مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-04-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

طنز

محمود نظری

 

څلور ښه شیان
 څلور شیان دي په دنیا کې خوندور
  پیسې ، ښکلې ښځه ، ، دبل وژنه ،او مقام  ګټه ور
***
څلور شیان دی افغانانو ته لکه د مورشیدی حلال
بډی  اخیستل،خوړل د بل مال
 په ډک نس قسمونه خوړل
 د ځان په ګټه اشغال بلل استقلال
***
څلور شیان مسلمان ته دی په کار
وروروژنه  ، ځان وژنه ، مسلمان وژنه   له کافر سره یار
***
څلور شیان انسان ته   تمامیږي  ډیر ګران
وطن دوستی او له ورور سره احسان
ناپوه ته ا سلام علیکم ورحمت الله ویل
اوچې ښځې  یې کړي  وي خپل امران
***
څلور شیان دی  خورا ډیر خواږه
شات ، ګوړه ، خره او بوره
***
څلور شیان دی اوس افغان ته ښه
 ښه ډیره غلا، دنوم سره مجاهد تړه
هم په دولت کي هم اپوزیسیون کیده
په دله ګي ویاړیده
***
څلور شیان هوسا کوي سړی
نه سیاست، خوړل تل کیچړی
 انسان کیدل واښه خوړل
په پارلمان  کې خوب وړی زمری
**
څلور بد شیان
څلور شیان دی په دنیا کې  زړه ازاره
خدای دی ساته له ښځې چې وي مکاره
 دپوروړی لیدل  او موچنه میخداره
د پرتاګه کیکه لکه افغان په دنیا کې   ناقراره
***
 څلور شیان  دانسان  لپاره دي نفس تنګ
مخامخ درباندې درواغ ویل  ،د شلمبو تریخ بادرنګ
هغه ملنګ چې سیاست کړی پلنګ
 هغه غیرتمند چې نلری یو مثقال ننګ
***
 څلور شیان دي په دنیا کې ډیر ستونزمن
 رښيتا ویل ، چې په کور کې یې نه امن
 په معاش ګزاره کول  او کیدل شتمن
په عقل وږی  په لاره رهي پلن
***
 څلور شیان دی په دنیا کې  سپک
بڼکه ، هوا ، ټیِغ او غرت  دباټک
***
څلور شیان دی په دنیا کې بې خوندئ
کوشنی چوکۍ، بی رشوته دنده
 تنګه  نوی موچنه
 دبنده کیده بنده
***
څلور شیان    دی  له حده ډیر خطري
د پاسه  له ښځې ، ترپيل لاندي،
 تر شا دڅاڼې 
 مخ ته د اصیل لیوني سپي
***
 له څلورو شیانو ځان ساته افغانه
 چي اخیر نسې بیا پېښمانه
د سپاهیانو بهرني ، لاس پوڅو داخلي
 د بل له خولې امره  او پر انسان سپور  حیوانه
***
 ځان ساته دڅلورو شیانو بوی ناکه
ددرو ورځو ټنبه له چونګه
دهندو له ټیغه د خاین وزیر له  کانګه
   د مشر له رخیدنګه
***
څلور شیان دی په دنیا کې بې برکته
ناسته د واک د خره په کته
ښځې ته نور ویل عورته
  ځواني  ،  اومخنث ته کتل  کښته
 ***
څلور شیان د ژوند  ډوډۍ کوي بلمنګ
دښځې رینګه رینګه
 د ماشوم ونګه ونګه
په وطن کې شاخه شولانګه
چې دی مشر وی بې ننګه
***
څلور شیان دی ډیر  ترخه
مرچک ،کړیله،د نکریځو شپه  اوترخه هنداونه
***
څلور شیان دی  ډیرتروه
لیمو،املي، دسیاست سرکه او الوچه
***
څلور شیان دی ډیر مالګینه
د دښمن جوړکړې خاګینه
نس ګنډل په خپله کولمه
 توره وهل په زنانه، ښږی ته ویل ینه
***
څلور شیان  دی اوس افغان ته بد
لیونوسپو ته ویل بد
کارنامې یادول دخپل جد
په لاس پوڅو لعنت، غلو ته نه ویل عابد
***
څلور شیان دنیا ته سوی د زړه خوږ
 القاعده  ، پاکستانی دروږ
  ځان وژنکي طالبان
اودافغان کچکول چې غواړی لږ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery