مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-09-24   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

خاکستان او ياغستان

اجمل اټک يوسفزی
دوه ډلې مشران ،شپين ږيري او عالمان ولسمشر ته راغلل ، يوه ډله د رېګستان ولايت او بله ډله د ګلستان ولايت خلک ول٠
د خاکستان سپين ږيرو له والي سر ټکاوه او ويل يې : بې کفايته والي زموږ زرخېزه او پورومامور ولايت په خاکستان بدل کړ او نور يې نو د يوې شېبه دپاره هم د والي په توګه نه شو زغملی ، سور غل دی، ملي خاين دی او مفسد دی٠ دخدای پار دی نور يې سر مه مينځئ او دا اولس يې له شره وژغوره د ماموريت وړ نه دی کور ته بايد ولېږل شي٠
د ګلستان مشران بيا پر خپل والي ټينګ ولاړ ول او ولسمشر نه يې غوښتل چې د دوی ښاغلی والي ژر بدل نه کړي، ځکه چې باتدبيره والي يې د خپل ماموريت په دا لنډه موده کې د دوی په وينا ياغستان په ګلستان بدل کړ او که لږ نور وخت هم ورکړل شي نو ګلستان به نور هم ګلستان شي٠
ولسمشر په ورين تندي د دواړو ولايتو د سپين روبو غوښتنې ومنلې ٠ دشپې ناوخته يې فرمان صادر کړ د خاکستان والي ته يې د وزارت مکتوب وليکه چې سبا د پارليمان نه د تايد رايه واخلی او د وزارت چوکۍ اشغال کړي او د ګلستان والي يې له دولتي موقفه منفک او کور ته يې ولېږه ٠
نا اهله ته مکافات او اهل ته مجازات ځکه ورکړل شول چې د سياست لوبه په عقل او منطق نه بلکې په سازش او نوازش چليږي٠
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery