مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-10-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ددولت د نس ناستې دي خدای ساته

محمود نظري

طنز

 


داوطن لکه کېله مادر رندان خوري په بیزواني
دهغو دکامي ویش د نیرنګي دي خدای ساته
چې رییس پښتون وي مرستیال وي پنجشیری
په ملکي کې دجنرالانو د بدماشي دي خدای ساته
چې په خیانت یو مسعودتاپه یي وزیر سي لیري
د وباره د هغه دلوړي مقرري دي خدای ساته
شکر ټوله لوټماران له خیره ورسیدل تر کماله
دهغود بوغارو د وطن دوستي دي خدای ساته
غله دي غله چې پر څوکیو تیر او بیر کیږي
ددې وطن دجوړ جاړي بازي دي خدای ساته
په ژوندجنګ په پیسه دی ، ننګ په مقام او رتبه
په مړینه دهغو د شخصیت سازي دي خدای ساته
یو دوکه مار چې لیري سي په فساد له دې دولته
که مقرر نسودهغه د داړې دمشري دي خدای ساته
دټولوکامونومقام غوږ په غوږ دی له پنجشیري سره
په دولت کې دمسعود د زور کراسي دي خدای ساته
دلته خر په څوکۍ زمری سي پر پزه مچ نه پریږدي
پر هغه دکامي لیونو د ځل پوشي دي خدای ساته
دا ډله بر اعلا کار کوي خپل ځان، کورنۍ او ټبر ته
دهغو د سوټ پزې مربي د کج کشتي دي خدای ساته
غلو او داړو ته یې هیڅ چا ونه ویل څه اوڅه
د ځینو لیون غرو د ثنا خواني دي خدای ساته
دلته یوازي بې ایماني اوفخرپلوري چلیږي
په دولتي مځکو دهغود بزکشي دي خدای ساته
ځینوزورورو د سپي پوست پرمخ کش کړی
له قانونه دهغو د ناغیړي دي خدای ساته
وچ او ډنګر چې مقرر سي یوه ورځ دلته
په سبا د هغه د لري اوسوپري دي خدای ساته
***
بی رشوته دي دلته هیڅ کار نه تر سره کیږي
خلک مرتشي د دولت راشي دي خدای ساته
وایي کشران مقرریږي د لیاقت په اساس
د ناپوه لخوا د مشرانوله انتصابي دي خدای ساته
نه دي مې اوریدلي خړ ي اوبه دلاندې پاکي سي
ددې ر ندنظام د ولس فریبي دي خدای ساته
ډوکتورا ورکوي هر واکلرونکی خپل ته خپله
د واکمن د خپل دپیلوم دلاسلیکي دي خدای ساته
هر وزیر مقرریږي په لکو ډالرو له سوده سره په پور
په دې ځنګل کې د تاواني زمري دي خدای ساته
د نه فسادفرمان په فرمان صادریږي دیو بل پسې
په اجرا کې د مشر دتاخوري ماخوري دي خدای ساته
دهغو د چور، وطن فروشي اوفساد یې بلا ورپسې
ددنیا په سترګو کې د خاورې شندي دي خدای ساته
چې یو یې مردار سي خلکو لا شکر نه وي ایستلی
دمقام لخوا د دولتي څوکیود ارثي دي خدای ساته
خلاصه دا چې بزرګانونه دی کړی وطن ته کوم کار
دهغوغرتواونارو د وطن د آبادي دي خدای ساته
د علی بابا دوخت څلویښت غله تا اوبالا کیږي
یودلته بل هلته داړونکي دلوبې دي خدای ساته
په غدرد وطن ټوله قراردادونه اخیستي دي دوی
په ټولو کانو کې د هغو دشریکي دي خدای ساته
په هغه وزیرچې خپله شورا اوبه ځړولي لس واري
بیا د هغو لخوا د هغه له مقرري دي خدای ساته
واه واه شورا یو ورځ وزیر پسې واخلي په چکچکو
بله ورځ په پيسو دهغه د بیا مقرري دي خدای ساته
ټوله د ګناه دخیروتویولو لپاره ډله ایز تللی حج ته
هغو ته په مینا کې د شیطان دسلامي د ی خدای ساته
دلوړیدو لپاره یې ایمان اووجدان تر پښو لاندې کړی
ددې پښو لوړو وکیلانو د نس ناستي دي خدای ساته
***
هر بزرګ داولس تر سینده تږی پوري باسي
له ټاکنو مخکې دهغو له غټبازي دی خدای ساته
متل دی ټوله ښه دي مګر نه دهر کار لپاره
پرخپلو ړوند پر پردو د بینایي دي خدای ساته
تر بې عقله دوست هوښيار دښمن ښه دی
د بې عقل د بیا بیا هوښیاري دي خدای ساته
بې عقله کله لري علاج ختا نسې زما وروره
لکه پردی خر د هغه له شا زوري دي خدای ساته
زه خواریان در یان یم داسې دستګا ه ته
په غلو کې دکارونو د قانوني دي خدای ساته
ترڅو چې ددې دوپه سړو ارګه او بارګه وي
لا د نورو پوهانو د خانه بدوشي دي خدای ساته
داسی پوه بزرګان مو په نصیب سو ي دي
په خپل رنګ کې دهغو د کوټي دي خدای ساته
خبره یې تل د اسمان ،غره ،پيل او زمری ده
په صلاحیت کې دکړو دچغالي دي خدای ساته
تل یې جنګ وي له خپل بنیاد او باداره سره
دداسې شوده مریي دبربادی دي خدای ساته
خدای چې یې چا ته ورکوي نه وایي دچا مریی یې
ددې چغال، په پوست کې د زمري دي خدای ساته
عسکر د بل ، پیسې د بل، واک د بل، مريی دبل
دغرتوپرتو دداسې چور لیوني دي خدای ساته
په یو«دم مرا دم» وخیږي د شپشو د بوټي سر ته
په سیند کې پر لوټه ولاړ د بابایي دي خدای ساته
ددې خوسا دولت هر فرمان خوسا او شومانده دی
پسله خوړولو د هغه له نس ناستي دي خدای ساته

[اوبه په ځړول] بې عزته کول،[تر اوبو تږی پورې ایستل] ختا ایستل،[ دوپه سړی ] بی اعتبار سړی، [غوږ په غوږ تلل ]مساوي کیدل،[ځل پوشي ] لکه تاج پوشي پرخره د ځل ایښوولو محفل،[ پر پزه مچ نه پرېښوول] متکبر کیدل.
 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery