د کندهار په احمدشاهي لوبغالي کي د افغانستان د مرکزي او شمالي ولايتونو په ګډون د فټبال ١٢ ورځنى ولايتي ټورنامينټ نن رسماً پيل سو.په دغه ټورنامينټ کي به د کندهار د ٢ لوبډلو ترڅنګ د هلمند، فراه، بغلان، غزني، کندز او د پاکستان د چمن ښارګوټي لوبډلي هم برخه ولري او د ١٢ ورځو په اوږدو کي به د يو بل پر وړاندي بخت وازمايي.
د ياد سوي فټبال ټورنامينټ له جوړېدو څخه هدف په کندهار ولايت کي دې لوبي ته لا نوره وده ورکول او همداراز د بېلا بېلو ولايتونو د لوبغاړو ترمنځ د لوبيزو اړيکو پياوړتيا ياده سوې ده.
ددغه ټورنامينټ په پيل کي نن له رسمي ګذشت وروسته د کندهار د احمدشاه بابا عالي لېسې او هلمند ولايت لوبډلي د يو بل پر وړاندي د سيالۍ ميدان ته ووتې چي نتيجه يې يو ګول د يوه په مقابل کي په مساوي توګه پاى ته ورسېده.
ټاکل سوې چي ددې ټورنامينټ په دوهمه ورځ سبا ته له خيره د کندهار اتفاق فټبال لوبډله د فراه ولايت د منتخبي لوبډلي مقابله وکړې او د پرمختګ لپاره خپلي هڅي جاري وساتي