زه روان د جنګ ډګر ته ، زه به جنګېږم په میدان کې .په دې جګړه کې به پېغله ملالۍ د هیواد ویاړلې جنډه د جګړې په ډګر کې نه رپوي ، بلکې موږ به جنګېږو او د شهېدې ملالۍ خوېندې به راته په چوکیو تاستې وي او دا ویاړمن توغ به رپوي . لویه جګړه به وي روانه ، خو نه به پکې هیواد وېجاړېږي ، نه به مېرمنې کونډې کېږي ، نه به کوچنیان یتیمان کیږي او نه به میندې بورې کیږي
نو داسې جګړې لره روان یم ، خو دعا راته کوه مورې . زما په لاس کې به لرګی وي ، نه دا هغه لرګی نه دی چې پرې ښځې به یې وهلې او بې کناه لارویان هم . په دې لرګي به زه پنډوسکی داسې کلک وهم مورې چې له ډګر څخه به بهر پرې اوځي او زما له ډب ورکولو وروسته به د ژړا چغې نه بلکې د خوښیو چغې او چکچکې به وي . نو دعا راته کوه مورې .
مورې ! دا زما په لاس کې چې وينې دا لاسي بم نه دی چې زه به یې کوم کور ته د ښادۍ په وخت کې ور اچوم او ښادي به ماتم بدلوم ، دا دکرېکټ توپ دی چې زه به پرې د سیالې ډلې وېکټې داسې الوځوم چې د ټک سره به یې خلک ژوندی دې وي افغانستان چغې وهي . مورې ! زه هغه زلمی نه یم چې د ټوپک نښه یې خپل افغان ورور ، او نیت یې د ګران هیواد بربادي وي . زما نښه خو د سیالې ډلې وېکټې دي وېکټې او نیت مې د هیواد پرمختګ ، د تور ، سور او زرغون توغ رپول دي په نړۍ کې . نو مورې ! دعا راته کوه دعا . ،
لاس اینجلېس