ژباړن:نظرمحمد افغان
ليکواله:شاهينه قيصر
دانړۍ ډېره عجيبه ده.ډېرې داسې لۀ رازه ډکې پېښې شته،چې د انسان پۀ خوب او خيال کې به هم نۀ راځي.دلته داسې پېښې پېښېږي،چې ځېنې مهال يې بيانول هم ټوکې ښکاري.
ځېنې داسې څېرې شته،چې هم د خپل ژوند پۀ اوږدو کې د اسراورو يوه خزانه وي او هم تر مرگ وروسته خپل شاوخوا د رازونو تيارې خوروي.د تاريخ لۀ دريڅو،هم داسې يو څو راوزونه:
چنگېز خان د بشري تاريخ يوه هم داسې څېره وه.هغه توپان چې لۀ لويديځ چين نه،پۀ ډېرې چټکتيا راپورته شو او نيمه نړۍ يې وخوځوله.دا سړى دا ١٢٢٧ز کال د اگست پۀ ١٨مه مړ شو.لکه څنگۀ چې شخصيت يې تر نورو بېل و،همدا شان يې د خپل ښخولو امر هم پۀ يو بېل انداز کې کړى و.ويلي يې وو: ((زما قبر بايد هېڅ چاته معلوم نۀ شي.زۀ نۀ غواړم،چې سبا د دوو پيسو دښمن،زما قبر پايمال کړي.)) هم داسې وشول.تر ننه د چنگېز د قبر درک ونۀ لگېدۀ.
پۀ دې لړ کې ځېنې روايتونه شته.د يو روايت لۀ مخې دچنگېز تر ښخولو وروسته،ددۀ د قبر څلورو خواوو ته داسې غټې،غټې ډبرې کېښوول شوې،چې يو وړوکى غر ترې جوړ شو.د وخت پۀ تېرېدو،پر دې غرگي ونې او بوټي شنه شول.پۀ دې ترتيب دا قبر د تل لپاره لۀ سترگو پنا شو.
بل روايت داسې دى،چې تيږې نۀوې ايښودل شوې،بلکې ونې او بوټي کېنول شوي وو،چې د وخت پۀ تېرېدو يې د ځنگل بڼه غوره کړه او دا قبر پۀ هم دې ځنگلونو کې ورک شو.
هڅې روانې دي.کارپوهان ددې قبر د لټې کوښښونه کوي،مگر تر اوسه نۀ دې بريالي شوي.ددې کوښښونو د ناکامۍ يوه لامل دا هم کېداى شي،چې مغلو لۀ پېړيو راهيسې دا خبره عامه کړې،چې که هر چا د چنگېز قبر وموند،پر هغه به تباهي او بربادي رانازله شي.
د تاريخ پۀ لويو رازونو کې د ايران د پاچا دويم کمبوسيوس د عظيم الشان پوځ کيسه هم شامله ده.دا سړى د لوى سيروس(سايروس) ځاى ناستى و.دحکمرانۍ دوره يې لۀ ٥٢٢م.ز نه تر ٥٣٠م.ز پورې ده.دۀ دا هيله لرله،چې ټوله نړۍ ونيسي.دا ډول لېونتوب د نړۍ نورو پاچاهانو هم کړى دى.د هم دې لېونتوب پۀ موخه يې خپل ټول پوځ د جگړې ډگر ته وويست،چې پرته لۀ برباديه يې بله پايله نۀ شوه کېداى.
دا د وروستي فرعون زمانه وه،چې د حکومت د ښېرازۍ او بډايۍ کيسې يې تر لرې،لرې مشهورې وې.د فرعونيانو پاچاهي پر جادوگرۍ بنا وه او هر څۀ يې چې زړه غوښتل،هغه يې تر لاسه کول.دا کيسې تر ايرانه رسېدلې وې.د ايران پاچا د يرغل پۀ موخه،يو لوى پوځ برابر کړ.لکه څنگۀ،چې تر مصره د سفر ټوله لاره د دښتې وه،نو لۀ هم دې امله يې هر راز چمتووالى نيولى و.پۀ زرگونه اسونه،اوښان او خداى خبر چې پر څومره اوښانو د اوبو ذخيرې بار وې.لۀ دې پرته گاډۍ،خېمې او نوې ډېر څۀ.٥٠٠٠کسيز داسې پوځ و،چې هېڅکله يې ماتې نۀ وه منلې.دا ټول پوځ پۀ دښتې کې ورک شو.
چېرته ورک شو؟څنگه ورک شو؟تر ننه يې پته ونۀ لگېده.نوي کارپوهان هم پۀ ډېرو کوښښونو ستړي شول،خو نۀ يې څۀ درک ولگېدۀ او نۀکومه نښه. نۀ خو زغرې ښکاري،نۀتورې،نۀ ليندۍ،نۀ د خوب بسترې او نۀ هم نور څېزونه.اټکل کيږي،چې د نن،سبا پۀ حساب لږتر لږه د ميلياردونو خزانه پۀ دښتې کې چېرته ښخه شوې.خو چېرته...؟پۀ دې هېڅ څوک هم نۀ پوهيږي او ښايي هېڅ چا ته يې هم پته څرگنده نۀ شي.