دخپریدو نیټه : 2011-11-24 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ســرلوړي ( طـنز )
سید فخـرالدین هاشمي
په کارته نوکې د ټرافیکي بېروبار له وجې دسهارپه نهـو بجو خپل دفتر ته ورسېدم ، د دفترملګرومې دخوشالۍ یوشورجوړکړی و، ټول تلویزیون ته ځېروو، په تلویزیون کې یې د اولسي جرګې هغه غونډه چې په ښارکې د ګاز او تېلو دقېمـتۍ په وجه یې دسوداګرۍ ، مالیې او اقتصاد وزیران د پوښتنوله پاره خپل سرګردانه دربارته رابللي وو ښکاروله . خدای شته په زړه کې مې راتېرشول چې پارلمان زنده باد ، هسې خلک شکایت کوي چې پارلمان د هېوادوالو له ستونزو بې خبره دی. ملګري ته مې وویل :
ــ وزیران خو ښه وارخطا ښکاري .
ملګری مې ترما زیات په زړه سوری و، یوسوړاسوېلی یې ویوست ، بیایې وویل :
ــ مه یې کوه چې بڼکې یې درته وشکوي ، ډېربې غمه پراته دي .
لومړی وزیرانو غونډې ته داسې ځانونه سپيـن کړل چې ما له ځان سره وویل ، رښتیا خو وایې که دثورغمـیزه نه وایې پـېښه شوې ولې به نن ګاز دومره ګرانېده .
وزیرانودکرکټ سمې چکې وهلې ، ځینې وکیل صاحبانولاسونه پړقول او وزیر صیب ته یې تربڼو لاندې داد ورکاوو. وروسته د پوښتنو وار راورسېد، په یوار ټولو وکیلانو خپل سره اوشنه کارتونه هواته پورته کړل ، په تالارکې شور شو ، ریس صیب ..... زه نظرلرم ......ماته وار راکړه ....جناب ریس صیب .... وقت بتی که تبصره کوتا دارم ..... ببخشین یک سوال دارم ...... چراوقت نمیتی ....... ریس صیب ، و ریس صیب ماته وخت راکه زه وکیل نه درته ښکارم که څنګه ؟ .....ریس صاحب وقت بتی که نمایندگی مردم کنم .....
..... ریس صیب نوبت بتی .... اخرنماینده مردم هسـتیم ......
هیچا هم دریس غـږ نه اورېده ، ریس صیب په لاسپيکرکې نارې وهلې :
......برادرا.....صبرداشته باشید ..... وکیل صاحب ... و وکیل صاحب گپ مرا گوش کو.... به همـه تان وقت میرسه ...... قطع کو مایک شه ، قطع کو....اصول داخلی رانمی فهمه ...... وکیل صاحب ، و...... وکیل صاحب ....
د شورا منشي غریب بیا نارې وهلې :
..... خبره.....خبره واورﺉ ..... دغه لست وینۍ .......په نوبت ....په نوبت ...وکیل صیب ...تاته راځم .... تاته راځم ..... زما خبره واورﺉ ......وکیل صیب .....
وزیرانو یوبل ته وکتل او دمېز لاندې یې یو دبل لاسونه په خوشالۍ سره ټینګ کړل .
وکیلانو داځل دشورا به داخلي اصولو بحث پیل کړ ...... چیزی که دراصول داخلی است ..... قانون باید پلی شي ...... بیشی درجایت ازقانون گپ میزنی ....... کدام ......
له ډېرو لانجو وروسته یوه وکیل صیب ته دخبرو وار ورکړل شو، له بسم الله ویلو وروسته یې وویل :
ـــ زه یو نظر لرم ، موږ باید حق ته حق ووایو ، خارجیانو د زړه له کومې زموږ هېواد ته کار ونه کړ، وزیران څه وکړي ، کوردې ودان وي ، په داسې وخت کې څوک وزارت ته زړه ښه کوي .
یوبل وکیل صیب پرته له خپل نوبته دخبرو وار ونیو.
ــــ درولایت ما میدان هوای نیست ، مردم ازما کار میخوایه ، چی جواب بتیم ، تـــر والله
ما حق زنده ماندن را نداریم ،........
په دې کې بیا شورشو .
...... ریس صیب ! ..... موږ والله که د څښاک غـړپ اوبه لرو ......او دی ......میدان ....
......وکیل صیب .....وکیل صیب ......ریس صیب ......ریس صیب ......منشی صیب......وکیل صیب ......وکیل صیب ...
ریس د غـونډې د اختتام اعلان وکړ، په دې وخت کې ماته له کورڅخه زنګ راغی ،ویل یې چې په ډبه کې ګاز نشته ، کورته کله راځې؟ ما لاموبایل نه وه بند کړی چې وزیرصاحبان د چکچکو په بدرګه له تالار څخه سر لوړي ووتل .