مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-12-26   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

زړه په دنیا مه تړه

فضل الله رشتين

 .
زړه په دنیا مه تړه
ای د خدای مسلمان بنده !
ولې زړه په دنیا تړې
څه به لاس ته راوړې له دې دنیا نه ته
که هر څومره دولت وګټې
که هر څومره طاقت ور شې
دا هر څه موقتي دي
ځواني هم یو دوران لري
ځواني هم موقتي ده
دا هم ختمیږي
نو ولې کبر کوې ؟
ولې غرور کوې ؟
په څه کبر او غرور کوې ؟
نه پوهیږې چې ځواني هم ختمیږي
او بیا بیرته نه راځي
نه پوهیږې چې دا دنیا فانی ده
ته به ځې له دې دنیا نه
او بیا دی راتک نشته
خدای یادوه
ځان ورته نږدې کوه
مرګ راتلونکی دی
ژوند یو خوب دی
یو خیال دی
په ژوند اعتبار نشته
که نن وي که سبا
خدای ته ورتګ دی
د ژوند له هرې لجظې نه
ګټه واخله
تقدیر ته ځان وسپاره
او خپل کار کوه
له ټینګ ایمان سره
نیک کارونه کوه
چې لار دې روښانه شي
دنیا دې روښانه شي
او آخرت دې ښه شي
ای زما مسلمانه وروره
زړه په دنیا مه تړه
زړه په دنیا مه تړه
که دا نا یې
نو زړه په دنیا مه تړه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery