دخپریدو نیټه : 2012-03-25 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
له يادونو تر دردونو شعري ټولګه چاپ شوه .
رفيع الله مندوخېل
د سوهيلي پښتونخوا د تکړه شاعر او ليکوال زيارکښ مندوخېل دوهمه شعري ټولګه له يادونو، تر دردونو تازه له چاپه راوتلې ده . تر دې وړاندي د شاعر لومړۍ شعري ټولګه دا سندرې دي هم ساندې چاپ شوې وه .
دغه ټولګه، چې په ۱۹۱ مخونو کې په مجلد او ښکلي ډيزاين د زابل ولايت د فرهنګپال محمد نبي تلاش په مالي لګښت چاپ شوې ده او په ږوب کي ويښ ليکوال ادبي ټولنې د ۵۰۰ ټوکه په شمېر خپره کړې ده .
په دې ټولګه کې ۸۹ غزلې او ۲۱نظمونه راغلي دي . سريزه يې تکړه ژورناليست او شاعر بارکوال مياخېل ليکلې ده . ټولګه ستر ليکوال او مبارز ارواښاد سايين کمال خان شېراني ته ډالۍ شوې ده .
په دغه شعري ټولګه کي شعرونه زياتره حماسي او انقلابي بڼه لري، شاعر د دوطن اوسنۍ ناخوالې راسپړلې دي . او په خپلوشعرونو کي يې هیوادوال يووالي او سولي ته رابللي دي .
ليکوال زيارکښ مندوخېل
ملفون :
۰۰۹۲۳۱۵۵۰۱۵۰۶۰