دخپریدو نیټه : 2012-01-02 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
تور زیړی (هیپاتیت بي)
ډاکټر جاوید حبیبي
تور زیړی یوه میکروبي ناروغي ده چې د یو ډول وایروس په نتیجه کې چې هیپاتیت بي نومیږي منځ ته راځي. دا وایروس د انسان په ینه یا جګر کې د التهاب سبب ګرځي چې دې د ینې یا جګر دې ډول التهاب ته په طبي اصطلاح کې هیپتایتیس واېې. په ټوله نړی کې د ۲ بلیونه څخه ډیر کسان په دې ناروغۍ اخته دي په اکثر خلکو کې دا ناروغي د یوه لنډ وخت لپاره پیدا کیږي چې له تداوی وروسته ترې په بشپړه توګه شفا پیدا کوي چې دا ډول ېې د حاد تور زیړي په نامه یادیږي. د تداوی او جدي پاملرنې په صورت کې، په دې ډول تور زیړي کې ینې یا جګر ته کوم زیان نه رسیږي.
ځینې وخت داسې هم پیښیږي چې یو شخص د تور زیړي په ناروغۍ اخته وي ولې پر ځان پوه نه وي، ځکه چې په دې حالت کې په ناروغ کې د تور زیړي هیڅ ډول اعراض او علایم نه ښکاري خو په دې حالت کې کولای شي چې نورو روغو کسانو ته د تور زیړي میکروب انتقال او هغوی د تور زیړي په ناروغۍ اخته کړي.
ځینې وخت دا ناروغي د اوږدمهال لپاره د انسان په وجود کې موجوده وي چې دا ډول ېې د مزمن تور زیړي په نامه یادیږي. مزمن تور زیړی د ینې یا جګر د سرطان او خرابوالی سبب هم ګرځي. د مزمن تور زیړي پیښې په ماشومانو کې ډیرې لیدل کیږي.
د تور زیړي د انتقال لارې
تور زیړی له ناروغ نه سالم شخص ته د وینې او د بدن د مایعاتو د تماس له کبله انتقالیږي. په لاندې حالتونو کې د تور زیړي میکروب له ناروغ او پر میکروب ککړ شخص نه روغ شخص ته انتقالیږي:
• د ناروغ شخص سره جنسي اړیکې درلودل،
• د ناروغ شخص سره د پیچکارۍ د ستنو شریکول،
• په میکروب ککړو سامانونو باندې پر وجود د خالونو لګول،
• له ناروغ سره د شخصي وسایلو لکه د ږیرې پاکې یا چاړې، د غاښونو برس یا مسواک شریکول.
په تور زیړي د اخته مور څخه د زیږوند په وخت کې نوي زیږیدلي ماشوم ته هم د تور زیړی میکروب انتقالیدلای شي. کچیرې کومه امیندواره مور د تور زیړي د میکروب په لرلو مشکوکه وي، ښاېې د تور زیړي لابراتواری معاینات ترسره کړي. کچیرې ثابته شوه چې مور د تور زیړي میکروب لري، نوي زیږیدل شوي ماشوم ته باید د وقاېې به موخه د تور زیړي واکسین تطبیق شي.
تور زیړی هیڅکله هم په غیږ کې دنیولو، ښکلولو، پرنجیدلو، ټوخي، ماشوم ته د شیدو ورکولو او شریک خوراک او څښاک له لارې نه انتقالیږي.
د تور زیړي نښې نښانې:
په تور زیړي ډیری اخته کسان نه پوهیږي چې دوی د تور زیړې په ناروغی اخته دي، ځکه چې په دوی کې د تور زیړي نښې نښانې نه ښکاري. د تور زیړي نښې نښانې په لاندې ډول دي:
• ناروغ د سټرتیا او خستګی احساس کوي،
• ملایمه تبه موجوده وي،
• ناروغ له سردردی شکایت کوي،
• ناروغ د معدې له تکلیف شکایت کوي،
• د زړه بدوالي او استفراق موجودیت،
• بی اشتهايي،
• د نس درد،
• اسهال او کله هم قبضیت،
• د عضلاتو او مفاصلو درد،
• پر پوستکي د نونکیو پیدا کیدل،
• د سترګو او پوستګي زیړیدل یعنې د زیړي پیدا کیدل. په تور زیړي کې زیړی معمولا د نورو نښو نښانو په پای کې ځان ښکاره کوي.
په ډیری هغه کسانو کې چې د تور زیړي په مزمنه ناروغي اخته وي، د تور زیړې نښې نښانې نه ښکاري.
د تور زیړي تشخیص:
د دې لپاره چې پوه شو چې آیا د تور زیړي په ناروغي اخته یو او که نه او آیا په وجود کې مو د تور زیړي میکروب شتون لري او که نه، باید د وینې معاینات ترسره کړو. د وینې د معاینې په وسیله په ډیره ساده توګه د دې ناورغۍ تشخیص کیدای شي.
د تور زیړي په مزمنه ناورغی کې چې په کې د ینې یا جګر د خرابیدو احتمال ډیر موجود وي، کیدالی شي د یوې ستنې پواسطه د ینې یا جګر یوه نمونه د ډاکټر پواسطه واخیستل شې چې ورته په طبي اصطلاح کې د ینې بایوپسي واېې. د دې نمونې په څیړنې د ینې یا جګر د خرابوالي کچه معلومیدالی شي.
د تور زیړي تداوي:
د تور زیړي له تشخیص وروسته ناروغ باید له یوه متخصص ډاکټر سره په تماس کې شي. لکه څرنګه چې مخکې وویل شول، د تور زیړي ډیری پیښې پرته له تداوی له منځه ځي. د تور زیړي د نښو نښانو د له منځه تللو لپاره استراحت، صحي خوراک، د ډیرو اوبو ځښل او بې ځایه داروګانو له کارولو ډډه کول ډیر اړین دي.
کچیرې د تور زیړي پیښې په سمه توګه او پروخت تشخیص او تداوي نشي، کیدالای شي د جګر د سرطان او یا د جګر د مکمل تخریب سبب شي او ینه یا جګر خپله دنده له لاسه وکړي، چې په دې حالت کې مریض دې ته اړ دی چې د ینې یا جګر د بدلولو د جراحی عملیات ترسره کړي، چې اوسمهال دا عملیات په افغانستان کې امکان نه لري او په بهرنیو ملکونو کې هم له اقتصادي پلوه ډیر ګران تمامیږي نو ښه خبره داده چې د هرې مشکوکې اړونده نښې نښانې د پیداکیدولو په صورت کې د وینې معاینات ترسره او له یوه متخصص ډاکټر سره په تماس کې شو تر څو د ناوړه او بیرته نه ګرځیدنکي حالت مخنیوی وکړو.
وقایه یا مخنیوی:
د تور زیړي د مخنیوي لپاره تر ټولو غوره لار د تور زیړي د واکسین اخیستل دي. دا واکسین ۳ ځله په منظمو وقفو (صفر، یوه میاشت، شپږ میاشتې) کې اخیستل کیږي. د ناروغۍ د ښې وقاېې یا مخنیوي لپاره باید له خطر سره مخ ټول لویان، ځوانان او ماشومان د تور زیړي واکسین واخلي.
د ناروغۍ د انتقال د مخنیوي لپاره باید لاندې تدابیر په جدي توګه په پام کې ونیول شي:
• د جنسي اړیکې په وخت کې د کاندوم څخه استفاده کول،
• د یوه شخص څخه بل شخص ته د وینې د انتقال په وخت کې باید پوره پاملرنه وشي او مخکې له تطبیق وینه معاینه شي چې د تور زیړي په میکروب ککړه نه وي،
• د پیچکاری د ستنو له شریک کارولو څخه ډډه کول،
• د وینې سره د تماس په وخت کې د پلاستیکي یا لاټکس دستکشونو څخه استفاده کول،
• د غاښونو د برس یا مسواک او د ږیرې د پاکي یا چاړې شریک کارول.