مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-01-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

منیستان

محمود نظری


طنز

دلته هر سړی دی  پوره  یومن
زه من  ته من هغه  هم  دی من
ټول منان دی سیاستمداران
واړه د سیاست دی شوقمن
 چي خبره له خولې سر راباسي
 درته راچپه کوی چرچیل او ترومن
په سیاست کې لینګته اچوي هیتلر ته
اسمان ګزوي   په سترګوهر پمن
په دین کې یې مولویان شاګردان دی
په عمل کې دي تر ټولو بدلمن
ددین ښه  روان واعظان دی
 په فساد تر ټول  دی خوښمن
په فساد کې ددنیا اول لمبر دی
 بیا هم په لاری رهی وی خیالمن
ټول د خبرو پهلوانان دی
په عمل خپله دی  شکمن
د جهاد په خبرو کې زمریان دی
په نورو ساتي خپل  مور دوطن
دا وطن به  تر هغه جوړ نسي
 چې خلک يي کم نسي تر من
 دا خلک دی خدای  روغ کړی
سکټ لیونی دی دپردو دی ګېله من
کله به سي  سوله دلته  ډاډمنه
 چې چکه چور برزګان  نه غواړي امن
خدای دی داچور لیوني کړي روغ
چي پيدا نسي  په وطن کې یو من

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery