دخپریدو نیټه : 2012-06-24 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
عمر دژمی مازدیګر دی
شاکرالله حیات
پس د۱۱ کالو نه خدای هغوی ته یو ګلالی زوۍ پداسی حال کی ورکړوچه دواړو دیوبل سره بی حده مینه هم درلوده کله یی چه زوۍ ۲ کلن شو نو پلار یی یو کیمیاوی دوا چه د یوی خاصی دوا جوړولو لپاره یی تری استفاده کوله پداسی حال کی چه ددفتر پری ناوخته وو سر خلاصی په اشپزخانه کی پریښوده او ښځی ته یی وویل چی په یو مناسب ځای کی یی کیږدی خو دښځی نه یی داخبره هیره شوه او دوایی هملته پریښی وه زوۍ یی چه کله دخوبه پاسیده ددوارنګ ورته زړه راښکونکی ښکاره شواو ټول په ټوله یی وسکله او بی هوشه شو ښځی یی په بیړنی ډول سره شفاخانی ته ورساوه خو ماشوم ددوا تاب رانه وړ او مړشو. اوس نو د ښځی نه دخپل ګلالی ماشوم غم هیر او دخاوند فکر ورسره وو چی هغه خو ورته ویلی وو چه دوا پرځای کړی خو دهغی د بی توجهی له امله ماشوم وسکله او ژوند یی دلاسه ورکړی وو چه دهغه رد عمل به څه وی.......... خاوند یی چه کله خبر شواو کورته راغی نوښځی ته یی مخ واړوه او صرف او صرف۳ خبری یی ورته وکړی څه فکر کوۍ چه دا دری خبری به څه وی (ګرانی مینه درسره لرم )ماشوم خو مړ وو او بیرته راتګ یی دنیا ته ممکن نه وو او مور یی هم خپل دزړه یوه ټوټه دلاسه ورکړی وه حالت یی ډیر خراب وو چه ددغی دری کلمو سره یی په بدن کی یو بریښنایی بدلون راغی او دغه همدردي او دلجویی ددی باعث شوه چی ښځه یی دغه غم برداشت کړی او بیرته خپل عادی حالت ته راوګرزی. همیشه مونږ دخپل وخت زیاته برخه پدی مصرفوو چی د یوی اشتباه لپاره یو مقصر پیداکړو پرته لدی نه چی فکروکړو چه نه بخښل غم او مشکل دوه چنده کوی او بخښنه په دنیا کی دټولو کارونو نه اسانترین کار دی کچیری پدی خبری غور او فکر وکړو چه عمر دژمی مازدیګر دی او حسادتونه،کینی،پردیتوب،یوازیتوب،نفرتونه،ځان ځانی او خودخواهی دزړه نه وباسو او د وروګلوۍ فضارامنځته کړو نو بیا به دژوند خوند احساس کړو.