دخپریدو نیټه : 2012-06-29 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
كندهاريانو په يوه ننداره كې كليوالي ژوند انځور كړ
اصلو كندهاريانو د تيري ديرش كلني جګړې او اوږدو غميزو وروسته په خورا مينه د كندهار د سيمي د پخواني كلتور او اصل رواج د لا ژوندي كولو دپاره د يوې خوښي شپي په ترڅ كې كليوالي ژوند انځور كړ .
د پنجشنبې په ورځ د شپي د كندهار په ورزشي لوبغالي كې په كندهار كې د ملي سوداګر او تاند ځوان حاجي حكمت الله ښادمن په مالي لګښت او خاصه پاملرنه د كليوالي شپې تر سرليك لاندي په زړه پوري د كليوالي ژوند انځور او د كندهار محلي كنسرت جوړ شوى وو .
په مراسمو كې د پروګرام تنظيموونكو د كندهار د كليوالي رواج سره سم كندهارې لنګوټي تړلي ، ترخيزي كالي او ريكاټ صدرۍ يې په تن ، فرانسوى بوټ په پښو كړى او د كليوالي ژوند او د كندهار د اصل رواج ښكارندويي يې كول .
د ورزشي لوبغالي په انګړ كې د كندهار د كليوالو د ژوند غوندي ، د مړو هديره ، كليوالي مسجد ، كليوالي غونډۍ ، د كوچيانو كيږدى ، ډول ډول څاروي ، د اوبو كليوالي څاګان ، د كندهار د پخواني كلتور سره سم د اسونو بګۍ ، اوښان ، د چايو د تيارولو دپاره سماوار او ورته نور په زړه پوري څه ننداري ته وړاندي شوي وه چې تر لسو زرو زيات كسان يې ننداري ته راغلي وه .
د كندهار د پخواني پايلوچانو غوندي يو شمير ممثلينو ځانونه جوړ كړي او په ميدان كې ګرځيدل راګرځيدل
د كركانو او زركو كفسونو هم سم دم خلكو ته د كليوالي ژوند انځور وړاندي كاوه .
په دې په زړه پوري پروګرام كي د ولسواليو ځوانانو د كندهار رواجي لوبي لكه خوسى ، درنه خط ، اشتلګن ، غېږنيونه ، ټنډه خره ، پټ الله داد ، ړوند چرګ او ورته نوري محلي لوبي تر سره كړي .
كندهار والي توريالي ويسا او مرستيال والي عبدالقديم پتيال په خپلو ويناوو كې د كندهار پر اصل كلتور خبري وكړي
هغوى كندهار د ډير پخوا راهيسي خپل كلتور ته ژمن وباله او زياته يې كړه چې كندهاريانو هر وخت خپلو كلتور او اصل رواج ژوندى ساتي .
دا د هيواد په سطحه لمړۍ په زړه پوري ننداره وه چې په كندهار كې جوړه شوي وه .
دې ننداري ته د تيري يويې مياشتي راهيسي ځانګړي تيارى نيول كېده .
دې نندارې پر ټول كندهار د خوښۍ ځانګړى سيورى غوړولى وو او په همدې شپه ټول كندهار په څراغونو روښانه او د زياتي ګڼه ګوڼي شاهد وو .
د نوموړي پروګرام د تنظيموونكو مشر عبدالسميع غيرتمل خبريالانو ته وويل چې د دې په زړه پوري ننداري څخه يې موخه په جنګونو او جګړو كې د را لوى شويو كندهاريانو زړونو ته خوښي وربخـښل ، د هغوى دپاره د يوې ښې تفريح جوړول او نړۍ ته د كندهاريانو د كلتورونو او رواجونو ښودول وه .
غيرتمل وويل چې په ډيرو سيمو كې وخت په خپلو بدلونو كې كلتورونو او حالاتو ته تغير وركوي خو كندهاريان د دې كړني سره په مقابله كې پاتي شوى دى ، په وينا يې كه حالاتو تغير كړى دى خو د كندهار اصل كلتور خورا ژوندى پاتي دى .