مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-08-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغان ادبي ناسته په ولولو پای ته ورسېده

زهير پکتين

 

د ناروې په  پلازمېنه  اوسلو کې د افغان ادبي  ناستې  غړو، ملګرو ، مينه والو ،فرهنګپالو، اديبانو او شاعرانو د افغان ادبي ناستې  (١٨) غونډه  د ارواښاد استاد محمد دين  ژواک  په  ياد ولمانځله٠

نوموړې  غونډې  دوې  برخې  درلودې  چې لومړۍ برخه يې علمي وه او د ارواښاد استاد ژواک د پنځلسم تلين د ياد په  وياړ ، په علمي ليکنو، ويناوو او پيغامونو ولمانځل  شوه ٠

د غونډې  پرانيسته د ځوان  شاعر احمد جان  پايز  له خوا د سپېڅليو اياتونو پر تلاوت  وشوه ،ورپسې ځوان ليکوال او شاعر اجمل اټک يوسفزی ته بلنه ورکړله شوه  چې  برخه والو ته  خپله وينا  واوروي٠

اټک مېلمنو ته  د ښه  راغلاست  تر څنګ  د خپلې ارزښتناکې وينا په ترڅ کې له  ټولو هغو ښاغليو او درنو فرهنګيانو او اديبانو  د زړه له کومې  مننه  وکړه  چې  د نړۍ له ګوټ ګوټ  يې دغې درنې  او پرتمينې غونډې ته  علمي ليکنې او پيغامونه  رالېږلي ول ٠

اټک په ځانګړي  توګه   له  هغو ښاغليو هم  ډېره مننه وکړه چې نوموړې  غونډې  ته د ګډون په هيله  له ليرې ځايونو او نورو  هېوادونونه  ، نه راغلي ول٠ 

ورپسې اغلې مېرمن انيسه  ژواک رحيمي  د  ارواښاد استاد ژواک ژوند ليک ولوستل 

ورپسې  ياد ليکوال  ،شاعر،کره کتوونکي او سياسي  شنونکي ښاغلي محمدالله  ناقد ته بلنه ورکړل شوه ، استاد ناقد د ارواښاد ژواک د شخصيت او ياد تر څنګ د ادب ، هنر او شعر په اړه  دومره  ژورې، خوږې او پخې خبرې  وکړې چې د ګډونوالو  له خوا  په چک چکو بدرګه شوې، همدارنګه  د يادغونډې  په اړه د کابل پوهنتون پخواني  استاد ښاغلي دين  محمد کارواني  ارزښتناکه وينا واوروله،تر ښاغلي  کارواني وروسته اغلې او درنې  خور مېرمن  نورسراج ساپۍ د اغلې مېرمن زرغونې عطا ژواک ليکلې  ارزښتناکه وينا برخه والوته واوروله٠ بيا د ګران  هېواد د درې ژبې خوږ ژبي شاعر ، ليکوال او اديب  ښاغلي  سيداسحاق  دلجو حسيني ته د وينا بلنه  ورکړل شوه ، ښاغلي  دلجو د افغان ادبي ناستې  کړنې، نوښتونه او د لاسته راوړنو ستاينې  وکړې او افغان ادبي ناسته يې په ناروې  کې د افغانانو د راټولېدو او يووالي يو ښه او غوره محور وباله٠

د غونډې په علمي برخه کې ځوانې  تاندې  او غزلبولې شاعرې اغلې مېرمن لينا فدا په خپل خواږه شعر  دغونډې برخه وال  په احساساتو  راوستل٠

د غونډې بل ويناوال  ښاغلی محمد حسين رحيمي  و، ښاغلي  رحيمي د ارواښاد ژواک  سره د خپلې شخصي ملګرتيا او دوستۍ  ځانګړې  خاطرې او يادونه   ياد کړل چې د ګډونوالو د خوښۍ لامل شول٠ دهمدې غونډې  بل ويناوال د هېواد پېژندل شوی ليکوال ، اديب او شاعر ښاغلي سيدمحمد نادر خرم  و چې د لنډې وينا تر څنګ يې  خواږه  شعرونه هم واورول چې په چک چکو بدرګه شول٠

پيغامونه په لاندې  ډول ولوستل شول :

ښاغلي شاالرحمن ځواک :   د ښاغلي  افضل ټکور پيغام   ( دلته لږ زموږ اوربل دی)

ښاغلي جاويد رباني  وطنيار :  د ښاغلي غمخور پيغام   (  د دوستۍ علمي او فرهنګي ټولنه ) سويډن

ښاغلي انجنير اسماعيل سيدي  :  د ښاغلي ګلمانشا ودير ساپي پيغام ( ډنمارک فرهنګي ټولنه)

ښاغلي پسرلي ژواک : د ښاغلي ريدي ژواک پيغام  ( روسيه)

ښاغلي زهير  پکتين :  د ښاغلي استاد سنګروال  پيغام ( شمله  ټولنه ) لندن

اغلې ليزا رسول :   د ښاغلي غلام محمد کامه  وال  پيغام   ( لندن )

ښاغلي جاويد رباني :  د ښاغلي عبدالحفيظ ماليار  پيغام  ( ويانا اطريش )

اغلې سحر :   په اوسلو کې  دافغان ځوانانو د ټولنې  پيغام ٠

د غونډې دويمه برخه  مشاعرې ته  ځانګړې شوې وه چې  د وخت د کمي له امله  يو ډېر شمېر ښاغلي شاعران له مشاعرې او شعر اورولو بې برخې شول خو د غونډې کوربه او سمبالوونکي  ښاغلي حاجي محمد اسحاق امانزي ژمنه وکړه چې ډېر ژر به  بيا د ادبي ناستې د غړو په مټ يوه  بله  د مشاعرې غونډه  راجوړه او اعلان کړي انشاالله٠

نوموړې غونډه چې د ماسپښين پر څلور بجو پيل شوې وه د ماښام پر  اتوو بجو پای ته ورسېده٠

هېره دې نه وي چې د نوموړې  غونډې  د  دريز او وياندۍ چارې  ځوان او خوږ  ژبي وياند جاويد رباني وطنيار ساپي او ځوانې او تکړه وياندې اغلې  ليزا  رسول پر مخ  بېولې او همدارنګه  پاتې دې نه وي چې د مشاعرې د برخې ځانګړی مېلمه د بلجيم نه راغلی  ځوان ، تاند او  خوږ  ژبی شاعر ښاغلی  جلال جان امرخيل و ٠

غونډې ته په  راغليو درنو مينه والو برسېر په ناروې کې د افغانستان  د لوی سفارت يو ګڼ شمېر افغان  ديپلوماتان او د کلتور وزارت  پخوانی وزير  ښاغلی عبدالقادر  اشنا هم تشريف  راوړی و٠

د خوښۍ او وياړ  ځای  دی  چې په اوسلو  کې د افغان ادبي ناستې د غړو په زيار او نوښت کابو تر سلو زيات ښاغلي او اغلي  ليکوالان  او شاعران په  تر يوه  جت لاندې راټول شول ٠ د غونډې جريان  د ښاغلي مستقل په زيار ريکاډ او فلم  شو چې انشاالله  ډېر ژر به  د انځور رسنيو له خوا  د ادب  مينه والو  ته  خپور شي ٠

             په  درنښت 

     

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery