مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-03-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

رڼا او ملالۍ

اټک يوسفزی / کامه

 

 د خدای تعلی  هم عجب قدرت دی

په زنګاوات  کې رڼا  (زردانه) مړه  شوه ، خو په ارګ کې  ملالۍ  ته بې  شماره  ډيوې  ولګېدې ٠ رڼا په توره نيمه شپه کې پخپلو وينو  کې ولمبل  ډېرې  ناهيلې  سلګۍ يې  ووهلې  ، هره خوا يې  سترګې  واچولې  خو هيچا  ورته  ونه  ويل  چې  ځار  شم  ،خو په همدې  شپه د ملالۍ  سر ته  يو لښکر خدمتګارانې  ولاړې وې او هره  يوه  ترې  سل او زر  وارې  ځارېدلې ٠

رڼا د نويو کاليو  په ارمان  ،ارمان  د خپلو کليوالو کفن  واغوست ، خو ملالۍ ته د نړۍ د هر ګوټ  نه رنګارنګ سوغاتونه  را ورسېدل ٠ په رڼا يوازې  خپلو خپلوانو  وژړل  او نور بې  درده  عالم ترې خبر  نه  شو،خو د ملالۍ زيري  او مبارکي  ان  تر  هندو  او مسلمانه ورورسېدل٠

رڼا په  زنګاوات کې  دفن شوه  او ملالۍ له ميونده   راووته  او پر ارګ  ورننوته، ښايي  دا هماغه  شينوارې ملالۍ  وي  چې خپل وروڼه يې  ننګولي  ول ، هو ښايي  دا هماغه وي  چې  تر پيزارونو يې  لا تر اوسه د رڼا د ابا  او انا د قاتلانو ناولې  وينې  څاڅي  ٠

ښايي چې  دا ځل د رڼا معصومو کړيکو او سلګيو   راننګولې وي  چې بيا له ميونده  راووته  او داځل پر ارګ ننوته ګوندې  ميرويس  هم  وننګوي  د خپل پلار  زولنې  ماتې  کړي او د ارګ  ځمکه  د رڼا د قاتلانو  پر وينو  سره  کړي٠

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery