زه دیو کلیوال ځوان په توګه د ښار دکړو وړو او په ځانګړې ډول دښاري مینو سره دومره بلد او دلچسپه هم نه وم په کتابونو او کتابګوټو کې مو دمومن خان شیرنۍ،یوسف خان او زلیخاء او ادم خان او دروخانۍ دمینې قیصې ډیرې لوستې چې موږ ته به یې دسرښندنې او وفاء کولو زده کړې راکولې او له همدوی مو مینه پیژندلې وه.
هغه مهال چې ۱۲ ټولګي فارغ شوم ، زه په کلې کې دګوتو په شمېر کسانو کې راتلم چې کورنۍ مې راسره دلوړو زده کړو کولو هوه وکړه بلکې ددې سربېره یې زما ملا راوتړله .
دکانکور دازموینې وروسته مې دخوښې پوهنځي ته لاره پیداکړه، پوهنتون مو چې دښآر په یوه غاړه کې پروت وو، دښار ټول دودونو پکې ځای نیولې وو، په لیله کې هم دښاري ژوند تاثیرات ښکاره کیدل ، که څه هم په یوه خونه کې دبېلابېلوسیمو، ولایتونو او دجلاء فکرونو ملګري اوسیدو خو په کراره کراره مو سره فکرونه یوځای او په یوځای کې مو داستوګنې او یوبل دزغملو فلسه خپله کړه.
په ټولګي کې زه دنورو په پرتله په درسونو کې ښه وم خو زموږ په ټولګي کې د دومره زیاتو ټولګیوالو ترڅنګ د ګوتو په شمېر انجونې هم راسره وی،دغو انجونو به تل له ماڅخه په چارو کې مرسته غوښته مابه هم پرته دکوم مطلب او خپلو پاکو احساساتو له امله به مې څه چې په وس پوره ول ترې نه دریغول.
نورو هم صنفیانو به دغه اړیکې په بل ډول تعبیرولی خو خدای شته زما پرې کوم چورت خراب نه وو او درحمن بابا دغه شعر به مې زمزمه کوله
چې په زړه کې دی څه عیب نه وي رحمانه....... ښکلي مخ ته په کتو کې ګناه نشته
رحمان بابا څه ښه وایي :
د زړه راز دی چاته مه وایه رحمانه! هغه یار به یار لري تابه رسوا کړي
د ورځو په تیریدو سره پوهنتون کې مبایل را ووتل چې دمبایل قیمتونو داسمان سره خبرې کولې چې زما له وسه یې اخیستل ناشوني ول، که څه چې ځینې ټولګیوالو مبایل درلودل چې داړتیا په صورت کې به موترې ګټه اخیسته، ټولګیوالو او دغو انجونو به له ماڅخه تل غوښتنه کوله چې مبایل واخله ځکه مبایل دنن وخت ستره اړتیا ده او دنژدیوالی یوه ښه وسیله ده ، زه اړ شوم چې ملګرو څخه په پور پېسې واخلم او مبایل ترلاسه کړم، خدای شته ورځ تر بلې مې په حالاتو او احساساتو کې تغیر راتلو او په لومړي ځل مې دمبایل په سکرین چې کله دټولګیوالې داپيغام ولوست چې له تاسره وينه او مينه لرم! دهغې ورځې په هیله چې یودبل دژوند جوړوه ملګري شو...........!!!
خدای شته چې دپیغام په لیدو مې ټول احساسات او عواطف د واکه ووتل! او له ځان سره مې همغه دمومن خان اوشیرنۍ دمینې کیسې فکر ته راتلې، داسې مې انګیرله چې په لومړي ځل مې زړه وبایلود او هغه هم د یو داسې چا په مخ چې ورسره مینه او راسره تر حده زیاته مینه لري.
له دې ورځې وروسته مو دپخوا په څير یوبل ته نشو کتلای او کتل هم دسترګو د کونجو تر بریده ورسیدل، په روان کې مې دورځې په تیریدو سره ستر تغیرات راتلل دملګرو څخه به مې دلریوالي هڅه کوله، په دغو وورځو کې مبایل میسجونه هم مفت شوي وو نو داسې ورځ دی کمه وي چې دورځې مو تر سلوزیات میسجونه نه وي لیږلي او رالیږلي، دغه حالت مې په ټولګي کې په نومرو هم تاثیر وکړ چې د لومړۍ نومرې څخه تر درېمې راورسیدم، ځکه ما په لومړی ځل خپله زړه دهغه چا په واک کې ورکړ وو چې پدې وخت کې مې د هرڅه ورسره زیاته مینه او وینه درلوده!
هغې به دمیسجونو سربېره داسې ورځ نه وو چې یو زما په نوم به یې دسرښندنو یو لیک نه وو لیکلی او د لیکل شوي لیک په منځ او غاړو کې به یې دزړونو او بیاد غشو انځورونه ورسره یوځای ښکلې ول او زما دنوم توري به یې ترڅنګ لیکلی ول.
دمينې په دغه ګرم او نرم پړاوو کې دژوند دخوندونو او بریالیتونو سره دمخه ښې په حالت کې وم چې دامهال د څلورم ټولګي وروستۍ شپې وي او فراغت ته مو ګوته په شمار ورځې پاتې وی ، یوه ورځ یې راته په مینه ناکه او زړه راښکوونکې لهجه په ټولګي کې و ویل چې نن درسره اړین کار لرم او درخصتۍ وروسته به په ... پارک کې یو څه خبرې سره لرو، د ژمنې سره سم دټولګي د رخصتۍ وروسته په یو ځانګړې او جدا پارک کې چې دخلکو تګ راتګ هم نه وو ولاړو ،خدای شته هیڅ راته ځان په واک کې نه ښکاریدو او دهغه څه اویدو فکر مې هیڅ له ځان سره نه وو کړی چې نن مې دخپلې مینې څخه واوریدل
ګرانه ........... ته! خدای شته چې زه نه پوهیږم چې دکومه ځایه یې درته پيل کړم او زما په خبرو به شاید دومره ټکان وویني چې په ژوند کې به دی نه وي لیدلی خو څنګه وکړم ، زه هم مجبوریتونه لرم او ستا په واک کې درکړې زړه مې د خپلې ارادې څخه وتلې، هغه څه چې زه پرې ویاړم له تاسره بلدتیا اوله تاسره مینه ده چې د ژوند تر پای به مې له یاده ونه وځې، زه تاته هغه سترګې نلرم چې تل مې پکې مینه درکوله ، زه چې دمینې نوم دخولې وباسم نو خدای شته پرځان دلعنت لاړې توکوم ، هغه مخ مې چې تاته اړولواوس یې نلرم، ځکه دنن څخه درې کاله دمخه زه دخپلې کورنۍ په خوښه دیو ۱۴ پاس انجینر سره نامزاده شوې وم ،د هغه ګډ ژوند دتیرولو ژمنه مې چې له تاسره کړې وه متاسفانه چې ترسره کولی نشم او دنن ورځې وروسته داسې فکر وکړه چې زه دی هیڅ کله لیدلې نه یم.
ما ددغې بازارۍ مینې لپاره د ویلو او اوریدلو نور توان په ځان کې ونه لید نو د سیلابونو په څير دبهیدوونکو اوښکو سره مې یوه خبره دخولې ووتله! تاچې خپله نامزادي(کوژدن) ونشوه ساتلې نو زما دپاکې مینې داحساساتو دساتلو تمه هم درڅخه نلرم او ماهم (( تیروتنه ))کړې.