مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-09-25   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

بلکه يوه يادونه کوم

حبيب الله ثناء

زه نه غواړم چې دا قضاوت وکړم .... بلکه يوه يادونه کوم.....
يوه وړوکي ماشوم چې يوه ورځ خپلې مور ته د هغه په وړوکي باغچه کې کار کولو او په باغچه کې يې واښه ټولول نو د يوه کاغذ پر مخ يې په خپلو وړو ګوتو وليکل او مور ته يې په داسې وخت کې کاغذ ورکړ چې لوند وو مور يې کاغذ په لوپټه وچ او په لوستلو يې داسې پيل وکړ:-
50 افغانی د واښو د ريبدلو
20 افغانی ددې لپاره چې خپله کوټه مې پاکه کړه
10 افغانی ددې لپاره چې تاته مې له دوکان سودا راوړه
20 افغانی ددې لپاره چې ته سودا ته تللي وې او زه په کور کې ناست وم
10 د کثافت ټوکری د خالي کولو
50 افغانی د ساعت تیری د څيزونو لپاره
20 افغانی د انګړ د پاکوالي لپاره چې له تاسره مې مرسته وکړه
چې ټولې ماته بايد مورې (180) افغانی راکړې دا زما مزدوري شوه چې له تاسره مې کړي ده.

د ماشوم مور د نورو ډيرو مهربانو ميندو په څير ورته وايې سمه ده زويه او زوی هم مور ته کتل د مور په سترګو کې اوښکې راغلې او زوی يې د کاغذ په پاتې برخه کې خپلې خبرې داسې پيل کړي:-

پوره نهه مياشتې مې په ګيډه له ډيرو ستونزو، کړاوونو او غربیو سره وګرځولې خو :- په وړيا
هره شپه به تاته تر ناوخته پورې ناسته وم او تاته به دعا ګانې کولې او خوب مې پر ځان حرام ګڼلی وو خو :- وړيا
خپل ټول مشکلات مې په خپلو اوږدو درنه اخیستي او يواځې ستا د ښه راتلونکي په موخه اوښکې تويوم خو :- وړيا
له هرډول ويرې او ډار نه مې پټ په غيږ کې ساتلې او ټول مې پر ځان درته منلي وو خو :- وړيا
او بيا زما هغه ټوله مينه چې له دې هم پکې زيات شامل دي او ټوله مورنی مينه هغه هم :- وړيا

د ماشوم مور دغه په کاغذ د قلم د رنګ سره د اوښکو په بدرګه وليکل او ماشوم ته کاغذ په لاس ورکړ ماشوم چې ډيرځيرک وو نو د لوستلو وروسته يې سم د لاسه په سترګو کې اوښکې راغلې او مور ته يې په سوي ماشومانه غږ کې وويل ((مــــــــورې ته له ما سره ډيره مينــــــــــــــــــــــــــــــــه لرې))
او بيرته يې مور ته د کاغذ پر مخ وليکل (زه نه غواړم چې دا قضاوت وکړم ... بلکه يوه يادونه کوم...)

مورې له ماسره ډيره مينه لرې

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery