مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-03-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

که خدای کول وزیر به شم

حبیب الله بختیال

طنز
 د سرپرست په توګه د وزارت په نرمه او ګرمه څوکۍ پاتیدې کیدل نو زما له شان او شوکت سره نه ښاییده او دا مې سم په خپل مخ د کاڼي ګوزار باله، چې چا به راته د سرپرست صیب وویل او وزیر صیب به یې نه راته ویل تر دې چې په کور کې مې هم د هماغه پخوا په څیر د وزیر صیب وزیر صیب نوم اوریدو او میرمنې خو مې بیا د جناب کلمه هم ورسره یو ځای کوله، چې ددې دا اخلاص به مې تر مرګه هم هیر نه شي، خو خبره د پارلمان د وکیلانو کوه، چې په هیڅ موضوع به داسې در ته شنه او سره شي، لکه مچۍ، چې قهریدلې وې او، چې کله یې کار درپسې بند شي، نو بیا به په ټلیفون د پیغور په ډول سرپرست صیب هم درته وایي. ریښتیا یې ویلي دي، چې ښه مه کوه بد نشته . ارمان زما هغه مرستې، چې همدې وکیلانو ته مې ددوی د ټاکنیزو سیالیو په وخت کړې وې خو دوی اوس دادی هغه او دغه کوي او وایي، چې د کال ۴۰ سلنه بودیجه خو پر ځای پریږده، چې۱۵ سلنه دې هم نه ده لګولې، خو دوی په دې نه پوهیږي، چې ما د ولس د پرمختګ او هغوی ته د ښې راتلونکي په خاطر له ډير احتیاطه کار اخیستی او د ډیرو پیسو له لګولو مې ډډه کړې. خو داسې هم نه ده، چې یو مخ مې له کنجوسۍ کار اخیستی دا دی پر دې سربیره، چې مې خپل ځان ته د هیواد په پلازمېنه او دریو نورو ښارونو کې ښایستوکي کورونه د اروپا او امریکا په نقشو جوړ کړي د خپلو نږدې خپلوانو او ګاونډیانو مې هم غم خوړلی او دا لړۍ مې هان تر خپل ولایته غځولې ده ، څنګه یې کوې په کومه سیمه کې چې دې خاپوړې کړي وي او پکې لوی شوی وې حتما حق درباندې لري، چې باید ادا یې کړې او بله دا ، چې د خپلو خلکو په خبره د سړي یو څه سر ښه خلاصیږي دا دی ښکاره بیلګه یې زما د خسر لمسی دی، چې شاوخوا اولس کاله عمر لري په نهم ټولګي کې ده او د وزارت د ویاند دنده مې ورسپارلې، که څه هم، چې د خبریالانو د پوښتنو په وخت یو څه سهوې ورنه کیږي، خو بیا دې هم د خبریالانو کور ودان وي او ډیرو لویو وړو شیانو پسې نه ګرځي او پوهیږي، چې سړي سهوه وکړه تر دې، چې د ځینو خبریالانو خو دې بیا تر غوره نیکه کور آباد وي، چې بیا ورنه پوښتنه کوي او د ویاند د خبرو تشې ور ډکوي.
څه سر مو در خوږوم له وکیلانو نه د اعتماد رایې د اخیستلو لپاره سبا ولسي جرګې ته ورځم دادی د خپل یو پیر په لارښوونه مې له دریو ورځو راهیسي روژه ده ، میرمنې مې هم دا شپږ ورځې کیږي، چې روژه نیولې ده، بیګا شپې ته مې هم خواوشا پنځوسو وکیلانو ته په یوه هوټل کې میلمستیا ده خدای دې وکړي، چې د سرپرست دا سپیره کلمه مې له نومه لرې شي، د وزارت خوبونه مې ریښتیا او هر څوک راته د سرپرست صیب پر ځای زما د اخلاصمنې میرمنې په څیر جناب وزیر صاحب ووایي. له تاسو مې هم غوښتنه او هیله داده، چې د پنځه وخته لمانځه په دعاګانو کې مې له پامه و نه غورځوﺉ ځکه که ستاسو دعاګانې راپسې وي که خدای کول وزیر به شم او بیا به نو زما کارونو او خدمتونو ته ګورﺉ، چې پر ځان سربیره به ستاسو هم یو څه لاسنیوی کوم. 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery