په کوټه کي دبسمل صاب په وياړد ترسره شوي يوه ورځنی سمينار لنډ راپور:
دروان کال دجولايي دمياشتي پر ۲۰۱۲/۷/۱۱نېټـه د چهار شنبې په ورځ دکوټي ښار په سمسوره اوسړه سيمه هنــه وړک کي، ياد سمينار دکامران پښتومطبوعاتي مرکز ،او دجنوبي پښتونخوادليکوالوټولني په ز ياراوهڅه ، پر مهالي وخت سهار ۱۰بجې دقاري منقادزهير په تلاوت دقــران کــريم په څومبارکوآياتونوسره پيل شو ،
چي لومړی دکــوربه په صفت د وتلي اوپیاوړي ليکوال مجيدار يــا صاب ، له خواراغلو ميلمنو اوغونډي برخه والوتــه د مننــي اوښه راغلاست ويلو ،ترڅنګ په جرمني کي د مېشت پياوړي ليکوال وشاعر اوپرر يښتينولۍ مين ښاغلي محمدامين بسمل له خواغونډي ته راليږل شوي پيغام ولوستل شو ،
ورپسې دمقالوبرخه پيل شوه ، چي دصدارت يامشرتابه چاري یې دکراچي نه راغلي وتلي تکړه ليکوال ا وتجز يه نګار ښاغلي ربنواز خټک اودويندويی چاري يي ځوان شاعراوجورنالسټ کمال کاکړ پرمخ وړلې ،
لومړۍ مقاله (بسمل اودهغه قلمي مبارزه) ترسرليک لاندي دپروفيسرعرفان الله عرفان داوي له خوا واورول شوه ،
چي ور پسې دنورو، درنو ليکوالو له خواهم ، خپلي علمي ،څېړنيزي ،
اوهراړخيځي معلوماتي مقالې ، د ورسپارل شوو سرليکونو لاندي واورول شوې ،
په پای کي دنړۍ دلراوبرنه دادبي کلتوري ټولنو ، نشراتي ارګانونو ، اوادبي قــدرونو اوعالمانوله خوارارسېـــدلي پيغامونه اوليکني ، دکوربه له خواپه ز ياته خوښۍ ،قدردانۍ اومنني سره دغونــډي ګډونوالو ته ور واورول شوې ، چي په نژدې راتلونکي کي به دسمينار دمقالو په ټولګه کي هم چاپ کړل شي ،
دغه راز لومړۍ برخه ماپښين پر دوې ۲ : بجې دسمينار دموظفي جرګه ګۍ له خوادلاندي پرېکړه ليکونوپه اعلانولوسره پای ته ورسېــده .
۱پښتو ژبه دي په ټولو پښتون مېشتوسيموکي ددفتر او ښوونځۍ ژبه شي .
۲ حکومتي چارواکي دي دنړې په هره برخه کي چي وي ،دپښتوليکوالو، جورنالسټانواوملي قدرونو بشپړامنيت خوندي او تضمين کړي .
۳په ټلويزوني چېنلونو ،چاپي رسنيو، او رېډيوګانوکــي دي د پښتونشراتو برخه ،دپښتني ژواک سره سمه ډيره اوسوچه کړله شي .
۴ په لراوبرکي دي ادبي تنظيمونــه ، کلتوري ټولني اوپښتواديبان ،ليکوالوته دهري ور پيښي ستونځي په اړونــد سره همږغي شي ،
اوپه يوه خوله دي د خپل اوز اوچتونکي وي .
۵ په ټولوپښتني سيموکــي دي دپرديوله خوا دتپل شوي کرغيړن جنګ ټغرټول او امن تامين کړل شي .
۶دمکتبونو ، مزارونو اوتار يخي اثارو ړنګول اوسوځول دي ودرول شي ، دبيارغوني چاري دي يې دچارواکوله خواپيل اوچټکي شي .
۷پښتانه دي پخپلومنځوکي ليکونه په پښتويوبل ته تبادله کوي ، دهټيو او واټونولوحې دي په پښتو ليکي .
۸دپښتوژبي وده اوپرمختګ دي دهر پښتون وګړي فرض اودزړه ارمان وي .
دغونـډي دويمـه برخه مشاعرې ته ځانګړې شوې وه ، چي صدارت يې تکړه اوځوان فرهنګپال شاعرډاکټرعبدالسلام سِرت اووياندويي يه هڅاندليکوال ښاغلي محمدنسيم سحراڅکزي ترسره کول،
دماپښين پر دريو ۳:بجوپيل شوه :
چي يوز يات شمېردجنوبي پښتونخوادبېلابېلوسيمو،کراچي ،اوډيورنډکرښي هاخوا خوږ ژ بو اوتکړه شاعرانو په ښکلي ترنم اوخوږو ډيکلموسره دشپې ترلسو ۱۰: بجوپوري پرتمينه اوله بزمه ډکه وغځول ،
چي بياقــدرمن ميلمانه د قومي مخور محمدهاشم خان کاکړ باغ ته بوتلل شول ،چي هلته د ډوډۍ خوړلو اوټنګ ټکور انتظام شوی وو،
چي دځينوخوږژبوسندربولولکه صادق افغان ،پروېز پښتون ، او ثاني عبيدالله په ملي ترانو اوخوږوسندروسره په کاميابۍ اوزيات برياليتوب پای ته ورسېــده !