دخپریدو نیټه : 2012-06-17 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
په کابل کي د افغان ځوانانو د همغږۍ جرګې راپور
هلال
د افغان ځوانانو د همغږۍ جرګې لومړۍ جرګه ګۍ د کابل په ښار کې جوړه شوه
جرګه د سپیڅلي قران په مبارکو آیتونو سره د ښاغلي قاري عبدالرحمن لخوا تد سهار په ۹:۳۰ بجو پیل شوه، چې د ښاغلي مجیب الرحمن لحاظ او شفیع الله تاند لخوا یې د ویندویۍ چارې مخ ته بیول کیدې، له تلاوت وروسته د هېواد ملي سرود وغږول شو، ورپسې د جرګې مشرتابه غړي ښاغلي عطاالله حیران د جرګې د کاري چارو له پیله تر اوس مهاله، په جرګې کې د مرسته کوونکو او په دې لاره کې د هڅاندو ځوانانو چارو ته اشاره وکړه، نوموړي د هغو ټولو هڅو یادونه وکړه چې په دې لاره کې ترسره شوې، او له مرسته کوونکو، همکارانو او ونډوالو یې مننه وکړه.
ورپسې آغلې ماریا توتاخیل چې د دې جرګې سرکښه ده، له پیله یې خپلې چارې پیل کړې وې خبرې وکړې، نوموړې د جرګې اهمیت، د جرګو تاریخي شالید او د ستونزو د هواري په لاره کې د جرګو په مؤثریت خبرې وکړې، د جرګو تاریخي شالید یې په مفصله توګه وړاندې کړ چې زه یې یوازې نومونه او نیټې ذکر کوم.
1. د میرویس نیکه لویه جرګه ۱۰۸۸ هـ ل ۱۷۰۹
2. دکندهار لويه جرګه ١١٢٦ هـ ل ١٧٤٧
3. د کابل لويه جرګه ١٢٤٤ هـ ل ١٨٦٥
4. د کابل لويه جرګه ١٢٩٣ هـ ل ١٩١٥
5. د جلال آباد لويه جرګه ١٣٠١ هـ ل ١٩٢٢
6. د پغمان لويه جرګه ١٣٠٣ هـ ل ١٩٢٤
7. د پغمان لويه جرګه ١٣٠٧ هـ ل ١٩٢٨
8. د کابل لويه جرګه ١٣٠٩ هـ ل ١٩٣٠
9. د کابل لويه جرګه ١٣٢٠ هـ ل ١٩٤١
10. د کابل لویه جرګه ۱۳۳۴ هـ ل ۱۹۵۵
11. د کابل لويه جرګه ١٣٤٣ هـ ل ١٩٦٤
12. د کابل لويه جرګه (١٣٥٥ هـ ل ١٩٧٦م)
13. د کابل _ بېړنۍ لويه جرګه ١٣٨١ هـ ل ٢٠٠٢
14. 14.د کابل _ د اساسي قانون د تصويب لويه جرګه ١٣٨٢ هـ ل ۲۰۰۳
15. د کابل _ د افغانستان او پاکستان د امن ګډه جرګه ١٣٨۶ هـ ل ۲۰۰۷
16. د سولې ملي مشورتي جرګه: ۱۳۸۹
17. عنعنوي لویه جرګه: ۱۳۹۰
ورپسې ښاغلي مولانا فرید خبرې وکړې، نوموړي په خپلو خبرو کې دا په ډاګه کړه چې زه د جرګې ملاتړی یم، نوموړي د جرګې د ازاده پاتې کېدو ټینګار وکړ، په وینا یې جرګه باید د هیڅ کومې سیاسي ډلې، دولت او کوم ارګان تر اغیزې لاندې رانشي، بلکې ازاده او ناپییلې پاتې شي، څو په ریښتیني توګه د افغان ځوانانو استازیتوب وکړي، نوموړي وویل چې ځوانان دې نن ابادوونکي دي نه دې راتلونکي.
ورپسې ښاغلي استاد اسمعیل یون خبرې وکړې:
ښاغلي استاد په خپلو خبرو کې د کبابتون د پرانسیتې اشاره وکړه چې د هرې جرګې په کولو سره به په همغه ولایت کې کتابتون پرانیستل کیږي، په وینا یې د پوهنې رڼا د افغانانو د ستونزو یوازینی حل دی. ښاغلي استاد په خپلو خبرو کې دوه مهمو ټکو ته اشاره وکړه یو دا چې په هېواد کې د ځینو سیاسي ډلو لخوا چې یوازې یو څو تنه راټول شوي وي خپلو کارونو ته د ملي نوم ورکول او جهاد له کلمې مادې ګټې پورته کول دي.
نوموړي وویل چې په هېواد کې ځینې سیاسي ټولي خپلو هلو ځلو ته د اپوزیسیون نوم ورکول کیږي، په وینا یې هیڅ شونې نده چې دولتي چارواکي دې هم اپوزیسیون شي، ځکه د اپوزیسیون مانا دا نده چې اپوزیسیون یانې د دولتي چارواکو او ځینو کړیو ترمڼځ ګډ کار ته وویل شي، د استاد په وینا باید افغانان د اپوزسیون په اصلي مانا پوه شي او دا لغت باید نور په ناسم ډول ونه کارول شي، د استاد په وینا اپوزیسیون ملت دی نه دولتي چارواکي او تقاعد مامورین.
همدارنګه استاد یون د جهاد په کلمې رڼا واچوله چې ځینې ډلې ټپلې یې یوازې د ځان لپاره کاروي، تېر تاریخ او افغانانو جهاد ته یې اشاره وکړه، نوموړي وویل چې په دې لاره کې افغان ملت تر ټولو ستره قرباني ورکړې بیا ولې یې ځینې خلک په لوی لاس او رڼو سترګو چې ټول ولس یې شاهد ؤ د خپل ځان لپاره کاروي.
ورپسې د شمشاد نړیوال تلویزیون مؤسس او مشر ښاغلي فضل الکریم فضل خبرې وکړې، نوموړي دا جرګه بریالۍ وبلله او د ملاتړ وعده یې وکړه، نوموړي وویل چې د جرګې بریالیتوب په دې کې دی چې د ملي ګټو په پام سره رامنځ ته شوې.
جنرال غلام حسین هزاره هم وویل چې زه ځوان نه یم خو د ځوانانو تر څنګ به ولاړ یم، نوموړي په ځوانانو غږ وکړ چې ملي ګټو ته په پام سره کار وکړي د هېچا د شعار تر اغیزې رانشي، بلکې د هرې ډلې او ټپلې عمل ته وګوري نه یوازې شعار ته، نوموړي وویل چې ځوانانو کوښښ وکړئ چې خپل مشران په عمل کې وګورئ.
د ملي شورا پخواني غړي شینواري صیب هم په خپلو خبرو کې د ځینې کلمو غلطې استفادې ته اشاره وکړه، لکه اپوزیسیون او ځینې نورې داسې کلمې چې غلطه استفاده ترې کیږي. نوموړي د جرګې کاري چارو ته په کتو دا یو نیک ګام وباله او خپل ملاتړ یې څرګند کړ.
په ولسي جرګه کې ځوان استازی عبدالرحیم ایوبي په خپلو خبرو کې وویل چې موږ دا منو چې مشران مو تجربه لري خو دا نه منو چې ګواکې موږ ځوانان تجربه نلرو، زموږ به دا شعار نه وي چې حق غواړو بلکې له هرې شونې لارې به یې ترلاسه کوو، دې نوموړي په وینا نور ځوانان نه غواړي مور یې دې وژړیږي، نور نه غوړې چې افغانه مور دې کونډه او بوره شي.
ښاغلي نیازمند بیا جرګه په شعر کې وستایله او خپل ملاتړ یې څرګند کړ، ښاغلي ستانه ګل شیرزاد د جرګې روانه پروسه یوه بریالۍ پروسه وبلله، نوموړي وویل چې ستاسو دا شعار مو ډېر زیات د خوښ وړ دی چې تاسو به عدم تشدد ته کار کوئ.
ښاغلي داوود نیازي وویل: زه په دې جرګه کې روڼتیا وینم، جرګه به هغه وخت جرګه وي چې عملي بڼه ولري، نوموړي دری وړاندیزونه لرل: د جرګې لپاره ریښتینې اوسېدل ـ د چا په فرمایش کې به نه راځئ – جرګه به ناپییلې او ملي ګټو په پام سره په عمل کې ثابتوي.
ښاغلي عزت الله احمدزي په خپلو خبرو کې ناامیدي ناکامي وبلله، نوموړي وویل چې دا جرګه به کامیابیږي، نومړي وویل چې زه د کوچي ځوانانو په استازیتوب درسره همکار یم.
ګل الرحمن همدرد هم په خپلو خبرو د جرګې ملاتړ وکړي او بریالۍ یې وارزوله.
جرګه د یو پریکړه په صادرولو سره چې د ښاغلي ځلاند لخوا وړاندې شو د لماسښین په ۱ بجه پای ته ورسیده، د یادولو وړ ده په جرګه کې ۱۰۰۰ زرو تنو په شااخوا کې ځوانانو ګډون کړی ؤ چې د کابل ولایت له ګوټ ګوټ څخه د نورو ځوانانو په استازیتوب راغلي وو.