كندهار چې د هيواد په كچه تاريخي ولايت دى دا مهال يې ډير تاريخي ځايونه وران شوي او پوره او ژر رغوني ته اړتيا لري .
د كندهار چارواكي د ملګرو ملتونو د كلتوري سازمان يا يونيسكو څخه غواړي چې په دې برخه كې جدي پاملرنه وكړي خو په دې برخه كې د اطلاعاتو او كلتور وزارت د كندهار سره د مور او ميري په چلند تورنوي .
د هيواد په سطحه د لرغوني ولايت كندهار ډېر تاريخي ځايونه وران شوي او اساسي او ژر رغوني ته اړتيا لري .
له دې ډلې څخه د نارنج ماڼۍ چې په زاړه ښار كې پرته او ډير لرغونى تاريخ لري د له منځه تلو په حال كې ده .
د دې ولايت نور تاريخي ځايونه هم تر ډېره وران شوي چې تر اوسه يې يوازي د څلويښت غرځينو رغوني ته توجه شوې ده .
د كندهار مرستيال والي او د اطلاعاتو او كلتور ريس عبدالقديم پتيال په دې برخه كې د ملګرو د ملتونو نړيوال كلتوري سازمان يا يونيسكو څخه ګيله وكړه چې په دې برخه كې يې توجه نه ده كړې خو د پړي ګوته د اطلاعاتو او كلتور وزارت ته نيسي .
د پتيال په وينا چې په څو څو ځله يې د كندهار د تاريخي ځايونو حالت ورسره شريك كړى خو هغوى د كندهار سره توپيريز چلند كوي او په دې برخه كې هيڅ پاملرنه نه كوي .
مرستيال والي او او د اطلاعاتو او كلتور ريس زياته كړه چې د ولايتي اداري په بوديجه يې د ميرويس نيكه او احمدشابابا د مقبرو، زړې جامع او څلويښت غرځينو د ترميم امكاني چاري تر سره شوي دي .
په كندهار كې د زياتو تاريخي ځايونو تر څنګ پخواني مسجدونه ، زيارتونه او نور لرغوني ځايونه هم د ورانيدو په حال كې دي چې بيړني ترميم او زياتي پاملرنې ته سخته اړتيا لري .