مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-11-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سیاسیتمداره ادې

محمودنظری

طنز


په لندن کې  وه یوه بوډۍ  زړه مالداره
دد یموکراسي له برکته سوه امیندوار
زوی یې پیداسو ، و  زري کاکداره
تلویزیون یې خبر خپورکړ وار د واره
لمیسان او دوستان يې راغله  په بیړه
ددې معجزی  لیدوته له هر ګوټه  له واره
 هغوی  د ماشوم لیدوته  وه ډیره خوشاله
 ادې د ماشوم د لیدو خبره تیروله  هر واره
 له ډیره انتظاره ستړي سوله میلمانه
ادې ګویا وه  هغو ته     خواره واره
هغوی لرله د ماشوم د لیدو تلوسه
ادې ختا ایستل هغوی  سل واره
میلمانه  ټوله خپه  او سول ولاړ
لوڅي پښې ووتله بهر ته  مرورواره
انا ورته ویل مه خپه کیږئ لمسیانو !
زه تاسو ته یوه خبره کومه  سمه اواره
ورک دی له ما  ځای د پرې ایستلود هغه
زه هم منتظر ه یمه د هغه اینګا ته بې واره
لږصبر وکړئ    دهغه د ویښیدو وخت دی
په اینګا په یې  ځای پيداسي له واره
***
موږ  هم په پېټه سوې زړه ادې مرداره
دد یموکراسی له برکته سوې امینداوره
هر کنډوکپر ځان ویني  دلته  حقداره
هر کوڼ ا و ړوند سوی  چور ته بې واره
هر کاشواز دلته سوی باشي کلانکاره
 دې دیموکراسی هر  پړ ته  ورکړی وخت د واره
نه یې تحصیل ته کاته سي نه یې عمر ته
نه داچي بار څومره وړی لږ یا ډیر تر خرواره
چې بریالي سي  وعدې سي  هیري میري
ماغزه یې تالاترغا کړی  خواره واره
 چې یې پښه وی لا د ګور پر غاړه
 خیانت کوي ملت ته دورځي زر واره
 د دنیا حرص اخیرت ترې هیر  کړی
نه ویریږي د انکر او منکر   دګرزله واره

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery