پښو پښو ارمان کاږۍ غالۍ ده
څوک وايي داوطن نه دی خپلواک
مشران یې تلای سی تشناب ته په خپل واک
هر کال د خپلواکی ورځ په ویاړ لمانځل کیږي
هر چیري ولاړ دي د سولې ټانکونه زغمناک
کله راغلي وسله وال چې ووژني افغانان دلته
هغوی یوازې وژني القاعده عرب خطر ناک
***
کوږپالانو دناتو راتګ ته چکچکي کولې
ویل راسئ پر افغانستان برید وکړی همتناک
یوه نارې وهلې لوی لوی غورځوه بمونه
په دې نارو يې تش کړه خپل تور زړه کینه ناک
دبهرنیو ، کورنیو هغه مهال ښویو وزیرانو
د وژولو قواله ورکړه په خپل سر ادبناک
ول ویجاړوئ، وړئ، وژنئ اوخپله کوئ
په دې ناپرسانه ښار کې لرئ تاسو دهرسر واک
پردو چې داد ګیدړې قواله کړه تر لاسه
له شپږې لپاره یې پوستین ته اور واچوی پاک
***
پردي لکه شرمښان ګډ سوله په رمه
کوږو پالانو ورته چکچکي کولې بیباک
ول وژنئ لونګۍ داره او پټو والا پښتون
همدا د دې وطن دوښمنان دي وام ناک
ایله او ښویان د مقاومت سوه اتلان
په دولت يي ګېډه واچوله توغمه ناک
ایله سقاویانو هر ورځ د هغو لاسونه مچول
د پردو سول دا بزرګان ،کاغذي دستپاک
موږک یې راتناوکړی راوست له ځنګله
هغه خپل بریتونه وخرېیل سو زغمناک
جوپه مشر سو ددې ایله او ښویو ګیدړانو
هغه مخ ته ګیدړان ورپسې ځي چاک چاک
هغو خپله پکه لور دپښتون له زویه ښه ګڼله
هغو ته ورکړ سوددولت ټوله ادارې واک
له دولته يې جوړه کړه د مداری کړۍ
مداری توله وهی ګنډکپویې اچولی تاړاک
ددوی ناروغه سیاست .کږو وږو خبرو
له قومی تورو اینکو لیدو دا وطن کړ بلواک
***
له پردو وپوښتل سوه ولي دهاله وتي یاست؟!
هغو ددامان هوسۍ کړه د ګیدړې د قوالې واک
نظری څوک به و لري په دنیا کې داسې آزادي
له پاچا نیولې ټوله خپل وراني ته وهی تپاک
موږ هم لکه ټوله خپلي دې ازادي ته خاندو
افغانستان خپل ولس ته لاسوی دی خطرناک
***
زموږ برزګان وايي ګناه زموږ نه ده د ډالرو ده
لکه باران اوری او دې لکه سریښ چسپناک
برزګان ورته ځان تینګولی نسی لکه هجړاګان
بی اختیاره ډهل ته خپل څه اوڅه ښوروی بېواک
اوس له ټولي دنیا ورکه سوې ده لاره او روده
چې څنګه ځان وژغوری د دې برزګانو کاواک
کنايي او وییونه:
خپله پکه لور د بل د زوی ښه ګڼل(خپل بد شی ښه ګڼل)،ښوی سړی( غوړه مال)،د هاله وتل( مست شوی)،پالان يي کوږ دی ( ایمان یی خلل لری،خبره د دامان هوسی کیدل( رسوا)، تپاک ( بی قراری)
توغمه ناک ( غصه). وام ناک ( خطرناک)،زغمناک( حوصله)،کاواک ( بی مغز)