مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-10-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پکتياکې دعبدالحی ګرديزې په اړه يو ورځنی سمينار جوړشو

ساحل منګل


دغه سمينار دپکتيا فرهنګيا نو ،اطلاعاتو کلتور وزارت،او دپکتيا قومي مشرانو له خوا جوړ شوی وو،چې لسګونه کسانو پکې برخه اخيستې وه.
په غونډه کې داطلاعاتو او کلتور وزارت استازو،دعلومو اکاډمې استازو،قومي مشرانو ،دمدني ټولنو غړواو دپکتيا زيات شمير ليکوالانو برخه اخيستې وه.
دپکتيآ والي جمعه خان همدرد دجمهوري ريس پيغام ولوست او هم ېې دځان په استازيتوب د داډول سمينارونو دجوړولو په اړه خوښي وښوده،
په دغه يو ورځني سمينار کې پنخلس کسانو دعبدالحی ګرديزي دشخصيت په اړه ليکلې مقالې واورولي .
په ياد سمينار کې ويناوالودعبدالحی ګرديزي دهيواد دنامتو مورخينو په کتار کې يو بې ساری تاريخ ليکونکی وباله .
ياده دې وي ،چې داپه پکتيا کې لومړی ځل دی ،چې دعبدالحی ګرديزې دشخصيت په اړه يو ورځنی سمينار جوړيږي .

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery