دخپریدو نیټه : 2012-11-09 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
ګناه د چا ده؟
محمد نعمان دوست
کره نېټه را ته نه ده معلومه، نه پوهېږم ١٣٦٨ کال و، که له دې کوم وړاندې او وروسته کال؟ دا مهال هريپور کمپ کې د النصر په ليسه کې په زدکړه بوخت وم. دا تنظیمي لیسه وه. او د تنظیمی لیسو شاګردانو ته خپل رهبران معصوم،د اسلام ډیوې او داسې شخصیتونه ښکارېدل چې لیدل یې هر چا د ځان لپاره ویاړ او ثواب باله.
اوازه شوه چې رهبر صاحب په حيات آباد کې يوې غونډې ته وينا کوي او د نورو بې شماره، ښونځيو په څېر زموږ ټوله ليسه ورته هم دعوت ده.
دا اوازه له غونډې جوړېدو نه څو ورځې مخکې راغلې وه، خو دا څو ورځې نه وې څو کالونه وو، انتظار يې ډېر تريخ و.
په کوم سهار چې مو د روانېدو نيت و، نو په شپه يې ما خطرناک خوب وليده، داسې خوب چې په غونډه کې چاودنه کېږي او زه هم په کې ژوند له لاسه ورکوم.
چې ويښ شوم، په يو روحي کش مکش کې اخته وم، لاړ شم کنه ؟ که لاړ شم شايد ووژل شم او که لاړ نشم د رهبر ليدل پاتې کېږي.
اخر مې د رهبر ليدلو ته ترجيح ورکړه او له نورو ملګرو سره د يوه اوږده کاروان غړى شوم.
بيا يو وخت داسې شو چې، په کور کې ټلويزيون چالان و، له خونې د ټلويزيون او د ميلمنو غږونه يو ځاى پورته کېدل. يو دم نور غږونه غلي شول او بيا سمدستي ما پسې څوک راغى او ويل يې رهبر صاحب ټلويزيون کې خبرې کوي، ما ويل کوي دې کنه، له ځايه هم پورته نشوم.
دغه شان د ١٣٨٣ کال د تلې ١٨مه وه، دا وخت د کابل د قرغې بلاکونو کې اوسېدم. سهار وختي مې ملګرى راغى او بيا په ګډه د رايې ورکونې په يوه کتار کې ودرېدو، سوړ شمال لګېده، کتار هم اوږد و خو د رايې ورکونې شوق په يخنۍ زورور و او هيڅ پرې پوه نشوم.
خو له دې نېټې، پنځه کاله وروسته د بيا ټاکنو په ورځ په دفتر کې نوکري وم، زموږ د فتر ته نږدې د رايې ورکونې مرکز و، ځينې ملګري روان شول. ماته يې هم غږ کړ او ويل يې تاته منتظر يوو، ما ويل ځئ خپل کار کوئ، له دفتره ونه وتم.
نن شپه مې راډيو اورېده، بحث د امريکا د متحده ايالاتو د انتخاباتو په اړه و، دا مهال هلته د ډېرى ښارونو موسم سوړ دى، او ګڼ شمېر ښارونه يوه ويجاړونکي توپان هم تازه ځپلي دي، خو خلکو همدا ويل چې د رايې ورکونې هر مرکز ته اوږده کتارونه جوړ شوي دي او د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکوي.
د امريکا په متحده ايالاتو کې انتخابات او سياسي فعاليتونه اوږده مخينه لري،دا ۴۴ ځل دی چې خپل ولسمشر ټاکي، خو خلک ورسره هماغه شان علاقه لري او دا علاقه هره ورځ ډېرېږي.
خو زه حيران يم چې، په دې لنډ تنګ وخت کې ولې زما او زما په څېر د زرګونو نورو کسانو مينه له خپلو سياسي او تنظيمي مشرانو سره وشړېده؟ دا ګناه به د چا وي؟؟