ماښام مهال کور ته ننوتم. چې ګورم مور مې بیچاره سخته زیاته ستړې او ستومانه ښکاري . په ژړغوني غږ لګیا ده چې اوبه نشته. زما یو ورور چې تر ما یو دوه کاله مشر دی، هسې ولاړ دی. موږ سره بلپسې یو او هر وخت سره په جګړه یو. زه مې ورورته په غوسه شوم، چې بې غیرته نه وینې چې مور څومره ستړې او ستومانه ده؟ په دې وخت کې یوه پردي خبرو ته راودانګل او موږ د واړه ورونه یی سره په جنګ اخته کړو. زه چې سخت ورته په غوسه وم ښه د زړه نه مې ورباندې ګوزار کاوه، او هغه هم سرپه ونکړه. لږ ورسته چې ګورم دواړه په وینو ککړ یو. مور مې ډېره خپه شوه. دومره خپه، زړه ماتې او پرهرژلې شوه چې د ویلو لپاره يې راسره لغات نشته. د مور حالات مې چې وکتل ،زه هم له زړه نه خپه شوم. زړه مې ژړل او ما غوښتل چې په چیغو چیغو وژاړم. زړه مې غوښتل چې نارې او واوېلا وکړم چې ولې ما خپله مور دومره وځوروله. ډېر مې زړ ه وغوښتل چې مور کلکه په غیږه کې ونیسم، ښکل يې کړم او اوښکې یې پاکې کړم. همدغه مهال مې د یوه ملګري زنګ راغی او له خوبه راویښ شوم.
سره له دې چې پورتنۍ پیښه ریښتیانۍ نه ده. او نه هم زه او زما ورور اوس هغومره واړه یو چې داسې جګړې وکړو. خو نه پوهیږم ولې اوس هم خپه یم. د مور هغه ماڼیجنه څېره اوس هم زما په ذهن و زړه کې ده.
او نه پوهیږم ولې مې داسې یوه پوښتنه زړه ته بیا بیا راځي :
که خپله کورنۍ غټه کړو، چې افغانستان شي. مور هم له خپل هېواد سره تشبیه کړو، چې دواړه په ریښتیا هم د یو بل غوندې دي. نو بیا آیا دا زما خوب له اوسنیو حالاتو سره سمون نه خوري؟ آخر ولې موږ د خپل هېواد، چې لکه مور هسې دی،خیال نه ساتو؟ ولې دا وروروژنه، نه بس کوو؟ ولې د پردیو په لمسون یو بل وژنو او خپله مور ژړوو. آخر دغه ټاټوبی خو هم زموږ د مور غوندې دی!
افغانستان-هرات