دخپریدو نیټه : 2005-12-17 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ترهګر خر ( طنز )
ځلمي مشال
ځلمي مشال
انسانان كم وو چي اوس خرو هم ترهګري ته لاس واچاوه، خبر راغلي چي د بدخشان په ولايت كي يو خر ترهګر د يوځانمرګي بريد په ترڅ كي د جي ټي زيډ يو موټر الوزولي، يو شمير كسان ټپيان شوي او د يو شمير دولتي ودانيو شيشي ماتي شويدي، د يوخر ترهګر لپاره يوه لويه لاسته راوړنه ده.
خبري سرچينولا تصديق كړي نده چي ترهګر خر كورني خر وو كه بهرني او نه لا دا مالومه ده چي خر د القاعده رسمي غړيتوب درلود كه يواځي په رضا كارانو كي شامل وو، نه يواځي خبري سرچيني بلكي د هيواد ټول امنيتي ارګانونه هم پدي ندي بريالي شوي چي تراوسه د خر اصل ونسب، اوسني يا پخواني ادرس د تليفون كومه شميره اويا هم سياسي تړاو مالوم كړي، مالوميږي چي خر د خپل ټولي خرګري سره سره په ترهګري كي له پوره هوښيار توب نه كار اخستي او په دي بريالي شوي چي د ځانمرګي بريد نه وروسته هم خپل هويت پټ وساتي. دا خر په ترهګري كي تر ټولو هغو ترهګرو هوښيار وښوت چي تر ځانمرګي بريدونو وروسته يا يي ككري روغه پاتي وي او پري وپيژندل شي او يايي هم د جيب له كومي څنډي د اسلام آباد او يا پيښور كوم ادرس يا كومه د تليفون شميره لاس ته راشي، خپله هم رسوا شي او د نورو د رسوايي لامل هم شي.
البته خروته يو شمير ډير سخت بد بين كسان چي په هيڅ توګه د خرو په عقلمندي يي باورنه راځي، هغوي پدي خبر هم باورنكوي، او وايي چي دا خر د خپل ډير خرتوب له امله د كوم ترهګر د شيطاني ذهن نه قرباني شوي، او هغه په دي توګه چي ترهګر دخپل ځان پرځاي د خر د سادګي نه په ګټي اخستني خر په منفجره موادو بار كړي او د ښار خوا ته يي ليږلي، خر د خپل خرتوب له مخي څه پوهيده چي څه پري بار دي، غنم او كه باروت. د خرهمدي خرتوب د جي ټي زيډ دموټر او ديوي وداني د شيشو په خوا كي د خرژوند هم واخيست او د نورو خرو د بدنامي سبب هم شو. تراوسه خره په دي خوشحاله وو چي ترهګر يواځي انسانانوكي دي خو دادي اوس خره هم دخپل خرتوب له مخي په ترهګري تورن شول.
كه د خرو د عقلمندي په هكله د بد بينو كسانودا تيوري ومنوچي پورته ياد شوي خر ترهګر نه وو بلكي د خپل خرتوب قرباني شوي نو حكومت او امنيتي مقاماتو ته به ډيري ستونزي جوړي كړي. كه امنتي مقامات زما مشوره مني نو امر دي وكړي تردي وروسته كه خر په كومه ښاري سيمه كي وليدل شو، ليدلو سره سم دي ووژل شي، خو كيداي شي د حيواناتو د حقوقو انجمنونه دي كار سره مخالفت وكړي او ووايي خره خو څه انسانان ندي چي بايد په دومره بي رحمي د وژلو اجازه يي وركړل شي. نو يواځيني چاره چي پاتي كيږي هغه داده چي تردي وروسته هرڅوك چي غواړي خر وساتي نو بايد دخر دساتلو او چلولو لايسنس ترلاسه كړي، پرته لدي بايد ټول خره راجستر شي او هرخر يو نمبرپليټ ولري چي يو يي دمخه په غړي كي ځوړند وي اوبل يي شاته ترلكي ځوړند وي. نو بيا كه كوم خر ترهګر شي، اوپخپله غواړي ځان والوزوي او يا هم دخپل خرتوب له مخي خاونديي والوزوي نو مالوميږي به چي دا خر كوم خر وو؟