دخپریدو نیټه : 2012-06-02 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ګرانه زویه
ژباړه احمدظاهر ولي
هغه ورځ چی ما د سپین ږرتوب په حال کی ووینی، نو حوصله وکړه او هڅه وکړه چی ما درک کړی. که د خوړولو پر مهال زما کالی چټل شی، که زه د کالو اغوستلو پرمهال له ستونزی سره مخ شم نو تحمل وکړه، او هغه شیبی درپه زړه کړه چی ما تاته د وړکتوب پرمهال ورته ښوونه کوله.
که چیری می خبری درته کولی او یوه خبره یو زرو او یو کرته تکرار راتکرار کړم نو زما خبری مه پریکوه... ماته غوږ شه. کله چی ته ماشوم وی، نو ما تاته یوه قصه یو زر او یو ځل لوستله تر هغه چی ته ویده کیدلی.
کله چی زه نه غواړم چی حمام وکړم، نو مه می شرموه او مه می هم رټه....
هغه شیبی در په زړه کړه چی ما به په تاپسی منډی وهلی اود زرګونو بهانو په جوړولو به می ستا لپاره لاره برابروله چی ګواګی ته غواړی چی حمام وکړی.
کله چی د نوی عصر د تکنالوجی په اړه زما ناپوهی احساس کړی...نو ماته وخت راکړه، او د رشخند په ډول مه راباندی خانده. ما تاته د ډیرو شیانو په اړه ښوونه کړیده چی څنګه ښه وخوراک او پوښاک وشی او څنګه د ژوند سره مخ شی.
کله چی می کومه خبره هیره شی او یا هم د خبرو پر وخت خبره راڅخه بل لوری ته لاړه شی نو ماته وخت راکړه ترڅو خپله خبره را په یاد کړم او که بریالی نه شوم نو مه خسته کیږه ځکه ماته بحث کول اړین نه دی بلکه ماته ستا وخت زما سره تیرول او ماته ستا غوږ نیول ډیر اړین دی.
کله چی زه نه غواړم چی غذا وخورم نو په زوره په ما ډوډی مه خوره. ځکه زه پدی ښه پوهیږم چه څه وخت باید ډوډی وخورم او څه وخت نه .
کله چی د ستومانتیا له وجی د تللو څخه محروم شم نو ماته د مرستی په ډول خپل لاس راکړه په هغه ډول چی ما تاته ستا د لمړی قدم اخیستلو پرمهال تاته د مرستی په توګه در اوږد کړی وو.
او کله چی یوه ورځ زه و تاته ووایم چی زه نور ژوند کول نه غواړم او غواړم چی مړ شم نو مه راته غوصه کیږه... یوه ورځ به خپله پوه شی.
تاته په نژدیوالی ته باید خفه، غصه نشی، تل باید ماته نژدی واوسی، هڅه وکړی ترڅو ما درک کړی او په هغه توګه مرسته راسره وکړی کله چی ما ستا سره ستا د ژوند د پیلیدو پرمهال کړیوه.
زما سره د تګ پرمهال مرسته وکړه. زما سره زما تر منزله په مینه او تحمل لاروی شه په عوض کی به زه درته د تل په څیر مسکا او مینه درکړم.
زویه ډیره مینه درسره کوم.
ستا پلار