دخپریدو نیټه : 2012-08-27 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د جنت خوله
اجمل اټک يوسفزی/ کامه
زه پر يوه لار ولاړ وم
يو کس راغی او پوښتنه يې وکړ ه : وروره جنت ته کومه لار تللې ؟
زه حيران شوم او ورته ومې ويل : زه څه خبر!
درنګ شېبه لا تېره نه وه چې يو بل تن راغلو او را غږ يې کړ: وبخښه دې جنت ته کومه لار تللې ؟
زه بيا هک پک شوم ،تر څو چې مې سترګې رپولې نو درېيم کس راغلو او ورته پوښتنه يې رانه وکړه ٠
زه نور سودايي شوم خو چې لږ پورته مې وليدل ، ګورم چې پر يوې لوې دروازې غټ جنت ليکل شوي دي٠ ډېر خوشاله شوم او سمدواره ور روان شوم ، يو څو ګامه چې مې واخيستل ، يوه ډېره ښکلې باغچه مخې ته راغله تکې سپينې او شنې اوبه ، د پيو سپين سپين ډنډونه ،د شهدو رودونه او٠٠٠٠٠٠٠
لږ ښه تم شوم له باغچې نه يو څو تنو لاسونه ښورول او په اشارو يې راته ويل : راځه کنه ٠ چورت يوړم خو ، ښه و چې لږ پورته مې وکتل د جنت دروازه لا لرې وه ، بس هسې مې ولاحولو کړل او د جنت پلو روان شوم ، په حساب مې لا يو ، لس شل ګامه نه وو اخيستي چې بل ښکلی او لوی باغ مخې ته راغی څه ګورم چې د دنيا ټول شته او نعمتونه همدلته دي ، زه ورته بيا پښه نيولی شوم او يو څو تنو بيا رانارې کړې: راځه راځه. زما زړه ته هم پرېوته چې بس همدا ځای دی٠
خو بخت مې تر دې ځايه ښه و پورته چې مې وليدل نو د جنت دروازې ته ورکابو شوی وم ، بس په وچ زورمې پر نفس او شيطان پښې کېښودې او بيا د جنت پر لورې روان شوم ، د جنت د دروازې سره جوخت يو بل خورا لوی او ښکلی باغ راغی څه ګورم چې نه ګورم شرابونه، کبابونه ، د زاڼو پشان دنګې دنګې پېغلې او تکې سپينې لوڅې لوڅې غاړې ، زړه مې نور هسې هم د ټينګې نه و، چې پدې کې يو څو تنو راغږ کړ : راځه همدا ځای دی !!
څنګ چې مې نېغه لار پرېښوده او د ښکلي باغ په درشل مې پښه کېښوده ، نو يو درز شو چې په لويه کنده کې پرېوتم ٠ يو دوه شيخانو او يو څو نورو خړمخو رامنډه کړه او ويل يې : صوفي ته هم ايمانداره وې چې لا تر دې ځايه راورسېدې موږ هم نفس همدلته بې لارې کړو٠