مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-05-16   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

مشرانو جرګې د كندهار خبريالان وستايل

د بينوا اداره

د افغانستان د مشرانو جرګې د شكايت اوريدونو كيسيون د سويلې حوزې يو شمير خبريالانو ته چې په خپلو كارونو كې يې د ځانه وړتيا ښودلې ده او  په ډيرو ترينګلو حالاتو كې يې د خلكو ږغ پورته كړى او حقايق يې سپړلي دي ستاين ليكونه وركړل .

نوموړي ستاين ليكونه په زابل كې د تكړه خبريال بشيراحمد فيضان په خاصه همكاري د نوموړي كميسيون د مشر ډاكټر زلمي زابلي له لوري برابر شوي دي .

هغه كسان چې د مشرانو جرګې له لوري ستايل شوي دي په كندهار كې د نى د ساحوي دفتر مسوول عبدالسميع غيرتمل ، په كندهار كې د شمشاد تلويزيون خبريال او د بېنوا ويب پاڼي پخوانى همكار احمد لودين ، د ازادۍ راډيو خبريال محمدصادق ريښتينى ، مشر خبريال نورالله نوري ، د كابل نيوز خبريال عبدالمنان ارغند ، د كندهار د اطلاعاتو او كلتور ريس او د ولايت مقام مرستيال او ځوان ليكوال عبدالقديم پتيال ، ليكوال او شاعر محمديار يار او ځيني نور كسان شامل دي .

د مشرانو جرګې د شكايتونو د اوريدلو د كميسيون مشر ډاكټر زلمي زابلي وويل چې د مشرانو جرګې له لوري يادو كسانو ته   ستاين ليكونه ځكه وركړل چې يادو كسانو په خپلو كارونو كې زيات كوښښونه كړي دي او د ژورناليزم اصولو ته ژمن او فعال پاتي شوي دي .

د كندهار خبريالان د مشرانو جرګې د دې ابتكار څخه زياته مننه كوي او هرڅه په دې بېت كې ورته وايې .

 

ستاينه دي منم خو دومره نه يم ____________  دا دي پيرزوينه ده جانانه صدقه دي سم

د رواني اونۍ په لمړۍ ورځ هم د كندهار ځوانانو د كندهار يو شمير خبريالان وستايل او د هغوى د كارونو قدرداني يې وكړه .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery