مرسته
|
دپاڼي نقشه
|
ننوتل
کورپاڼه
اسلام ا ومذهب
دکلام الله پښتو تفسیر
نبوي احادیث او شرحه
ستاسي سوالونه زموږجوابونه
اسلامي لارښووني
اسلامي اخلاق او تربيه
مذهبي ليکني
بريښنايي کتابتون
دپښتو ژبي اړوند کتابونه
سياسي او ټولنيز کتابونه
شعري او تيوري کتابونه
ناولونه او کيسه يز کتابونه
دتاريخ څيړنيز کتابونه
اسلامي او مذهبي کتابونه
بېلابېل پښتو کتابونه
کلتور - ادبیات
پښتو شعرونه
لنډي کيسې
طنزونه او ادبي ټوټې
پښتو لنډۍ
پښتو متلونه
هنري معلومات
نوي چاپي اثار
دنړۍ عجايب پېښي
نومیالي
ملي او تل پاته څهرې
لیکوالان
دبېنوا دکال غوره لیکوال
ژورنالیستان
موسیقي - ږغونه
موسیقي
شعرونه په ږغ کي
لنډي کيسې په ږغ کي
پښتو ساده نغمې
کمپيوټر
کمپيوټر پوهنه
تخنيکي ستونزي او حل لاري
دکمپيوټر اړوند خبرونه
پښتو سيسټم(Download)
پښتو ليکبڼي (Fonts)
Microsoft Pashto Update
له 98 څه XPته اړول
ستاسي نظرونه
ارشيف
دخبرونو ارشيف
ليکني او شنني
مرکې او ګزارشونه
نړيوال مطبوعاتوته کتنه
دعلمي څېړنو ارشيف
خبرتياوي اواعلانونه
ساینس او روغتیا
بدني روزنه (سپورټ)
زموږ په اړه - اړیکي
بېنوا - Benawa Network
دبېنوا پاڼي کلیزي
دبېنوا تجارتي کړنلاره
دبېنوا پاڼي تګلاره
زموږ سره اړیکي
دخپریدو نیټه : 2012-11-29 م
خپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
ماشومانو ته د پیسو او مالي مفاهیمو په اړه څرنګه
لیکواله: رویا رووف
ماشومانو ته زده کړه د ژوند په هره برخه کې په ځانګړي دول د پیسو د ساتنې د څرنګوالي په برخه کې دهغوی د راتلونکي ژوند په اړه خورا مهم رول لري، ځکه د هر انسان اساس او بنیاد د ماشومتوب له دورې څخه پیل او پایله یې په ځوانۍ کې په ډاګه کېږي.
موږ د والدینو یا د کوچنیانو د سر پرست په توګه داسې فکر کړی چې خپلو ماشومانو ته د هغوی د جیب خرڅ په توګه څومره پیسې ورکړو؟
که زموږ ماشوم ټینګار وکړي چې فلانی څیز راته را ونیسه هغه مو ورته رانیولی؟ او یا مو هغه ته قناعت ورکووچې د ځینې څیزونو په ترلاسه کولو کې صبر وکړي!
په هر حال په سرکې والدین او وروسته محترم ښوونکي مسؤلیت لري چې ماشومانو ته د پیسو د ترویج، فرهنګ، ساتنې، داستفادې او ارزښت په اړه کوچنیانوته زده کړه ورکړي.
که څه هم د نړۍ په ښوونځیو او مدارسو کې پدې برخه کې زیاته پاملرنه نده شوې او ډیر لږ کوچنیان د مالي سواد لرونکي دي، نو پدې برخه کې د والدینو مسؤلیت تر نورو زیاد دی.
مور او پلار باید ډیره حوصله ولري او یوه زیاته اوږده موده په پام کې ونیسي څو خپلو کوچنیانو ته د مالي سواد زده کړه ورکړي، نو پدې لحاظ ویلی شو چې د انسان د زده کړې لومړۍ مدرسه کورنۍ ده. بده به نه وي که دلته کورنۍ د انسان جوړونې یوه مرجع تعریف کړو.
د ماشومانو لپاره د مالي سواد د زده کړو ګټې!
۱: د ماشوم مغز تر پیدایښت وروسته د کاغذ د یوې سپینې پاڼې په څیر وي، او هر څه چې پرې ولیکل شي همغه پرې ثبت کېږي اوبس، نو دا میندې او پلرونه دي چې پدې برخه کې څه ډول تصمیم نیسي چې ماشومان یې څه شي ته اړتیا لري، او اړتیاوې یې باید تر کومه حده پوره شي او ماشوم ته د ورځې څو روپۍ ورکړل شي.
۲: والدین باید خپلو ماشومانو ته د ژوند په پیل کې دا وښيي چې د خپل جیب د پیسو څومره اندازه مصرف او څومره یې سپما کړي، په حقیقت کې د پیسو بودجه بندي له همدې ځایه پیل کېږي، د پیسودلا ښې ساتنې دپاره لازمه ده چې ماشوم ته یو جیبي بکس یا دخل په پام کې ونیول شي چې د ماشوم د لومړني بانک په توګه پېژندل کېږي او تر هغه وروسته دې له بانک او بانکي حسابونو سره اشنا شي.
د ماشوم سپما شوې پیسې هغه ته د خودکفايي احساس ورکوي او کولی شي خپلې ځینې اړتیاوې له همدې لارې پوره کړي، دا کار د ماشوم د پښو درېدو مهمه لاره ده، او په راتلونکې کې پدې پوهېږي چې له خپلو پیسو نه ښه استفاده وکړي.
۳: والدین ددې لپاره چې اولادونه یې په راتلونکې کې له اقتصادي ستونزو سره مخ نه شي باید دوی ته ښودنه وکړي چې د خپلو سپما شویو پیسو نه په بانکي حسابونو او نورو برخو کې پانګونه وکړي، چې دا په خپله د ماشوم په وسیله د پیسو د مدیریت یوه انګیزه ده.
۴: ددې دپاره چې ماشوم په ښه توګه د پیسو په ارزښت پوه شي، والدین باید دپیسو د ساتنې غوره لارې چارې وروښيي، څو په راتلونکې کې د خپل عاید ښه ساتنه وکړي، او د پانګونې دپاره یو ښه عامل وي.
د ماشوم د پاره د پیسو د ښه مدیریت دپاره ځینې ضروري لارښوونې په لاندې ډول دي:
۱: د ماشومانود اړتیاو په مینځ کې یوه تفاوت ته قایل شﺉ، دوی ته لارښوونه وکړﺉ چې یو شمیر توکي چې غواړي د هغه قېمت لوړ دی، یا د دوی سن تقاضا نه کوي چې دغه شی تر لاسه کړي، او د ځینې توکود ترلاسه کولو دپاره باید صبر وکړي او داسې ... نور
۲: کوچنیانو ته اجازه ورکړﺉ چې له کوچینیوالي څخه خپل مالي تصمیمونه ونیسي، لارښوونه ورته وکړﺉ چې د خپل جیب له پیسو نه څومره خرڅ، سپما، د خیریه کارونو په لګښت او داسې نور ... برخو ولګوي.
۳: ماشومانو ته دا ور زده کړﺉ چې په راتلونکي کې د خپلې پانګونې د ترلاسه شوي عاید څخه مالیه ورکړي، هیڅکله دا مه ورته وايي چې هغه کار چې زه درته وایم هغه وکړﺉ، بلکه د هغه د خپلو کړنو په وسیله هغه وپوهوﺉ چې باید څه وکړي.
په پای کې خپلو کوچنیانو ته د هېواد ددې خاورې راتلونکې د دوی په لاس ده ور زده کړﺉ چې، دا د پیسو قدرت ندی چې انسان پیسه داره کوي، بلکه بر هغوی باندې تسلط لرل او د پیسو په مدیریت باندې واک دی چې له هغه نه یو ثروتمند یا دنیادار جوړوي
تازه پورته سوي ...
نانسي میس: طالبان دي یوه ترورستي ډلې په توګه وپیژندل سی
هند افغانانو ته د ویزې ورکولو لړۍ پيل کړې
فغانستان کې پر رسنیو فشار او د خبریالانو ګواښل ډېر شوي
په درو میاشتو کي پنځه نیم لکه افغانانو هیواد پریښی دی
رمضان بشردوست : چارواکو نه یم بندي کړی
څیړونکی ، تاریخپوه او لیکوال همیش خلیل ومړ
په کندهار کي د ماشومانو اختطافونه زیات سوي دي
دپټهانز ( پښتا نه ) دکتاب انګریز لیکوال او تار یخپوه
روزګان ولایت ته د نورو ولایاتو سیلانیان زیات سوی
افغانستان کي بزګران وائې حاصلات لري خو بازار نسته
افغان ملي ویاړونه
دلوی افغانستان ملي قایدستر احمدشاه بابا
ملي مشراوسترمبارز الحاج میرویس خان نیکه
دتوري او قلم نومیالی سترپښتون خوشحال خان
داصفهان بریمن نومیالی افغان شا محمود(هوتک)
ملي اتل غازي وزیرمحمد اکبرخان
دافغانستان ځواک اوپاچا جوړونکی وزیرفتح خان
دخپلواکۍ ګټونکئ غازي شاه امان الله خان
دمیوندحماسه او دکارنامو مېرمن ملاله پېغله
پرافغانستان مين، اتل شهيدمحمددواد خان
Answer Machine : + 1 (518) 5577770
--
USA Tel : +1 20 38 202020
--
AFG Tel : + 93 (786) 909000
--
Director Email : khalid_hadi@hotmail.com
--
Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
کورپاڼه
|
اسلام
|
کتابتون
|
ادبیات
|
موسیقي
|
نظرونه
|
ارشیف
|
اړیکي
Home
|
Islam
|
Library
|
Music
|
Guest Book
|
Archive
|
Contact Us
Benawa.com
Copyright © 2004-2018 All Rights Reserved Powered by:
Benawa Network
Design by: Khalid Hadi Hiadery
Policy
|
site map
|
Advertising with us
|
About us
|
Help