او بړ کې تيرې شوې، بله ورځ چې مدير خبر شو، په ملا ښايسته پسې ټولګي ته راغی او په ملا يې ور پړچ وهل، سپکې سپورې يې ورته وکړې ـ خو د مدير په ټولو خبرو کې يوه خبر په ملا لکه د تور ټوپک ګولۍ داسې بده ولګېده ، هغه داچې مدير ورته وويل: سبا د ټولو ښوونکو لپاره يو يو ټېم نباتي غوړي د ولايت د پوهنې د رياست لخوا راوړل کيږي! مګر ته دې غوږونه ښه خلاص کړه، چې تا به ترې محروم کړم.
سباچې غوړي راورسيدل مدير له ملا ښايسته پرته په نورو ټولو ښوونکو يو يوټېم غوړي وويشل ـ د ملا ښايسته چې آن پرونی زړه ډک ؤ. راغی او نورو ښوونکو سره يې پرې شوراو تور جوړ کړ، هغود ملا د غلي کولو لباره مدير راوغوښت – ملا ښايسته که په جوماتو کې هر څومره خوږې او ترخې ليدلې وې، مګر د مدير مورچک په ژرنده يې اوړه نه وو کړي ، ډيرې زارې يې مدير ته وکړې، خو مدير يې له خپل خره را کوز نه کړ.
ملا چې په مدير بله نه کړه ، پاڅېد، څادر يې په اوږه واچاوه، خوله يې وړينګه ونيوله او په غريونيولي غږ يې وويل – مديره ! دلته خو مې زور نه درباندې رسي، زه له تا څخه همدغه ټېم غوړي په آخيرت کې غواړم!
په آخيرت کې خو به راته ټينګ شې!