دخپریدو نیټه : 2012-10-10 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
د بدخوی پايلې
حاکم جان ځلاند
هومره زیان له خوګ اوخــــرسه نه رسيږي
لکه څوک په ادمیانو کې بد خوی شـــــــي
الله پا ک(ج) په دنيا کې اتلس زره قومه ژوندي مخلوقات پيداکړي دي .په دغه ټولومخلوقاتوکې الله (ج) انسا نان اشرف المخلوقات پيداکړيدي خوهغه انسا نان اشرف المخلوقات دي چې الله(ج) دقرانکريم اونبي اکرم(ص) داحادیثو حکمونه په ځان کې عملي کړي او ددغو حکمونو تر سیوري لاندې ژوند غوره کړي.که کوم انسانان دالله (ج) قرآنکریم اونبي کریم(ص) داحادیثو څخه سرغړونه وکړي، هغه انسانان د خوګ او خرس نه هم بدتر او دټيټې درجې خاوندان دي.ځکه خوګ یوحیوان دی، الله (ج) نفس ورکړی دی، عقل یې نه دی ورکړی،انسان ته الله دنفس سره سره عقل هم ورکړی دی، چې دعقل په واسطه بدخوی او دالله دنا فرمانۍ څخه ځان وژغوري او که چېرې دعقل سره بیاهم بدخوی شي، له خوګ نه هم بدتر دی، ځکه انسان په ډېرو کارو برلاسی دی کوم کارونه چې انسان کولی شي، هغه خوګ او خرس نه شي کولی.انسان که چېرې د ناوړه خوی خاوند وي، نو د خپلو ناوړه تمایلاتو له مخې تردې پورې رسېږي، چې قتل وکړي،ځمکه غصب کړي،غلاوکړي اونور ناوړه کارونو ته لاس واچوي. چې دې ډول بدو کارونوته دخرس لاسونه نه رسیږي. نو ځکه انسان له خوګ یاخرس نه زیات مضر او ضررناک دی. چې په دا ډول انسانان به دالله په دربارکې تورمخي وي .په هم دې اساس مونږ ته لازمه ده، چې په ځانونو کې نېک او ښه خویونه وروزو او په دې سره د ځمکې پرمخ د خدای(ج) رضا پلې کړو.